تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
 

 

محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 

پنځه لسمه ه  برخه

 

مور غږول

 

د روح آزاد ګربت اوږدې زمانې د مادي عقل په کپس کې تېروي،

چې د اصیلې آزادۍ او معنوي لمر د سمندر موجونه او څپې یې ووهي او راویښ شي.

او بیا دا مهال پوهیږي، چې دا ذهن جوړكړي د تېلو او غوړیو ډیوې او څراغونه څومره کاڼه او ړانده دي.

او له هغې شېبې د خپل معنوي ټاټوبي او وطن لاره نیسي.

مورې د (مور ورځ) راغله ځي او راځي او ته پخپلو یادونو سره زما د خیال او عاطفې ځمکې له سره شنې کوې!

خوږې او د ژوند بادونو او بارانونو(شنې) کړې، له ريښو ویستې ارواح! ته زما مور یې.

زه ستا د لمنې ګل یم.

زما د ژوند سپرلی، ځواني، مستي، غورځې، پرځې،

په تا کې ویدې وې او هره ورځ راویښېږي.

مورې!

زه هره شېبه پخپل ژوند سره تا راویښوم.

نه پوهیږم ولې زما پرڅېره ستا ښکلا څوک نه ویني!

مورې!

زه ولې په هنداره کې ځان وینم!

زما نوم، زما ژوند تا غږولي.

ته خدایي شپېلۍ یې!

زه ستا سندره یم.

مورې، ته هره شېبه ساه باسې؛

لکه زه چې ساه باسم.

زه غواړم په تاکې ویدې سندرې وغږوم؛ مورې زه تا غږوم.

اولمیر هم یوې مور دنیا ته راوړی و.

د احمدظاهر ټولې سندرې په مورکې ویدې وې.

ملنګ جان د مور وچ او کنګل وهلي او دمه شوي غږونه ژوند ته راوړل.

هر ویناوال«مور» غږوي.

 

نوي کایېنات

 

اه، شکر خدایا! شکر دنیا ټوله نوې او تازه ده.

زه نن هغه دنیا ګورم چې هېڅمهال نه وه.

دا نوې دنیا، نوې نړۍ  او نوی ژوند دی!

دا نن شوه چې زه کایېنات نوي مومم. کایېنات ټول نوي او تازه دي.

کایېنات ژوندي دي؛ له ژونده ډګ دي. کایېنات خدای پیدا کړي. او د هغه زمانه تل تازه؛

تل نوې ده! کایېنات له دغه غږه ډک دي.

کایېنات له نویو کلمو او ویناو ډک دي.

کایېنات تازه د تخلیق له زړه راوتي؛ تازه وږم غږوي.

کایېنات تازه لیکل شوي. زره زره د کایېناتو له تازه ویناوو او کلمو ډکه ده.

حتا یوه شنه پاڼه، حتا یوه وړوکې چوغکه، حتا یو وړوکې کب د نوې شېبې غږ دی.

ټول خبرې کوي. ټول غږوال دي.

ټول پاکه او سپېڅلې ترانه غږوي؛ همدا یې دعا ده همدا یې شکر کول دي؛

زه له کایېناتو سره خپل زړه او خوله او پټ حواس شریکوم؛

هو، ژوند همدا دی!

***

 

مینه شته؛ ژوند شته

 

زه په ځمکه اوسم؛ په ځمکه کور او کلی لرم.

ځمکه د کایېناتو یوه څانګه ده؛ ځمکه د هستۍ یو ګل دی.

...زه په ویښه له ځمکې سره یم؛ خو چې شپه شوه، زه پریوتم،

حواس ویده شول، ذهن ارام شو؛ زه بیا چېرې را ویښېږم؟

زه په خوب کې د کومو ځمکو میلمه یم.

زما خوبونه د خدای په بی شمېره کایېناتوکې نوې تجربې دي.

خوب بې لګښته بیړۍ او وزرې دي چې ما د نا اشنا ځمکو لیدلو او تجربه کولو ته ور ولي.

خدایا! په دومره لویه او ناپایه هستۍ سره ماته اسانه را زده کوې چې یوازې مینه کوې.

که مینه نه وي ټول کایېنات مري.

چې خدای شته، مینه شته.

چې مینه شته؛ ژوند شته او روح به تل شتون ولري؛

کټ مټ لکه زه، ته، هر ګړی!

***

 

خدای شته

 

«غواړم وسوځم. غواړم په هر شي، په هر چا، په هر اور کې وسوځم.

غواړم په اور کې دننه د ژړا چيغې شم؛ د اوښکو دارې شم.

غواړم د خدای سپین اور د ما څېره، نوم، او شخصیت وخوري، لولپه کړي؛

ټول ځان مې خدای ته تش او سپین پاتې شي!

هى هى چې زه څومره ټنبل او كم سواده وم؛ ما يوازې مجسم، مجسد، لمسي حواس او پېژندنې لرلې؛

دا وچې کلمې هم همداسې راڅخه تویې شوې!

ما هومره زمانه نوي، تازه او سوچه شیان نه ليدل.

دا ټول عمرونه د نورو د فکرونو او عادتونو په ميتيازو کې کښېناستلی، پاڅېدلی، غږېدلی او اوسېدلی وم.

څومره ځان تېر باسم. څومره نور په خپلو ژوولو او كمزورو خبرو ټېل وهم.

دې نړیوال تمدن ته وګورﺉ، نړۍ زما د لاس نانځكه ده؛ خوكه وايم نړۍ د ژوند چرګه ده؛

هم د لاس نانځكه ده.

كه وايم نړۍ د مجسم، مجسد او لمس کېدونكي مرګ هنداره ده؛

بېا هم نړۍ د ذهن نانځكه ده.

وګړی يوازې د خپل ذهن له انعكاس سره لاس اوګريوان کېږي.

نړۍ له ذهن څخه راټوکېدلې زما د ذهن د هلوځلو مسافه ده»

چوب به شم؛ سپین به شم خدای شته، شته، شته!!!

***

 

د ۱۳۸۸ل.ل کال د سلواغې ۲۴مه

د غږ او رڼا ټولګه همدا شېبه د كلمو په ورا كې ووته

هرڅه خداى تعالی ته سپارم!

وفا سمندر

پای

 

 

 

 

 

 


 

محمد انور وفا سمندر 

 د غږ چینه 

 

دیارلسمه  برخه

پرته له خدایه څنګه ژوند کوو؟

 

زه څه یم؟

ژوند څه دی؟

زه ولې دلته یم؟

آیا ژوند یو ناڅاپي او پخپل سر قدم دی؟

آیا کله مو ځان داسې پوښتلی! آیا کله مو ددغو بنسټیزو پوښتنو د حل زیار ایستلی!

آیا که زه ددغو پوښتنو ځواب ونه مومم؛ ژوند راته په کولو ارزي؟!

د نور او كلام موج د حق له لوړ استاذ شمس څخه څنګه پر مولانا ولګید!

د اګاهۍ دغه لمر د مولانا اصيل وجود(روح) وغوړاوه.

دغې معنوي تودوخې د یوه مسافرروح پر مخ د بېرته ستنېدلو لاره پرانيسته

او مولانا د هسک په لور ختلې زینې په ځان کې دننه را ویښې کړې او اوچت ولاړ؛

وخوت او دا واټن یې په سرود او څرخنده نڅاه سره وواهه.

شمس:

«لومړى ځل مې چې رومي وليد د مطالعې لپاره د زياتو كتابونو بار يې له ځان سره درلود، كتابونه مې ترې واخيستل، او د اوبو په ډنډ كې مې واچول او ورته مې وويل:

اوس بايد د حق په طريقه ژوند وكړې

نو ځکه موږ غږ غږوو؛ په خوله يا په تار او بله هره تخنيكي يا سازي اله غږوو.

موږ د نور د معرفت لپاره څراغونه، ډیوې، شمعدانونه؛ 

د اوبو بریښنا، د تېلو او غازو رڼا د ساینس پر ژبه جوړوو او خپل کورونه او محلونه ور باندې سپینوو، رڼوو.

موږ د غږ او رڼا مینه له پېله له ځانه سره لرو.

***

 

د چوپتیا سپینه کلمه

 

نو دوستانو راځئ په دې نوې شپه کې د یو بل لپاره د مینې دریڅې شو. راځئ یوبل ته مینه ورکړو.

مينه په كولو ترلاسه كيږي، همدايې الهي قانون دى.

راځئ دغه سپین قانون په خپل زړه كې ووینو.

راځئ یوبل سپین سپین ونوموو.

موږ په شپه کې یو. شپه چوپه ده. شپه نه غږیږي. شپه نه غږېدلې کلمه ده؛

شپه سپینه ده؛ خو چې له مادې پرته ولیدل شي.

چوپتیا د شپې ژبه ده. موږ خپله ژبه له سهاره تر ماښامه کاروو، او لا چې چوپ شو؛ فکر کوو!

آیا زموږ ډېرو خبرو د چوپتيا سپين وطن تر اشغال لاندې نه دى راوستى؟

آیا کله مو چوپتیا غوره کړې.

آیا موږ کله هم چوپ شوي او غوږ شوي یو؟ آیا څه چې وایو نه غږېدلې کلمې او ویناوې دي؛

که د نورو له خزانو د خپل فکر د جبونو ډکول!

موږ ځېنې شیان په خوله غواړو، ځېنې شیان په خپل خیال او پټو احساساتو کې ساتو؛

ځېنې شیان بیا په فکر کې لرو او هره شېبه د خپلو غوښتنو فصل ریبو.

ښایي ووایو ما دغه یا هغه شی نه دی غوښتي!

ناکامۍ او ناروغۍ، لوږې او تندې، یخنۍ او ګرمۍ، غمونه او دردونه هېڅوک نه غواړي؛

نو دا له کومه شول؟!

راځئ چوپتیا تجربه کړو،

راځئ  چوپتیا ته غوږ شو، ګوندې د ژوند لوى لوى رازونه واورو.

***

 

خپل شتون راوباسم

 

د ژوند ساړه او تاوده ټول له خپل اصیل کوره د جلا شوي روح د اړتیا له مخې دي.

هر وضعیت، هر قالب یوازې د روح د اړتیاوو له مخې شتون لري؛

نو فرد هغه څوك كيږي چې ذهن او كړنې يې راوړي.

فرد خپل ليكل شوی كتاب دى.

دا چې په یوویشتمه پیړۍ كې مولانا رومي د نړیوال ستړي او مادې ځپلي نسل د پام وړګرځېدلى؛ موږ ته را ښیي چې انسان د مادي، فزیکي او جسمي لوږو، تندو او اړتیاوو ترڅنګ معنوي اړتیاوې هم لري.

او دلته دی چې شمس، مولانا، بایزید، حافظ، رحمان او کبیر د معنوي منډې لاره د كلام په ډيوو روښانوي.

انسان ورو، ورو او د فردي تجربو له لارې د خپل اصیل حرکت او معنوي سفر لاره مومي.

او دا ښېي چې وګړي، څاروي، مرغان، نباتات او حتا مادي اجسام ټول د سترې الهي پروژې ګډونوال دي.

***

 

د غږ میدان

 

موږ سره لېرې  یو؛ خو دا واټن یوازې جسم ته معنا لري.

غږ زموږ رویبار دی. غږ زموږ راشه درشه ده.

غږ موږ سره نیږدې کوي. غږ زموږ میلمستیا ده؛ او موږ هم کوربه هم کوربانه!

 موږ غږ اخلو، غږ غږو او غږ رسوو.

د غږ میدان زړه دی. پاخه او ښه، ښاد او مینه ناک غږونه یوازې له زړه را وځي.

ذهن د ګټې غلام دی.

ذهن انسان په مادي اړیکو کې ایسار ساتي.

یوازې زړه دی چې په غږ سره خندا، خوښي او مینه روزي.

موږ هم د زړه یوه پاچا ته واک ورکوو، څو غږ راباندې واوري؛ غږ ام واوروي او غږ کې مو بوځي.

هر فرد خپله، خپله شپه لري. شپې تیاره جوړه کړې، څو موږ دروني دنیاوو او كيهانونو ته ولاړشو.

زموږ دننه نړۍ هم ستوري لري، هم سپوږمۍ او هم روڼ لمر!

همدا زموږ د اساسي ځمکو او وطنونو ټاټوبی دی.

موږ هومره څه دننه لرو چې پوهه یې دننه راپکې ویښه شوې.

موږ د خپلې اګاهۍ په وزرولو الوزو، او هومره الوزو چې اګاهي مو غوړېدلې ده.

زموږ هستي، زموږ دنیا هومره ارته او پراخه ده چې لیدای او پوهیدای ورباندې شو؛

نو شپه له دې خبرې سره ولاړه ده چې دننه نظر وکړو! دننه ولاړ شو؛

خپل شخصي او فردی لمر شو؛ ویې وینو او ترلاسه یې کړو.

                                                              ***

 

خپل کلی

 

موږ او تاسو یو او دا تلپاتې حقیقت چې عشق شته!

عشق د ژوند جوهر دی.

هستۍ د عشق معنا ده.

دا انساني پوهه ده چې عشق یې په شته هستۍ، څیزونو، فکرونو او تمدنونو معنا کړی.

دا د ذهن له دریڅې راوتی واقعیت دی. عشق ځای لري؛ خو چې ذهن یې معنا نه کړي.

عشق شته، خو چې وشي.

عشق په کولو پیدا کېږي؛ ترلاسه کول یې همدا دي.

او عشق دادی چې له ځان څخه وپوښتو:

«زه نورو ته څه کولای شم»

«خدایه!

زما غوښتنې نه؛ ستا اراده دې ترسره شي!»

الهي عشق روح پنځولی. روح نوم نه لري. وطن یې هم نوم نه لري؛ پرته له روح چا هلته پښه نه ده ایښې.

د روح کور د ژوند په  هېواد کې دی. د غږ او رڼا رودونه روان دي او د روح کور ته همداسې لار ورغځېدلې؛

د خیال سترګه موږ هلته وړي.

د روح کلی د خیال په وزرو موندی شو؛

او د خیال بیړۍ بې له ځنډه موږ ته ولاړه ده،

چې زړه له ځانه خوشې کړو؛ خیال را ویښېږي او بیا «زمان» یا«مکان» نشته؛

 موږ پرته له ځنډه په «خپل کلي» کې یو.

                                                              ***

 

د غږ په عمر زاړه او پاخه

 

غږ اصیل دی. نور اصیل دی. غږ او نور د انرژۍ د نه پیژندلي سمندر لاره-پوهه له ځان سره لري.

زما او ستاسو دا نړۍ، ستوري، لمر، سیندونه، کبان او هستي ځکه ژوندي دي چې غږ او رڼا را اوري.

موږ د غږ او رڼا عاشقانه انرژۍ په حرکت او څپه راوستي یو. او لاره هم پرته له ځنډه په«کور»ورسپره ده؛

ځنډ یوازې په ذهن کې دی.

روح نه ځنډېږي.

روح د خدای دی.

او خدای شته؛ زیات نه تشریح کېږي.

خدای نه تشریح دی، نه تفسیر؛ خدای دی.

غږ مینه او ښکلا ده. غږ ژوند او بقا ده.

موږ د غږ په عمر زاړه او پاخه یو.

موږ غږ جوړ کړي غږ مو لوړوي.

زموږ ګامونه د غږ په اندازه ارت او لوړ کرل شوي.

موږ د غږ څېره او ننداره او سورلۍ یو.

زموږ جسم، زموږ حواس، ذهن ټول د زمان او مکان په پولو کې ولاړ دي؛

خو غږ د زمان او مکان دېوال څېرې کوي.

غږ تر هرڅه وځي، الوزي.

غږ تر زمان مشر او تر مکان ارت دی؛ نو راځئ زړه غږ ته ورکړو.

راځئ هغه اصیل غږ پسې د خیال په سترګه ووځو.

راځئ دننه ولاړ شو،  په زړونو کې دیره شو او واورو، چې غږ د چا نښه او نوم دی؟

                                                              ***

 

زه خپل ځنځیري

 

د غږ او رڼا باران روان دی.

هستي شېبه په شېبه ژوند اخلي او پرانيستل کېږي.

زموږ د ذهن برجونه د هستۍ پولې او وروستۍ منارې جوړوي.

موږ د خپلې اګاهۍ په پولو کې له  غورځو پرځو ډکه نړۍ جوړوو او همدا مو د شناخت څلي جوړیږي.

موږ هغه څه لرو او منو چې د پوهې او اګاهۍ پولې مو ور رسيږي.

 زموږ دنیا، زموږ د اګاهۍ قد او هندسه ده.

پرانيستي زړونه، پرانیستې دنیا لري.

څومره چې له خپل زړه او خیال څخه دېوالونه، ځنځيرونه، له ښامارانو ډک غرونه

او له اوره راغلي سیندونه لېرې  کړو؛ هومره مو هستي غوړيږي؛

هومره مو دنیا پراخیږي.

نو خوب او سکون څه ښه دي. خوب او سکون هغه فرصتونه دي، چې موږ پكې غرونه،

اورونه، دېوالونه او زندانونه نه لرو.

بس همدلته پاتې کېږو او سپینیږو؛

خوب او تشه کې ډوبیږو.

                                                              *** 

 


 

 

محمد انور وفا سمندر

 د غږ چینه 

 

دولسمه  برخه 

هستي پرته له خدایه حس کوو!

 

موږ د الهي غږ او نور په دنیا کې اوسو.

هر وګړی، هر ژوندی موجود، هرڅیز؛ نومول شوی؛ په ډاګه شوی.

هر وګړی یو خالص غږ دی چې موږ یې نوم-کلمه یادوو.

هرڅیز یو غږ دی؛ منعکس غږ؛ ټول غږونه موږ ته غږیږي.

رڼا زموږ ده.

دغه دوه آبدي جریانونه ټوله هستي تغذیه کوي.

موږ چې څه خورو،

چې څه څښو،

چې څه موږ ته د ژوند ځواک را کوي؛ ټول د غږ او نور له سمندر را اورېدلې د عشق مېوې دي.

موږ غږیږو؛ خو غوږ ایښودل مو لا نه دي زده کړي.

موږ خپل غږونه اصیله او برتره ژبه ګڼو او د طبیعت په میلیونونو ژبو هېڅ نه پوهیږو.

موږ هستي د خپل لګښت هټۍ ګڼو؛ خو هستي د خدای ده. هېڅ شی پرته له خدایه نشته.

له هرڅه به ووځو؛ خو د خدای له قلمروه، د خدای له مینې، د خدای له هستۍ نه شو وتلای.

موږ هرڅه وینو، هرڅه اوروو، هرڅه حس کوو؛ خو خدای...آ، سوځم؛ نه یې شم ویلای!

***

 

څه چې وینو ژوند دی

 

هغه ژوند چې په یوه لېرې او یوازې وچ زړي کې دی، په ما او تا کې هم دی.

خدای هماغومره د ما هم دی چې د زړي هم دی.

ستوری هماغومره هغه يوازېني ته ورنیږدې دي، چې د تبت د وچو ډاګونو وچ کاڼی نيږدې دی.

خدای شته او تر هرڅه نیږدې نیږدې؛

له نیږدې هم رانیږدې دی؛

له«ځان» چې ورتېر شو!

خدای دلته دی، هلته دی...نو زمان او مکان له کومه شول؟ ماده او انرژي له کومه شول؟

خدایه! حقیقت یوازې ته یې؛ زه دېوال یم او ټول دېوالونه مادي دي!  

دا ما څه وکړل؟ ذهن مې ډک، جیبونه مې ډک، ګېډه مې ډګه؛

خاطرې مې ډکې، کور کهول ډک، کلی او کوڅه هم ډک...

زه د دروغجن زمان او دروغجن مکان دروغو پړسولی او لوړ کړی یم.

زه نه یم؛ دا هرڅه زره زره د خدای دي. او خدای د ټولو دی.

زموږ هره ساه، هر اواز، هر حرکت او هر پړک د خدای دي.

خدایه! څه چې دي ستا دي؛ نو هغه څه دې وشي چې ستا اراده یې غواړي.

شکر، خدایه په دې دعا سره مې زړه ته ډېره خوښي راغله.

خدایه! غواړم زړه مې همداسې سپین او تازه او له رنګونو ډک پاتې شي!

 د نور او كلام دوستانو!

 ژوند وکړئ؛ ژوند کول او د ژوند همکار کېدل لویه دعا ده؛ وګورئ ژوند څومره سپین دی.

راځئ خپل قضاوتونه له ژوند څخه پاک کړو، راځئ خدای ته سپین ور روان شو.

اها، زموږ ټولو کاروان سپین دی.

برخلیک څومره ښکلی شو؛ برخلیک تک سپین شو.

غوږ ږدم، ژوندى استاذ په زړه کې غږیږي:

«یو له هغو څیزونو څخه چې د حق د استادانو په حضور کې یو وګړی ورته لاره مومي؛ هغه د ځان په دننه کې د الهی عشق موندل دي. دا د وجود هغه نه پیژندلې برخه ده چې د چا پام نه ورګرځي هلته دې  عشق او مینه ومومي.»

***

 

د غږ سنګتراش

 

د الهی عشق لوړو ته رسېدل، د هر روح برخليك جوړوي.

موږ ددې لپاره ځمکني شو؛ چې ورک آسمانونه بیا ولټوو.

موږ یوازې شو، چې د عشق په غږونو او رڼاګانو د خدای او هستۍ خدمت وکړو.

موږ ارواوې یو.

ارواوې الهي سپرغۍ دي.

روح د غږ په پښو او د رڼا په سترګو ځان ویني، د ذهن او حواسو تیارې او ژورې پیژني اوخپل اصیل وجود پرانيزي.

او اوس د کلام موسم دی.

کلام د هستۍ اساسي جوهر دی.

ارواح د کلام په الماسو خپل آسماني ښار جوړوي.

او د غږ او کلام سنګتراش ته بیا شاعر وایي.

شاعر د کلام له غرونو نه د فرهاد د اوبو چېنه راباسي.

او دا ټول د عشق برکت دی؛ نو دادى جوړه شوه؛

کوم شاعر چې د خدای له زمانې وم؛ وزېږیدم!

شاعرانه زوکړه د هر سنګتراش فرهاد د زړه ودانۍ ده، چې تاسو ته یې ورونه پرانیزي.

دلته د مینې ساه چلیږي، او مینه ده چې هستۍ ته ساه ورکوي؛

راځئ د خيال په وزرو د رڼا د برجونو او د غږ د رودونو په لور شعروال ور والوزو!

***

 

مینه­ګر رودونه

 

غږ د کلام ټاټوبی دی او رڼا د غږ همزولی آبدي جریان!

ژوند او ژوندي د غږ او رڼا د ستر سمندر څپې او موجونه دي چې د هستۍ په زره زره كې لاره وهي.

شیان او څېرې، نومونه او دريځونه ټول د غږ او رڼا مرجانونه ، لعلونه ، صدفونه او الماسونه دي چې ارواوو اغوستي.

موږ د غږ او رڼا پر اوږو خپل لوی سفر پېل کړی او بېرته د هسک لوړو ته خېژو.

غږ او رڼا د خدای دي.

غږ او رڼا د لوی متعال مینه­ګر رودونه دي. او موږ د غږ او رڼا د رودونو او سیندونو لامبوزن؛

کور ورکي کبان!

هو، هستي«زه»«ته»«هغه» دومره شاعرانه شول!

د غږ او رڼا، له غږ او رڼا ډکو ستورمزلیو!

غږ ستاسو لپاره دی. رڼا ستاسو لپاره ده. بل څه نشته؛

هرڅه د غږ او رڼا راز راز کالبوتونه، کورونه، ماڼۍ او غرونه دي چې ذهن یې د سیاینس او مادې پر ژبه کاږه واږه راژباړي.

ټول غږ او رڼا لري او له ځانه ويشي او په خپل فکر، خیال او احساساتو کې روزي او د ځان پېژندنې او خداى پېژندنې په تجربو كې ځلوي.

موږ ته لمر او ستوري، موږ ته سیندونه او چېنې، موږ ته ګلان او بوراګان، موږ ته خدای او خپل زړه؛

 ټول خپل دي.

نو د لمر او ستورو سترو میلمنو؛ کوربنو!

غږ او رڼا ستاسو خپل جنس دی. غږ او رڼا د ټولو دي؛ خو د هېچا نوم نه دی پرې لیکل شوی.

موږ هر یو جلا،جلا، خو ورسره د غږ او رڼا د كورنۍ بې جنسیته وګړي يو.

موږ لومړنۍ سپرغۍ یو.

موږ لومړني غږونه یو.

موږ د ستر سمندر سپین سپین څاڅکي یو؛

ذهن او حواسو موږ ته نومونه، قومونه، نژادونه او سرحدونه جوړ کړل،

او موږ ځمکني شو.

اوس زموږ ذهن او حواسو غږ او رڼا په تورو او هندسي کلمو کې ايسار كړي

او همدا د کلمو او تورو هندسه زموږ لیک دی، زموږ ادب دی، زموږ شعر او شاعري ده.

***

 

زړونه د سمندر په لور روانې بېړۍ

 

راځئ خپل زړه سپین خوشې کړو، د خیال وزرې واغوندو او د غږ او رڼا په کاروان کې،

هغه ستر سمندر، هغه ستر لمر او هغه نه لیدلي اقلیم ته کډه شو.

سمندر د څاڅکو وطن دی.

موږ لوی وطن هېرکړی او د دېوالونو او برجونو په تنګو او تیارو، بې لمره او بې غږه سوړو ننوتي یو.

موږ سمندر خوشې کړی؛ خپلې تندې په ترخو او له اوره ډکو دوزخي اوبو سړوو.

موږ هلته یو؛ چې باید واوسو.

ژوند سپېڅلی دی. شېبه سپېڅلې ده. چاپېریال او ماحول سپېڅلي دي. موږ باید سپین ګامونه واخلو.

سپین ګامونه موږ د سمندر بچې زېږوي؛

موږ «سمندرزي» د سمندر ګامونه او قدمونه یو؛ خو چې راویښ شو.

راځئ زړونو ته ورشو، زړونه د سمندر په لور روانې بیړۍ دي.

دغه بیړۍ ذهن باندې مه ایل کوﺉ.

د زړه بیړۍ له ذهن او حواسو وتې ستورمزلې سپوږمکۍ ده.

زړه چې پرانیستل شي؛ بیا خدای شته؛ بیا حرکت نشته؛

بیا هرڅه رسېدلي دي. بیا ټول مزل شوی دی.

هو همدا مو غوښتل، سپینه زمانه همدا ده، سپین وطن همدا دى، سپين ګامونه همدا دي.

موږ همهاغه شو چې غوښتل مو! برکت دې وي.

***

 

 

 

 

 

 

 

 


محمد انور وفا سمندر

 

 د غږ چینه 

 

یوولسمه   برخه

 

 

معنویت پېل دی

 

موږ د نوې شېبې اوسیدونکي یو.

حاضره شېبه نوې شېبه ده.

همدا نوی کال، نوی پېل؛ معنويت نوی دی.

او معنويت د کلمې او نور فصل دی.

او موږ د کلام او نور د فصل اوسیدونکي، او دا هرڅه نوي او تازه دي.

موږ هم دا نوی معنوي کال د زړه په حواسو لمانځو.

موږ د زړه سترګو او غوږو ته ځان سپارو،

او د هستۍ د معنوي څېرې له لیدلو او اورېدلو خوند اخلو.

څومره ښه، هره شېبه كولاى شو نوي، تازه او بې جوړې واوسو.

خدایه!

شکر د نوي عمر، نوي زمان او نوي پېل په خاطر.

***

 

د چوپتیا ذکر

 

«ځمکه خو د خداى ده. اسمان خو د خداى دی. دوزخ خو د خداى دی. سيندونه او کانونه خو د خداى دي...پرته له خدايه د بل چا نوم اخیستل، بل څوک يادول شرک دي.

ارام اوسه هېڅ نه شته، يوازې خداى. خدای ته ځان او زړه وسپاره، خدای له تاسره دی.

هرڅه د خداى نښې دي. هرڅه خداى پيدا کړي. او خدایي پوهه کامله ده؛ هېڅ مهال نه تېروځي!»

شپه همدا ده چې نه غږیږي. څوک هغه وخت نه غږیږي، چې بل غږیږي.

د یوه دوست ښه ملګرتیا داده چې ښه غوږ ونیسي. او شپه غوږ ده.

شپه اوري.

شپې څه ته دومره لوی سکوت جوړکړی!

موږ چې چوپ شو، څاروي چې چوپ شي، مرغان چې چوپ شي، بادونه او بارانونه چې چوپ شي؛

څه به غږیږي؟!

خداى چې شته زه به څه ووايم!

خداى چې لرم، زه به څه وغواړم!!

اه؛ خدایه زه غوږ ږدم، زه غوږ ږدم،

ټوله چوپتيا ستا له ذکره ډکه ده.  

***

 

له ذهنه لوڅ

 

غږ د رود او باران، لمر او توفان او هرې ساه په څېر روان دی.

غږ زموږ پېل دی.

موږ له غږ سره شوي یو.

غږ لومړنی دی، او روح لومړنی دی،

او پرته له متعال خدای بل هېڅ نشته!

څېرې د خوبونو څېرې دي، شیان د خوبونو شیان دي.

مادي پایښت نه پېژندلی خوب دی. څو چې مادي وو؛ خوب او خوبولي به وو!

زه د غږ یوویده كنډولى یم، يو نوم یم.

موږ کلام څرګندوو، کلام سپېڅلی دی. هستي سپېڅلې ده.

غږ، او کلام او هستي ټول ښکلي دي،

او ښکلا سپېڅلې ده.

ښکلا د یوې ښکلې ارادې؛ ښکلی تصویر دی چې د خیال سترګه یې تجربه کوي.

ښکلا شته؛ خو چې ولیدل شي.

کلام شته؛ خو چې واورېدل شي.

حقیقت شته، خو چې له ذهنه لوڅ ورووځو.

هرڅه شته، خو چې لیدلو او اورېدلو ته یې سترګې او غوږونه را ویښ کړو.

او داسې سترګې او غوږونه دي چې عرفان او معنويت خوځوي.

موږ د عرفاني دیوانونو او دفترونو په کتلو او لوستلو سره؛ هغه تجربې له ژبې تېروو چې د معنويت ستورو د کلمې په ښار او اقلیم کې په یوازېتوب کې کړي.

لکه د رحمان بابا د کلام او شعر اقلیم؛

«دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا»

دې شنې ورشو ته ټول ازاد وربلل شوي يو.

له ژوندي كلام يو بل غړپ:

«کله چې د خدای پاک د مینې او عشق په باره کې خبرې کوو، باید په یاد ولرو چې د خدای مینه بې قید او شرطه ده.

خدای دې ته اړتیا نه لري، چې خپله اراده د هغو وګړو له لارې عملي کړي؛ چې په مینه کولو نه پوهیږي»

***

 

کامل عشق

 

یوازې عشق دى چې هستي لري.

عشق بقا دى.

عشق ژوند دى.

عشق زموږ برخلیک دى.

موږ عاشقانه ارادې راوړي؛ د عشق څاڅکي یو.

موږ عشق را زرغونوو؛

ځمکه د عاشقانه قدمونو واټ دى.

موږ که خپله اراده عاشقانه کړو، او یوځل ټولې هستۍ ته په عاشقانه سترګو وګورو؛

نو ټولې تیارې سم له واره مري. تيارې حقيقت نلري.

تيارې هغه دېوالونه دي چې ذهن زموږ د روح پرخواوشا جوړكړي.

یوه بله ژوندۍ وينا:

«موږ په ژوندانه کې له ټولو هغو شرایطو سره مخ کېږو؛ چې ژوند یې لري. او له کوم ژوند سره چې مخ یو، هماغه ژوند دی چې موږ یې وړتیا ترلاسه کړې. همدا بشپړ عدالت، بشپړ حقیقت، او همدارنګه کامل عشق دی.»

***

 

د نااشنا ځمکو مسافر

 

د وخت ژوندى ويناوال هارولد كلمپ:

«غم مه کو، هرڅوک په ټاکلې سطح کې قرار لري. ځېنې له تاسو پورته او ځینې ټیټ دي. او دا څه غوره والی لري؟ تاسو یوازې دا غواړئ چې د خدای لپاره پاکه مجرا او وسیله واوسۍ!»

راځئ یوځل د زړه په سترګو یو بل ووینو. راځئ یوځل د زړه په ژبه له یوبل سره وغږیږو.

موږ هر یو یوازې یو.

زموږ ټولو اصلي وطن لېرې  دی.

موږ ټول د ناپیدا ځمکو په لاره ور روان مسافر یاستو.

زموږ اصلي ټاټوبی مینه ده.

موږ مینه ورکه کړې، ځکه په شیانو له یوبل سره خفګان کوو، جنګیږو، مړه کېږو؛ بیا به پیدا کېږو؛

ځکه چې جنګیږو.

موږ څومره چې د شیانو پرسر یوبل وهو، ټکوو هومره مو اصلي مینه ورکېږي، لېرې کېږي.

یوازې مینه ده چې موږ ته ښادي، آرامي او آمن راوړي.

***

 

دی هر وګړی یو ماشوم

 

«نو ته خداى لرې. له خداى سره يې؛ خو پردې شرميږې؛ له خلکو له عادتونو شرميږې.

داسې ښکاري چې زړه دې له خداى څخه ډک دى؛ خو لا ماشوم دی؛ نوى راويښ شوی او ته هغه نه پرېږدې چې راويښ شي، له ځانګو راپاڅي او تا ته ځان ښکاره کړي. له تا سره وغږېږي.

واوره! ښه یې زده كړه؛ له هغه پټ ماشوم څخه چې نه پلار لري، نه مور لري؛ خو ستا په زړه کې له دا دومره زمانې ويده دی، پخلا شه!

له ما یا هغه مه وېرېږه. له هغه د هېڅ شي شرم مه کوه. داسې يو ماشوم د امنې په زړه کې هم و؛

د مريم په زړه کې هم و. د هر انسان په زړه کې هم دى...هغه که راويښ شي؛

شيان، ځمکه، اسمان، ستوري، کائينات، لمرونه، سپوږمۍ­ګانې، وختونه، فضا...هرڅه ورکيږي.

هرڅه به وي؛ خو له خداى سره!»

 کلمه جاري ده. کلمه غږیږي.

موږ، شیان، څیزونه، مرغان، څاروي، ستوري او د رود اوبه ټول دکلمې حاضر فصل جوړوي.

موږ که ددغو کلمو غوږ په ځان کې پرانیزو هستي ټوله مینه ناکه کېږي؛

نو موږ څه غواړو، چېرته روان یاستو؟

***

 

هستي د معنوي غمیو صندوکچه

 

موږ هغه څوک یو چې باید واوسو. نورکسان هم هغه څوک دي چې باید واوسي.

هستي د ستر عشق له برکته را جوړه شوې؛ دغه بڼه یې موندلې.

موږ پرته د عشق له ظاهرېدلو بل څه نه وینو.

هستي د زمان او مکان په قلمرو کې د خالص عشق انعکاس دی؛

نو هېڅ شی اضافي، بې ځایه او ناروا نه دي.

یوازې زموږ ذهن دی چې ځان روا او نور ناروا فکر کوي.

موږ باید له ټولې دغې هستۍ سره چې کرکه مو ترې کړې، او بده مو ګڼلې؛

روغه وکړو؛ مينه وكړو.

 سوله یوازې په عاشقانه زړونو جوړېږي.

 زموږ ژوند، چاپيريال، هيواد، دنيا عاشقانه ارادې جوړ كړي؛

خو موږ په مينه شرميږو، د عقل او فكر لويان يو؛

څو ماشومان نشو مينه نشو كولاى!

***


 

 

محمد انور وفا سمندر

 

 د غږ چینه 

 

لسمه  برخه

 

د هستۍ رنګین باغ

 

هر انسان تر هغه ډېر زوړ او پوخ عمری دی، چې له څېرې يې ښکاري.

انسان روح دی، او روح مخکې تر دې چې زمانه پیدا شي، و!

نو دغه ژوند د روح لپاره یو فصل دی.

روح له الله څخه راغلی. او له الله څخه ټول راغلي شیان نیک، سم او پرځای دي.

موږ باید له یو بل سره د هغو رنګارنګ ګلانو په شان چلند وکړو؛ چې په باغ کې يو بل ښايسته كوي.

ګلان چې څومره رنګارنګ وي، ښه ښکاريږي؛ او بڼ بډای ښکاري؛

سرنوشت دادی چې هره الهي زره په ابدي ګل واوړي.

آیا موږ دا حق لرو، چې د هستۍ په دومره لوی باغ کې يوازې خپل رنګ ولمانځو.

یو رنګ څنګه ووینو، رنګونه باید ډېر وي، چې زموږ جلا رنګ ښکلا پیدا کړي‎!

کله چې د معنوي غوړېدنې هغه پړاو ته رسیږو، چې له نورو سره د وېرې، قهر او غرور پرځای په مینه چلند وكړو؛ نو د خدایي کور په لور د ورګرځېدلو په لور مو ستر ګام اوچت کړی.

***

 

کور مو برخلیک دی

 

د ادب او کلام دوستانو!

 موږ غږیږو؛ ځکه چې زړه غږیږي.

موږ غږیږو، ځکه چې زړونه مو كور یادوي.

موږ غږیږو، ځکه چې کور را نه پاتې دی؛

کور مو برخلیک دی.

موږ آسمانونه هېرکړي؛

موږ په وچه کې لویدلي؛

خپل ستر سمندر مو هېرکړی...

موږ غږیږو، غواړو خپل کور او سمندر را په یاد کړو.

غږېدل د كور ذكر كول دي؛

نو د غږ او رڼا د كاروان هم مزلو د نارو له همدې ګامونو سره ستاسو خیالونه، احساسات او له نقاشیو ډک زړونه ښكلوم او خپلې سرې شونډې د غږ او رڼا پربام خوشې کوم.

***

 

سکوت ټوله وینا

 

چوپتیا غږ ده، کلمه ده، پوهه ده؛

سندره او ترانه ده.

آیا کله مو د سکوت په اورېدلو زړه ورکړی؛ سکوت په زړه کې پرې ایښی؟

سکوت دکور لاره ده.

سکوت نه لیکل شوی کتاب دی.

سکوت نه زېږېدلی شعر دی.

ایا موږ یوازې په سکوت او چوپتیا کې تازه کلمې،

تازه افکار، تازه ویناوې، تازه سندرې موندلې، لیدلې او راوړې دي!

***

 

سکوت نااشنا ژبه

 

موږ هغه وخت د یار غږ اورېدلی شو چې غوږ شو.

غوږ ایښوول لوی هنر دی. موږ ټول هنرونه زده کولاى شو؛ خو په خپل تل كې ويده سکوت مو لا نه دى لوستى؛

سواد مو ورك كړى!

دا ځکه چې سکوت بی بیې دى،

سکوت څوک نه را باندې خرڅوي،

سکوت وړیا دی، سکوت زموږ خپل دی؛

مخکې تر دې چې وشو سکوت و. لومړی سکوت و بیا غږ شو؛ راغی هستي یې راوړه.

سکوت ته به زړه ورکړو؛ څو د کور څرک وکوو. پرې به ږدو چې سکوت خپله نا اشنا ژبه زموږ پر زړه ولیکي؛

بې کلامه غږ همداسې لاره کوي.

***

 

 

 

ژوندی کلام

 

موږ هغه څه ته هڅه كوو چې د خپلو اړتياوو په توګه مو منلي او زده كړي!

خو ښایي دا زموږ اصلي اړتياوې نه وي! ایا جسم او ذهن زما اصیلې اړتیاوې پېژني؟!

که زما کور په جسمي یا ذهني حسي یا رواني پوړیو کې وي؛ نو ورځنۍ منډې مې د اړتیاوو لپاره دي؛

خو که کور په بې کورۍ، بې زمانې او بې مکانۍ کې وي؛

نو بیا خپلو اړتیاو ته نه یم ورغلې؛ خپلې اړتیاوې مې نه دي په یاد راوړي؛

خدای شېبه شېبه زموږ يوه، يوه اړتيا را ته منظوره کړې. موږ د خپلې اصیلې اړتيا څيزونه شېبه په شېبه ترلاسه كوو.

هغه څه چې د خوراك، څښاك، پوښاك او هوسايۍ لپاره لرو، زموږ خپل نومونه پرې ليكل شوي.

خدايه! د ژوندي ليك، رخلیک، کلام په خاطر ډېره ډېره مننه!

آیا دا ژوندی کلام نه دى:

« د ژوندانه درسونه موږ ددې لپاره تزکیه کوي؛ چې غوره کسان واوسو»

موږ دننه په ځان کې د خیال لوى ښار لرو؛

موږ د لطیفو حواسو جلا فصل لرو؛

موږ د خپل پټ ښار په بهرني وره کې حیران ناست یو!

موږ دننه نه دي کتلي؛

موږ دننه څه شی نه دي موندلي؛

 موږ خپل د ماشومتوب خوبونه هېرکړي!

موږ وچه خوله او نهار ولاړ یو.

موږ باندې د ښامار کیسه شوې.

موږ د ځان دننه شنه او سره کانونه نه دي پرانستي. 

ښايی همدا شېبه زموږ لپاره ددغه لوی کشف ډګر وي؛ نو راځئ دا وړیا لاره په مخ ونیسو.

 هو، له خوب او خيال سره به يوازې شو.

***

 

ذهن سیوری دی

 

غږ او رڼا له موږ سره دي. موږ د غږ په ډیوه د خپلو نا اشنا ځمکو په سفر وځو.

ځمکې دننه دي؛

قلمروونه، ستوري او لمرونه ټول دننه دي؛

د بدن وړوکی کیهان د هستۍ هنداره ده.

موږ څه شی چې غواړو؛ هغه وینو. تور رنګ د مادې رنګ دی.

ماده سیوری پېښوي. دغه د شپې سیوری هم د مادې سیوری دی.

څومره چې ماده انبار کېږي؛ سیوري په موږ کې نور هم لوړیږي.

تیاره د مادې دېوال جوړه کړې. او دا ذهن دی چې د حجم هندسه کې ځغلي.

موږ د ذهن رنګونو او سیوریو او دېوالونو را ایسار کړي یو.

اصلاً سیوری نشته!

سیوری هغه پوله ده چې ذهن یې پیژني،

او د ذهن پېژندنه وچه ده، بې ساه ده، او مړه ده.

موږ یوازې د زړه له لارې ټوله هستي په ځان کې ځلولای شو.

او زړه به غږ مومي. زړه به غږ پسې لاره نيسي، زړه بې پښو ځي.

زړه سیوری، دېوال،  حجم او شپه نه جوړوي.

او همدا د غږ اصیله رڼا ده.

ژوندى كلام:«سترحقیقت په هېڅ کتاب کې نه دی لیکل شوی؛ بلکې ستاسو په زړونو کې لیکل شوی.

د نړۍ  ټول کتابونه به بې ثمره وي؛ که چېرې ستاسو د زړه له پرانيستلو سره مرسته ونشي کړای!»

***

 

زه د غږ یوه تالنده

 

سمندر را چلېږي. زموږ زړه کې د غږ او نور د سمندر څپې نڅېږي،

غړمبيږي، تالنده او بريښنا جوړوي.

موږ د نور او صوت یوه فزیکي ننداره یو؛

موږ د نور یوه، یوه وړانګه یو؛

موږ د غږ یوه یوه تالنده یاستو!

های، ژوند، هستي، ځمکه، انسانان، څیزونه څومره سپېڅلي دي!

موږ د ستر سمندر د خولې شعر یاستو. موږ څاڅکي یو؛ آبدي څاڅکي.

څاڅکي نه مري.

څاڅکي د ژوند له جنسه دي.

هرڅه له آبدي جنسه دي. یوازې څېرې دي چې پور یې اخلو

او بېرته یې ايسته غورځوو او خپل اصلي وطن ته  ستنیږو.

***

 

ژوند یوازې ځغلي

 

ژوند را پكې ځغلي. شپه او ورځ ځغلي؛

دا نا پایه ډالۍ­ د یار له کوره پرموږ را اوري؛

موږ ته تن او پوست کېږي؛ کور او مالت کېږي،

موږ ته ژوند او چاپېریال کېږي.

موږ ته آسمان جوړوي.

موږ ته ستوري را ځړوي.

موږ ته د سپوږمۍ عاشقانه ډیوه بلوي.

دا هرڅه زما او ستا لپاره دي. موږ دومره ستر بزم راټوکولي او آزاد خوشې کړي یو. 

هی هی، هستي څومره عاشقانه منظره لري او زه تازه په دې پوه شوم.

***


 

 

 محمد انور وفا سمندر

 

 د غږ چینه 

 

نهمه  برخه

 

د غږ څېره او ننداره

 

انسان د کلمې یو څرک دی.

انسان په نور او صوت کې پروت؛ خو ويده دی.

انسان ویده کلمه او ویده رڼا ده.

هغه دكلمې د سمندر کب دى؛

خو په وچه پروت او ځان سمندرزی ګڼي.

کلمه د هستۍ هېواد دی.

کلمه د غږ څېره او سندره ده.

غږ کلمه په ډاګه کړې او کلمې زه، ته، هغه...ټول.

***

 

زړور زړه

 

موږ د کلمې شعر غږوو.

شعر د زړه په ګوتو جوړه نقاشي ده

او زړه هغه وخت نقاش راوځي، چې عشق يې خوب ور والوزوي.

عشق د زړه جنس ور اړوي؛ زړه زړور کېږي.

عاشق زړه په معنوي الماسو اوړي. زړه خپله ژبه داسې مومي؛

زه شعر ښېم.

***

 

شعر د هرڅه ذات

 

موږ شپه وینو؛ خو ستورو ته پام نه اړوو.

موږ ژوندي یو؛ خو ژوند نه کوو؛ ژوند د زړښت په خاطرو کې را په یادوو.

ټوله هستي زموږ ده او موږ خپله برخه ډېره خواره فکر کوو.

افسوس چې د شعر ژبه مو پرې ایښې، او ګيلې او نيوكې زده كوو!

افسوس چې د خیال سپین آس مو هېرکړی،

او د وزرماتو او پښو ماتو ټپسانو او كارغانو غږونه وباسو.

ژوند شعر دی. هستي شعر ده. دا شپه هم شعر ده،

 نور نو موږ یاستو چې ژوند، هستي او دا شپه بېرته په هغه ښکلي شعر واړوو، چې د هرڅه ذات او جوهر دی.

                                                              ***

 

بې زړه شپې ورځې

 

نو شعر څه شو، شعر ذهن تر پښو لاندې کړ.

ذهن ژوند، هستي، او دا شپه تر پښو لاندې کوي؛

ځکه نو موږ هستي او دا شپه په ستورو کې وچه تیاره کېږدۍ وینو.

موږ شاعر زړه ویده پرې ایښی.  

موږ مینه نه ده زده کړې.

موږ د مینې په کولو شرمېږو. موږ ښکلاوو ته نه شو کتلای.

موږ خپل شاعر زړه ماشوم پرې ایښی.

موږ ژوند ته د ګناه په سترګو کتلي.

موږ ټول عمر په ناشکرۍ کې تېرکړی؛ نه راویښېږو.

دردونه او خنډونه ځكه سر اوچتوي، چې موږ مينه شوو.

په مينه كې (زه) او(ته) سوزي مینه کېږي؛ نوشعر همدا دی!

کله چې زړه غږیږي، شعر جوړیږي او انسان ګوري چې څه شپې ورځې وې چې بې زړه یې تېرې کړي!

***

 

زه خپل یم

 

غږ او رڼا په موږ كې ګام اوچتوي.

موږ د غږ او رڼا لارې؛ دریڅې یو.

غږ او نور پر موږ لاره لري. د غږ لاره له سپین زړه ده. د نور لاره د خیال سترګه ده.

او شاعر انسان، ویناوال انسان بل څه نه لري پرته له سپین زړه او د خیال له سترګې!

شاعر او ویناراوړونکی په موږ هر یوه کې دننه ویده دی.

موږ که غواړو ښه کار وکړو؛ نو خپل ویده شاعر باید راویښ کړو؛

هو، شاعر ستاسو خپل دى. ته «خپل» یې. زه «خپل» یم.

***

 

کله چې زړه له مینې ډک وي

 

د ژوند سفر د کلمې سفر دى د هستۍ په ستره لمن کې.

موږ له غږ او رڼا راولاړ شوي یو.

زموږ لاره په غږ او رڼا کې ده.

غږ او رڼا زموږ هستي را جوړه کړې.

موږ د غږ رنګینې څېرې یو؛ نو له خپلو څېرو سره به پاتې شو.

ژوندۍ خبره:

«کله چې زړه دې له عشق څخه ډک وي نور نو د وېرې لپاره ځای نه شته!»

***

 

برخلیک بلنلیک

 

خدای مینه کوي او موږ د مېنې له جنس څخه یاستو.

زموږ د برخلیک پاڼه د مینې په رنګ لیکل شوې.

برخلیک مو د بېرته وربللو له مینې ډک بلنلیک دی.

زموږ راتلل د مینې راوړل او وړیا ویشل دي.

مینه هغه وخت موندل کېږي چې وشي. موږ چې څومره مینه ورکوو؛ لازیاته یې ترلاسه کوو.

مینه يوازېنی څيز دى چې نه اندازه كيږي.

مينه بې زمانه ده.

مينه ځواني او زړښت نلري.

مينه مرګ او ژوند نلري.

مينه فقط شته. مینه یعني زیاته مینه؛

ترپایه مینه؛

د هر څه مينه.

لمر ځکه دومره لوی دی، چې په ټول ځان رڼا او ژوند خپروي.

له لمره چې څومره غواړو هومره ګټه اخلو او لمر عاشق دی.

***

 

 

بدن پل دی

 

 موږ یوازې همدا«اوس» ژوندي یو. پرون مړه ده، سبا لا نشته؛ یوازې اوس شته او زه اوسنی یم.  

ژوند یعني دا څه چې یو! زموږ هستي په دغه بدن کې را ټوله ده، او دغه د بدن ماشین لویه ورځ له طبیعت، له خواوشا نړۍ، له خپلوانو، ګاونډیانو، او نورو وګړو سره د حواسو له لارې اړیکې نیسي. یوڅه نورو ته ورکوي یا ورته اوروي، یوڅه له نورو را اخلي؛ خو اوس څه نشته. زه دې همدې شېبې زوکړه یم.

بدن زموږ لپاره یو پُل دی. هغه څه چې موږ یې نورو ته ورکوو یا یې له نورو رااخلو، د همدغه پله له لارې ځي او راځي. آیا دغه د بدن حساس ماشین، دغه د راکړې او ورکړې پُل موږ ښه څارلی؟!

هغه څه چې زموږ په خاطرو کې ګرځي را ګرځي، هغه څه چې په ذهن او حافظه کې لرو، هغه څه چې موږ ته ښادي رابښي یا مو ځوروي؛

ټول موږ په خپله بدن ته ورکړي.

زموږ ذهن او د حافظې ماشین همدا شېبه څه غږونه او کلمات را اوروي؟

ښایي موږ له ناښادو غږونو او منفي افکارو ډک شوي وو؛ خو دا مو پخپله غوښتي.

دا چې نړۍ او خواوشا ماحول را ته تور او له تورو غږونو ډک بریښي؛ دا توره نقاشي موږ پخپله د خپل وجود دننه را جوړه کړې. موږ د ځان ساتنه سمه نه ده کړې.

موږ د غږونو او کلمو په یو ډک موسم کې ورځ تېروو؛ خو یوازې مو کاږه غږونه، ترخې خبرې، کرکې، رخې او سخت عاطفي دردونه، پخپله را پرې ایښي، چې زموږ آرامه شپه له چېغو او دردونو را ډکه کړي.

زموږ عصبي نآرامۍ، زموږ د تن دردونه، زموږ د زړه خفګان ځکه را منځته شوي، چې موږ د بدن د وتو او ننوتو دروازې ښې نه دي څارلي.

موږ هغه طلایي لمر، چې ټوله ورځ په چوپ اواز پر موږ اورېده او مینه یې راسره کوله؛ نه دی پرې ایښی، چې زړه ته مو را دننه شي.

موږ هغه مرغه چې د ونې له پاسه یې وړیا سندره را ته ویله نه دى پرې ایښی، چې را دننه شي او په موږ کې ځاله وکړي او اوس را ته تازه تازه سندرې وغږوي.

موږ هغه ماشوم چې بې مقصده یې را ته خندل، په خپل زړه کې نه دی پرې ایښی...

موږ ډېر ډېر څه نه دي پرې ایښي چې خیال، ذهن او حافظې ته مو راشي، نو دا د ذهن او حافظې سره شپه مو پخپله جوړه کړې.

که له دې سرې تبې د شپې سړې او چوپې غېږې ته ننوځو، ښایي هوسا شو.

ښایي هغه غږونه د زړه په غوږونو واورو، چې هېڅ خوله او هېڅ فزیکي اله یې نشي جوړولای.

هیله ده نن شپه يو ښه پيل وي.

موږ د خداى د نور او كلام په لويو كيهانونو كې د خيال مزل پيلوو؛ چې خپل عاشقانه بخت تجربه كړو؛

چې د عشق، پوهې او آزادۍ د آسماني سرچېنې په مینه ناکه غېږ کې خپل معنوي سفر پرمخ بوځو.

***

 

 

 


محمد انور وفا سمندر

 

 د غږ چینه 

 

اتمه  برخه

 

روح تر زمان مشر دی

 

ژوندى كلام:

«سپېڅلې ارواح په ټاکلي وخت، په خپله فردي طريقه عمل کوي»

روح د عشق سپرغۍ دی.

دغه ستره نښه په  نور او غږ کې راغلې؛

چې په ځان خبرۍ او خدای خبرۍ سره بېرته  راويښه او د زړور ګوربت په څېر خپل هېرکور ته الوت وكړي.

روح ستر دی، مشر دی؛

 اصلاً عمر نلري.

عمر په زمان پورې تړاو مومي او روح تر زمان مشر دی.

روح راغلی چې لومړني صفتونه زده كړي:

(عشق، اګاهي او آزادي).

***

 

د غږ په ډیوه

 

ځمكه زموږ شپه ده

او موږ د غږ په ډیوه د خپلو را نه ورکو او هېرو ځمکو لاره وهو.

 لاره تیاره ده، پته نشته،

پښه ایښول وېرې له ځان سره لري؛

خو ځیر به شو،

ګوندې (غږ) را باندې وشي؛

غږ واورو!

ګوندې کوم ډیوه په لاس سلطان په دومره يوازېتوب راننوځي؛

له هرڅه ډک شو.

 راځئ زړه ته لاره ورکړو.

راځئ د زړه په پښو ووځو.

راځئ په زړه ځان وسپارو.

 زړه عاشق دی او د اصیل یار کور يوازې په زړه کې دړه پرانیزي.

زړه په هغه څه زړه بایللی چې رښتیا هم شته.

زړه ښکلا لیدلې.

زړه د یار له عشقه ډک دی. راځئ زړه ته ځان وسپارو،

هو، رومي مولانا، رحمان بابا او نورو د كلام ستورو همداسې وکړل!

***

 

مولانا؛ د کلمې سیلانی

 

مولانا د كلمې اوسیدونکی دی.

مولانا کلمې وغړمباو، تالندو د کلام په اوبو تومنه کړ

او د بريښنا په اور کې ونڅېد، وپړکېد؛

مثنوي یې راوړ.

مولانا کلمه پيدا كړه او كلمه يې رسوا کړه.

هغه د عالم، شيخ او مفتي په منصب لولپه شو؛

د مينې ګوربت راوړ.

هغه مخورتوب او د دانشورۍ دبدبه پرېښوه، له مقام راولوېد،

له منزله لوړ ولاړ او داسې ځای ودرید چې سترګو نور نه پېژانده.

هغه ته د عمر ټوله (سرمایه) بار او پېټی شوه؛ او بیا یې هرڅه د عشق په قمار ووهل.

 مولانا رومی خپل نوم او القاب ټول په غږ ورکړل.

هغه د غږ او رڼا د استاذ مرید شو؛ هغه د نور نندارې ته ودرید.

هغه هرڅه د شمس په نامه له لاسه ورکړل او د هغه د سترګو د څار او ژورې موسيقۍ لپاره شپيلۍ شو.

هغه په هغه سپين اور كې ځان وسوزاوه، چې د شمس له سترګو ور باندې اورېد.

 موږ غواړو په ذهني سترګو او حواسو او وزرو سره دا مولانا بیا ومومو.

زموږ چلند کاغذي مطالعې او کاغذي کلماتو جوړ کړی،

او مولانا هغه وخت وزېږید، چې د کلمې ښار ته د شمس په سترګو ورسيد.

او دا د هستۍ تجربه وه.

دا د نور او صوت موندنه وه؛

نو موږ هم خپل دیوان او دفتر تړو او د كلمې او نور د اصیل جنس د تجربې په هیله سر په بالښت ږدو؛

ښایي د کلمې ژوندى سلطان را باندې پېښه وکړي!

هو، چوپتیا د کلمې مور او پلار ده.

***

 

د سمندر رنګین کنډولي

 

د غږ او رڼا پر وږم سپرو دوستانو!

 غږ او رڼا د ژوند دنيا ده. دغې سپېڅلې دنيا كې د ځانونو هرکلی کوو.

غږ را اوري.

موږ د غږ  او رڼا كنډر ويالې یو. غږ موږ کري.

غږ موږ شنه کوي. غږ په موږ کې را ټوکېږي.

موږ او تاسو د غږ او رڼا په ننداره بدليږو.

زموږ ښه شیان، زموږ مېوې، زموږ ښکلاوې؛

 زموږ ځلاوې ټول له غږه او رڼا را ټوکېدلي.

غږ د هستۍ لومړنی ګام دی.

هستي، کاینات، ستوري، سیندونه ټول له غږه راغلي او پلي شوي.

او موږ يو بل ته د غږ او رڼا د سمندر رنګين كنډولي ورکوو.

***

 

سکوت غړمبېږي

 

شپه چوپتیا راوړې؛ چوپتیا ده؛

ده په سکوت ډکه؛

سکوت څپې، څپې؛ د شي او سړي په شمېر؛

لارې، لارې بهېږي؛ غړمبېږي.

شپه د چوپتیا په لور روانه ده.

شپه د سکوت په لور ور بهیږي.

شپه په سکوت کې خپل برخلیک اوري.

او موږ هم له همدې سره سکوت ته ور کډه کېږو،

هو، خدای شته؛ موږ څه غواړو ووایو؟!

***

 

هرڅه مینه پیدا کوي

 

سکوت د میېن ژبه ده؛ مینه ده؛

مینه ده چې هستي پیدا شوې.

خدای پاک دا هرڅه مینه کوي؛

په مینه پیدا کوي.

مینه د تخلیق ژبه ده.

 هستي خدای غوښتې، او هغه يوازې مینه دی؛ مینه کوي.

موږ په هغې هستۍ کې ژوند کوو چې د خدای له مینې ډکه ده.

راځئ خپلې خواوشا ته یوځل په مینه نظر وکړو.

آیا هغه (ګل) چې خدای د «زه» «ته» «هغه» او هر وګړی(نر یا ښځه) په بڼه پيدا كړی،

تر اوسه مو ښكاره كړى؟

آیا ما تر اوسه خپلې دننه ښكلاوې رڼې ليدلي او ښوولي؟

كه داسې وي؛ نو جګړې څوك كوي؟ ژوند څوك وژني؟!

تر هغو چې(زه)وژنه كوم؛

بدرنګي ده؛ بدرنګه يم،

دوزخي يم، او خداى مې ورك كړى.

***

 

د مینې څېره

 

دنیا د لویې مینې ننداره ده.

د دنیا هر جنس له عشقه دى. هر موجود د مينې څېره ده؛ ننداره ده.

دا مینه ده چې زما او ستا څېرې یې اغوستي.

موږ کولای شو له همدې شېبې د مینې په ژبه خبرې وکړو.

اصلي ژبه مینه ده. مورنۍ ژبه مینه ده، لومړنۍ ژبه مینه ده!

د مینې په ژبه انسان، حیوان، نبات آن کاڼى هم پوهیږي.

ډبره توږونکی له ډبرې سره مینه کوي

او ډبره ورسره ښویږي، ښایسته کېږي په څېرو او ښکلاوو را لوېږي.

دا لومړنی انځورګر دی چې را ښکاره کېږي!

ډبره هم يوه ويده مينه ده، چې د څټك په غږونو راويښيږي،

زه هم يو ويده عشق يم، چې د رڼا او غږ په سپین اور کې سوځم؛

راويښيږم.

***

 

کیسه، کیسه­ګر او نندارچي

 

ژوند سپینه پاڼه ده چې موږ ورباندې خپل برخليك لیکو.

بدن زموږ دیوان دی؛ لاسونه بیتونه، سترګې غزلې، ذهن نقدونه.

ما خپل شعر هغسې راویستلای، څومره چې را په کې و. 

زه په داسې چاپېریال کې اوسم چې پخپله مې ځانته غوښتی او لیکلی.

زموږ بدن، زموږ ځواني او زړښت، زموږ ناروغۍ او بدمرغۍ زیاتره موږ پخپله غوښتي او لیکلي.

که خپل کړه وړه او د فکر ډول ښه تر څار لاندې ولرو؛

 نو پوه به شو چې ماتې او بري مو پخپله غوښتي او لیکلي.

نو چې هرڅوک خپل لیکوال شو، بیا کیسه، كيسه لیکوال او نندارچي څوك شول؟

***

 

 

 


 

محمد انور وفا سمندر
د غږ چینه  

 

په مین کلام سره

موږ د غږ سندربول یو.
موږ د غږ رباب او شپېلۍ،
ویلون او سرنده یو. موږ خپل اصل غږوو.
غږ زموږ اصل دی.
غږ په موږ کې بهیږي.
د موږ زړه پر هغه زاړه او لرغوني شاعر ډک دی.
شاعر زموږ د زړه دنیا په خپله مینه خوځوي، او موږ مینه کوو؛
ځكه چې پرته له مينې هېڅ شى شتون نلري؛
پرته له مینې د هېڅ شي شتون نشته!
 نو ټول غږونه مو د مينې لپاره دي.
نومونه مو د مينې په لور پلونه دي.
موږ په مين كلام سره د مينې كيهان ته ور درومو.
***
 
د غږ په پلونو

غږ عاشق دی؛
عشق دى. هر غږ په معشوق پسې یوه ورکه چېغه ده؛
خپله عشق دی.
موږ غږیږو؛ ځکه د عشق په کور پسې لاره نیسو.
غږونه زموږ پلونه او ګامونه دي د هغه سپین یار په لور.
موږ په غږ کې بېرته کور ته ستنیږو.
غږ د کور لاره پیژني، او دادی بیا هم پل پورته کوو.
***

ښکاریم زه د غږ لپاره
 
موږ بې له دې چې پوه شو، په غږ کې لاره وهو.
موږ د غږ په وزرو سپاره يو.
غږ غږولي؛ غورځولي؛ ور بللي؛
غږ زموږ کور دی.
غږ لومړنی جنس دی.
غږ موږ راوړي او پرې ایښې یو، او دادی په غږ-غږ كې لاره وهو.
پر موږ د مینې غږ شوی؛ مینه شته!
د موږ پر مینې غږ ورځي
او موږ د مینې غږ ښکار کوي.
زه چې یم؛
هغه ښکاري دی.
زه ځم؛ ځان پرېږدم؛
کور مې د غږ یو سپین څرک دی.
زه ځم، د خوب پر وزرو الوزم؛ خپل سپین کور ته ستنېږم.
آه، کور؛ خو همدلته دی.
کور؛ خو زړه دی.
شاعر هم زړه دی.
مینه هم د شاعر او زړه ګډه سندره ده.
راځئ غوږ شو، خپل زړه ته غوږ شو.
د زړه شاعره وایه زه نور نه غږیږم، زه نور نه غږیږم.
***
 
د نور خوراک

روژه او ذهن پاك ساتل زموږ په زړونو كې د مينې رودونه راويښوي.
موږ روژه پرځان، پرخپلو حواسو او پر خپل ذهن جوړه وو چې د زړه کور آباد کړو.
موږ سپین زړه د دنیا تر ټولو خوراکونو او مېوو او شهوتونو لوړ ګڼو.
موږ د دنیا دکور ترڅنګ د زړه کور جوړوو.
زموږ ټوله ښکلا په زړه کې پټه ده. آیا کله زړه ته ورغلي یو؟
موږ چې د ذهن او حواسو روژه نیسو؛
نو د غږ او رڼا سمندر دننه غېږه را ته خلاصوي
او نور او غږ مو خوراك ګرځي.
***

ټول د مینې له جنسه

د مادي شپې د چوپ اقلیم په دننه کې
زموږ د غږ او صوت کاروان
 له تاسو سره د آبديت په لور لاره نیسي.
موږ غږ راوړي؛
غږ مو مخکښ دی.
غږ مو تګلوری دی؛
غږ موږ وربولي.
موږ د غږ په پټو او زینو د ورک کور لاره نیسو؛
موږ ځو، ټول ځو.
دا د ارواحو ستر کاروان دی.
موږ په مینه کې د مینې کورته؛
مینه، مینه ځو!
موږ د مینې په لور منزل وهو.
 آیا دغه غږونه چې موږ یې کاروو؛ دومره ښایسته دي چې د مینې هېواد ته پښه کېږدي؟
آه، مینه، مینه یوازنۍ کلمه ده چې د کور ور به پیداکړي.
 هو، موږ مینې پیداکړي؛
مینه مو بقا ده. 
موږ مینه یو؛ پیدا مو کړه؛
موږ ټول د مینې له جنس څخه یو. برکت دې وي پر دې پیژندنې!
بس لویه خبره همدا وه،
غوږ به شو چې زموږ په تل کې ویده مینه څه سرودونه را ته غږوي!
***

پرته له هغه هرڅه دروغ دي!
 
زړه زما او هغه کور دی. دا زموږ تر ټولو نیږدې حقیقت دی.
زړه مو په مینه ورکړی؛ د خدای لپاره مو زړه سپین ساتلای.
اخر د خدای دی؛ موږ تش یو؛ څه نه لرو؛
خدای شته!
خدای لرو؛
خو په رښتیا څه غواړو؟!
خدای یوازې مینه كوي؛ ځکه شتون لرو؛
 ژوند مینې غږولې، روزلی؛
او مخ په لومړني کور بیولای.
مینه خدایي ناره ده؛
زړه کې څوک نه ځایږي پرته له هغه نه!
خدايه!
څه نشته چې ويې غواړم؛
تا هرڅه راته غوښتي؛ ستا د مهر او مهربانۍ په خزانو یوازی تاسو اګاه یاست؛
زه  يوازې غواړم چې ستا د ارادې او خوښې كرونده شم.
غواړم ستا رڼاوې او غږونه راشي او ما ټول يوسي.
هو، پرته له خدايه هرڅه دروغ دي!
***
 
د الوت ډګر دننه دی

كلمه مينه ده. كلام مينه دی؛
او همدا کلمه له موږه ورکه ده.
موږ ځکه په شعر زړونه تشوو، چې كلمه مو هېره ده.
موږ غږ نه پېژنو، رڼا مو وركه كړې
او شپې د ډيزلو او غازو په تپونو او دودونو سبا کوو.
موږ د ژوند، مینې او کلام لپاره خپلې کلمې او غږونه د شعر په وزرو کې خوشې کوو.
زموږ د مینې­ لیک د نا اشنا مرغه په مښوکه کې د رانه ورک یار کور پسې مزل وهي.
د الوت ډګر دننه دى.
موږ ورک یو. مرغه هم ورک دی؛
 کور هم ورک دی؛
 لاره هم ورکه ده او کلام هم!
او ددې ټولو ورکو وږم زموږ له دننه راځي.
هو، شاعر زړه ښېم.
شاعر زړه له سپين اور څخه جوړ مرغه دى.
ښايي ګوربت يې نوم وي،
ښايي سيمرغ، ښايي هماى...
او ښايي د نور او غږ له جنسه جوړ مرغه!
دا مرغه شته؛
 زه خپله يم،
 ته خپله يې؛
كاشكي راويښ شو!
***

 

 

 

 

محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 

لومړئ برخه

 

د یوازیني خدای په نامه

چې ټوله هستۍ یې ډېره

ښکلې پیدا کړې

 دٌعا!

 

ژوند او چارې مو هغسې چې الله یې غواړي.

او موږ هرڅه الله ته سپارلي،

هرڅه د الله دي. موږ ژوند لرو، کورنۍ لرو، چاپېریال او هېواد لرو.

او ريښتينې دا چې خداى لرو.

خدای دا ټوله هستي جوړه کړې

 او دا لوی ډګر زموږ ښوونځی دی.

موږ ددې پوښتنې ځواب پیداکوو چې ژوند د څه لپاره دی؟

له آسمانونو څخه د روح لېرې  کېدل

او په ماده، مکان او زمان کې میشته کېدل د څه لپاره دي؟

او يوازې همدا شېبه يې وخت دی چې تر ټولو ستره زده كړه وكړو.

هو، كه هرڅه د خداى په نامه،

د خداى لپاره او

د خالصانه مينې له مخې سرته ورسوو؛

نو د ژوند لويه روژه به مو نيولې وي.

ذهن تركنترول لاندې ولره او ټول پام د خداى پر حضور راټول كړه،

د هستۍ د مکتب بیړنی فصل همدا دی.

                                                              ***

 

ځاني کیهان

 

روانه پیړۍ د سرعت او منډو پیړۍ ده.

اوسنی انسان په تېره بیا لویدیځوال انسان چې د تخنیک په جوړه­کړې پاچاهۍ کې حیران او ناهیلی ناست دی، د وخت اقتصاد په مخه کړی.

اوس هغه فرصتونه له منځه تللي چې اروپایي شاهزادګیانې په مجللو، خو خاموشو حرامسرایونو او ارګونو کې له ميلمه شوالیو سره يوازې شي او د پاچاهۍ کاتب ورته د تېر په دوام د ويكتور هوګو د(خوارانو) یا د ليو تولستوى د (سولې او جګړې) د زر او څو سوو مخو ناول یو څپرکی ولولي.

سترې ناهیلۍ او د يوازېتوب په بې څېرې دېوالونو کې را ایسار انسان د معلوماتو نړۍ پکو کړی،

ځکه نو لنډ، شاربل شوى، خو رنګین کلام د ډېرو په زړونو او حواسو ښه لګیږي.

نوی شعر، آزاد شعر، سپین شعر، ادبي رنګینې طرحې او د کلام او نثر نور شکلونه ورځ تر بلې نوي پلویان خپلوي.

موږ كه په دې ډګر کې په څټ پاتې يو، نو بار يې د جګړې پر اوږو ور اچوو،

خو جګړه زموږ له نارو سورو او فرمانونو د باندې راوتې!

نو نن هم كيږي له خپل ځاني كيهان څخه نوي او تازه رودونه، ويالې او لښتي د تورو او كاغذ فصل ته را وبهوو.

راځئ يوځل هسې ځان تجربه كړو چې هېڅوك را پكې تكرار نشي.

راځۍ نه تکرار شو او نه د زاړه او تللي متن تکرار واوسوو.

                                                              ***

 

بې جنسه چینې

 

ښځه څوک ده؟ ښايي هره ښځه يو ځل ددې پوښتنې په هنداره کې خپله څرګنده او نا څرګنده وجودي برخه وګوري.

د ادبیاتو د را ټوکېدلو یو لامل همدا دی چې انسان غواړي د خپل وجود ورک کیهان وغږوي.

ادبیات که د خیال له جنس قد پورته کړي؛

نو بې له شکه چې انسان ته یوه بشپړه ننداره ورکولای شي.

موږ په ورځني ژوند كې؛ راشه درشه كې؛

كړو وړو او د معلوماتو راكړه وركړه كې مستعمل ژبنى ادب كاروو،

خو چې د خيال ځمكو ته ورسو نو لومړنى وينو.

هلته غږ لومړنى جنس دى او په تورو لیکل شوي كتابونه د غږ بهرنى جنس!

انسان که ښځه وي که نر د کلام امانت له ځانه سره لري.

ادبیات د فکر او خیال د فعالیت سپین جوهر دی چې زموږ ذهني، حسي، رواني او حتا په ښه حالت کې زموږ روحي تندې سړوي.

هنر نه نارينه دى نه ښځينه.

ارواح او د نور او غږ سمندر هم داسې دي.

او افغاني ښځې؛ آ د چا خبره دکار لپاره پیدا دي.

ښځې د کورکولو او اولاد راغټولو لپاره پیدا دي.

خو بیا هم ځينې ښځې فرصت مومي، چې د خیال نیلی د ادب په قلمرو کې وځغلوي.

د هنري پنځونو په شېبه کې ارواح له ښځينه او نارينه كالبوته وځي

او د بې­جنسه چينې نور او اوبه څښي. او بې جنسه كلام غږوي.               

د خداى پېژندنې نښې، قدرت، خرد او آزادي دي.

انسان داسې موجود دی چې برخلیک یې په ځمکه او نور جهان کې د آزادۍ، خرد او عشق تجربه کول دي.

انسانان ښځې او نر په خپلو ټولو بوختو سره ددغه ستر هدف د پلي کولو په لاره کې ګام پورته کوي.

د روح په توګه د انسان رښتینی عروج هغه وخت پېل کېږي چې ددغه هدف لپاره په اګاهانه توګه ورووځي.

ادبیات په سوچه او اصیل حالت سره كولاى شي انسان د لويې پوهې سمندر غاړو ته ور ورسوي.

***

 

یوازینی خدای

 

موږ یو او خدای هم شته.

 خدای شته خو پښې، لاسونه، حواس، ذهن دا هر څه ځغلي!

خو دا ټولې هڅې خدای ته نه رسیږي.

پښې، لاسونه، سترګې او غوږونه یوازې هغه څه ویني، اوري

او تجربه کوي چې له غرو او رغو او بیا له راز راز شیانو ورته را ګرځي؛

نه، ورک به شم؛ خدای شته!

                                                              ***

 

شپه او چوپتیا

 

ډېرځله حرکت یوازې د مادې ملاقات دی.

آسمان هېچا په ځمكنيو پښو نه دى لیدلی؛

نو د حرکت لوری دننه دی؛ موږ د هرڅه په وره كې ولاړیو!

راځئ هغه څه ووینو او تجربه یې کړو چې ټول ژوند مو په ډار ور کتلي؛

شپه او سکوت د داسې حرکت غږ پر موږ کوي.

                                                              ***

 

سپینه شپه

 

د ښې شېبې او سپینې شپې پر درشل ولاړو دوستانو! 

 تاسو په یوه سپینه شپه كې د برخلیک په لاره نور منزل وهئ.

سپینه ځکه وایم چې شپه ستاسو هر یوه لپاره سپینه ده.

تاسو یوازې خپله پریکړه کوئ چې دا سپینه شپه پر څه شي ډکه کړئ؟

انسان له دومره واک سره راغلی؛ خو لا له خپل واک څخه ناخبرى اوسي.

موږ هغه څه کوو چې د نورو خوښېږي!

آیا کله مو دا را څخه پوښتلي چې د خدای اراده په څه شي خوشحالیږي؟

موږ هره شېبه د خدای د خوشحالولو واک او وخت لرو؛

نو ورځئ د سپینې شپې اقلیم ته، د خوب وړیا بیړۍ تاسو هر یو هغو ځمکو ته رسولای شي، چې هېڅ مهال مو نه دي لیدلي.

نوې شپه او نوی سفر زموږ ځاني حق دى.

                                                              ***     

 

 ژوند مینه کول دي

 

ژوند مینه دی؛

هستي مینه ده!

دا لمر، دا ستوري، دا سپوږمۍ...

ټول د هغې آبدي مینې سوغاتونه دي، او موږ ته د لوی مینه­ګر کیسې کوي.

دا له رنګینو کبانو ډک مست سیندونه،

دا د جګو، جګو ونو ځنګلونه او پریمانه مېوې،

دا له غمیو ډک غرونه، دا زموږ لوی انساني ټبر...

ټول له عشق او مینې پیدا دي.

زموږ شرف په دې كې دی چې هستي په مینه وپالو!

                                                              ***

«په هېڅ راز له الهي رحمت څخه بې برخې نه یاستۍ؛

مګر دا چې هغې مینې او محبت ته څټ کړئ چې ستاسو لپاره ډالۍ شوې؛

د مینې اقلیم چېرې نه دی؛ یوازې په ځان کې سفر وکړﺉ؛

تاسو هر یو خپل وړوکی کیهان یاست

                                                              ***


محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 

دویمه برخه

لوست

 

مینه یو سپین قلمرو دی.

دا قلمرو هېڅ ډول پولې او سرحدونه نه لري.

د مینې په سپین هېواد كې نه وېرې ته ځای شته او نه شرم ته!

مینه سپینه ده، پاکه ده، بې عیبه ده...مړینه او زوال نه لري.

مینه شته؛ خو چې مینه­ګر شو؛ خو چې ومنو خدای موږ هېڅ مهال په ځنځیرونو نه یو تړلي؛

خدای شته؛ مینه شته؛ ټول لوست همدا دی.

                                                              ***

 

وېره باید ووینځو

 

انسان ویریږي! خو د وېرې موضوع ته نشي ورکتلای!

انسان له پېله ډارول شوی؛ مېندې او پلرونه لومړي واکمن استازي دي چې ویره د تازه،

نوي او ماشوم انسان په ذهن او خاطرو کې کري!

وېره موږ ته راکړل شوې.

وېره اصلي نه ده.

موږ وېره زده کړې؛ کرلې!

وېره باید ووینځو!

زموږ زړه هغه سمندر په ځان کې ویده لري چې وروستی به له ذهن او فزیکي حواسو را جوړ ټول د وېرې شرمونه؛ وشړوي!

او موږ ته به د خیال او خوب سپېنې، تازه، سوچه او بې­ګناه خوښۍ را پخلا کړي.

نو راځئ دا له شرمونو او وېرو ډکه ورځ په یوه خالي شپه وركړو.

د شپې خیالي­ګر اقلیم کې زموږ او ستاسو د روح بیړۍ د نور او صوت د سمندر غاړو،

د خپل نا اشنا وطن په لور، د تللو تلوسه لري.

موږ هم ددغه خاموش جشن د نمانځنو په خاطر خپل زړه پر سکوت وركوو.

                                                              ***

 

د کلام لاره

 

کلام لومړنی دی؛

کلام تر هرڅه مخکې دی.

کلام د ټول تخلیق زړه دی.

 او کلام شته!

 کلام ژوندی دی. کلام د ژوند اوبه او خواړه دي.

کلام په زمان او مکان کې له باد او باران او غورځو، پرځو ډک ځغلي،

اوسي او ارواوې د رڼا برجونو ته رسوي؛

 خو د ځوانۍ او زړښت د فصل تابع نه وي!

کلام تل تازه دی او هغه وخت پړک وهي، چې موږ چوپ شو،

هغه واورو او هغه ته لاره شو. نو راځئ راسره!

هو، چوپتیا د کلام لاره ده، برکت دې وي.

                                                              ***

 

اوس غږ دی

 

انسان د غږ شپېلۍ دی.

انسان غږ ښکاره کوي.

انسان مجسم کلام دی.

انسان ګوري، پوهیږي، اوري او دا ټول غږ دی چې را څرګندیږي.

زموږ لومړنی عمر هماغه لومړنی غږ دی. او غږ هره«شېبه»لومړنی دی.

غږ تازه، سوچه او ژوندی دی.

موږ غږ راوړوو؛ غږ رښتیا کړوو. او غږ اوسنی دی.

غږ د اوس غږ دی.

زمانه د مړو، تللو، ډبره شویو غږونو هدیره ده.

زمانه نشته؛ زمانه اوس ده او اوس غږ دی.

زما زمانه همدا غږ دی. زه اوسنی یم؛ اوسنی غږ!

یوه بزګرکارکاوه؛

د هغه د لاس پرتڼاکو او د وچولي پرخولو وریځې، غنم، جوار او شنې شوتلې را وټوکېدلې

او دې ټولو خدای یاداوه او دومره غږونه له چوپه خوله بزګره راوتل؛

خو هغه ټولو بیسواده ګاڼه!

 آخر هغه كتاب نه لوسته؛ نه ليكه؛

نه لاره!

                                                              ***

 

د سکوت دښته

 

موږ په وینځلو حواسو او سپین ذهن کې، د خیال ډیوه بلوو

او په دغه شعر کې د زړه پر لاسونو ښوروو او د هستۍ په ذات کې نغښتی خوږ ریتم په خبرو او غږېدلو او (غږ) کېدلو راولو.

هو، سکوت نه لیکل شوی کتاب دی؛

که غواړم تازه څه وپنځوم؛ سکوت ته به کښېنم؛

سکوت کې به کښېنم؛

سکوت به اورم؛

سکوت هم لوستل کېږي؛ هم وېل کېږي، او هم موندل کېږي!

د سکوت دښته دننه ده؛

چېرې چې زه یم او هغه یو راسره دی!

                                                              ***

 

بژژژژس

 

باید سپین شو. باید لومړني شو!

موږ چې په جنت کې کور خوشې کاوه؛ دا فکرونه، باورونه راسره نه و؛

دا زموږ نه دي؛ نه دي!

دا مړه غږونه او مړې سندرې دي!!!

موږ باید د حواسو او ذهن تیاره شپه په خپل دننه کې ختمه کړو.

زموږ تل کې څپانده بژژژژس د سمندر د څپو غږ دی.

زموږ غږ هغه خندا ده چې غاټولو له شمال څخه زده کړې.

زموږ ناره هغه غږ دی چې خندا ورڅخه جوړیږي.

                                                              ***

 

ژوند چې دی موجود ټولو دانو کې

 

د غږ او رڼا سیلانیانو!

کاروان مو روان دی؛

کاروان الوزي، لوېږي؛ تېرېږي!

موږ د غږ او رڼا مرغلرې د غوښو او هډوکو په اوښانو کې سپرې د رانه ورک سرنوشت درشل ته ځو!

ژوند کاروان دی؛

پیداکېږي، ځوانېږي؛ زړېږي؛

لوېږي!

دغه د وږمو کاروان هم تېریږي!

اوس موږ او تاسو یو او په ستورو کې ولاړه د سكوت دمه!

شپه تیاره ده؛

خو څه شی نه لري! شپه یو تش فصل دی.

شپه زموږ د خیالونو او زړونو د الوتلو پرمخ تش ټاټوبی دی.

موږ په شپه کې، د زړه په سترګه، د خیال په وزرونو ناپیدا ځمکې مومو.

راځئ چې دغه شخصي او خصوصي سفرونه پېل کړو!

لږ شېبه وړاندې د میلمستیا وړیا باغونه دي او هرڅوک ځانګړی میلمه.

           جانان اوسي زما او ستا دواړو په زړو کې                  لکه ژوند چې دی موجود ټولو دانو کې.

کبیر

                                                              ***

 

ګوربت

 

موږ په وینځلو حواسو او سپین ذهن کې، د خیال ډیوه بلوو او په دغه شعر کې یې د زړه پر لاسونو ښوروو

 او د هستۍ په ذات کې نغښتي خوږ ریتم په خبرو او غږېدلو راولو.

دغه له سترګو پناه پاچا هغه وخت  لیدل کېږي، چې انسان د مینې، رڼا او سپېڅلي کلام کانال او شپېلۍ شي.

روح د اګاهۍ له سرمنزل څخه را لېرې  شوی دی.

هغه څه چې د روح سترګه او غوږ یې ویني، اوري؛

زموږ د فزیکي سترګو او غوږونو په ژبه نه راځي؛

فزیکي ژبه غوښه ده او غوښه غوښتلای او ډېرولای شی!

دا ژبه غږ په واک كې نه دي؛

نو موږ هغه وخت کولای شو د هستۍ زړه ووینو، هلته واوسو او هغه درک کړو، چې ویښ روح شو.

يو بيباكه ګوربت، يو ستور وزرى مرغه!

                                                              ***

 

خدای مینه کوي

 

« خدای له موږ سره مینه کوي، نو موږ هم باید داسې وکړو؛

موږ هم له خدای سره مینه کوو.

مینه ژوند ده.

مینه بهیږي.

مینه شنه شوې دنیا ده.

مینه د زړه ساه را کښل دي.

 مینه له اسمان څخه را اورېدلې خندا ده.

مینه زما د سترګو لیدل دي.

مینه د خدای خط دی. مینه خدای لیکلې.

مینه د خدای ده. ځمکه د مینې زده کولو مدرسه ده؛

 ځمکه هم مینه ده.

ځمکه له خدایه راغلې کلمه ده. خدای مینه پنځوي؛

 خدای هرڅه مینه، مینه اوروي.»

                                                              ***


محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 

درییمه  برخه

 

لوی نقاش

 

ژوند د مینې اولاد دی. هستي د مینې باغ دی. زموږ څېرې، رنګونه، نومونه؛

د مینې راز راز څېرې، رنګونه او نومونه دي.

هرڅه چې ګورو موږ ته د مینې راز را اوروي؛

نو موږ ټولې هستۍ ته خاندو.

ټوله هستي د سترې مینې ننداره ورکوي.

خدای هومره نیږدې دی چې مینه ده.

او چې له سترګو، غوږو، خولو، اوازونو او زړونو یوازې مینه پرېږدو، هرڅه ورکېږي؛

هرڅه مینه کېږي.

هستي د مینې باغ جوړیږي: شکر خدایه! ومې موندلې؛

هرڅه ستا دي؛ د هستۍ نقاشي ستا ده!

                                                              ***

 

لنډمهالي کورونه

 

څېره، شکل، نوم او هویت زموږ لپاره نقابونه دي.

روح د خدایي نور او غږ له جنس څخه دى.

دغه ډبرې، نباتات، راز راز ژوندي موجودات او انساني رنګین نفوس؛

ټول فزیکي قالبونه، کورونه او کالبوتونه دي.

زموږ فزیکي-ذهني هویتونه، د ارواح دغه لنډمهالي کورونه دي.

د خیال او روح سترګه د څېرې او پوست څټ ته دغه ستره لومړنۍ ښکلا لیدلای شي.

ځکه موږ په خوب کې د ځمکې، ستورو، کهکشانونو څټ ته را څخه ورکې ځمکې لیدلای شوو

او دا ټول ستاسو سره دي.

                                                              ***

 

خپل درمند

 

ورځ زموږ کرونده ده.

هغه څه چې د ورځني تلاش او هڅو په پای کې لاسته راوړو؛ زموږ خپل درمند دی.

دغه درمند زموږ له فکر او کړو وړو څخه پوخ شوی.

دا غلې، دانې موږ پخپله کرلي، موږ خپل کرلي ازغي او الماس ریبو!

میړانه همدا ده؛

خپل کښت ته باید غېږه ورکړو. تریخ ژوند مو خپله کرلی. درد او غم مو خپل ذهن او هوس زېږولی.

آسمان او ځمکه مو په انساني پوهې سره لېرې کړي. تیارې، وېرې له موږ دباندې راوتلي. شپې پښه له دننه را وویسته.

تیاره سرنوشتونه، مرګ، ژوبلې مو له ځانه زېږولي.

موږ په خپلو نتایجو کې هستوګنه غوره کړې. خدای شته؛

خو خدای نه غم، نه تیاره، نه مرګ او نه هغه دښمنې څېرې دي چې موږ یې را ایسار کړي یو.

خدایه!

څه مې وکړل؟ دوزخ خو ما راوویست.

دوزخ خو زه شوم.

دوزخ خو ما له اورونو او دردونو او بغارو ډک کړ!

آ، که ورک شم، هرڅه ورکېږي. بې له خدایه هرڅه ورکېږي.

بې له خدایه ټول دروغ دي. او هرڅه دروغ دي. خدای شته؛ خو نه بیانیږي.

                                                              ***

 

پرته له خدایه نشته

 

ولې موږ خپل درمندونه نه منو!

زموږ درمندونه پراغزو ډک دي. موږ د سرو دانو پرځای ترخه غوزان او پوچې دانې په لاس راوړي.

زموږ طبیعت تریخ دی، له خدای څخه ګیله لرو.

 ګاونډیان مو نه خوښېږي. ذهن مو له شکایته ډک دی.

های! خدایه ومې موندلې ته په هرڅه کې راسره یې؛

شکر:کر زما، کښت زما، لو زما، درمند زما!

زده مې شول؛ زه هرڅه هغسې کرم چې غواړم یې!

خدایه! شته یې؛

زه څه ولیکم؛ پرته له خدایه څه ولیکو؟!

 نه، نه، خدای شته؛ یوازې خدای شته.

                                                              ***

 

د زړه په قدمونو

 

چوپتيا ده. خاموشي خوره ده؛

 زه پروت يم. نه خوځيږم. نه غږېږم.

ذهن لګيا دى څه كار لري:

ورځ پای ته رسېدلې،

ما ښه ګټه نه ده کړې!

ما ښې نومرې نه دي اخيستي. ماته چا مینه او محبت نه دى راکړی...

زه له چا څخه ښه خاطره نه لرم.

زه له دنیا، دنیا دردونو او ډېرو، ډېرو ګیلو ډک کور ته راوګرځېدم.

سكوت كې پټ غږ ځواب را لنډوي، زه دا له خپل زړه څخه اورم، سكوت زما زړه ته لاره لري:

هرڅوک ځانته پخلی کوي، موږ به هم دا خپل پخلي خورو؛

ترڅو دا تجربه کړو چې د هرچا او ټولې هستۍ هرکلي ته د زړه په قدمونو ورشو.

                                                              ***

 

میراث

 

نو راځئ چې دغه شېبې، دغه فضا په ښو غږونو او ښو غبرګونونو له سره رنګ كړو!

 راځئ چاپېریال، کورنی ماحول او خپل وجود ته مینه او محبت ورکړو.

موږ د مینې، ښکلا، خیر او محبت باغواني کوو.

ټوله هستي سپینه ده،

تیارې له ما څخه راوتلي او

د تقدیر دا تورې پاڼې یې را ته میراث پرې ایښي.

                                                              ***

 

د غږ رود

 

ژوند شعر دی او شاعر زه يم.

شاعر د غږ شپيلۍ دی. شاعر یو روان او جاري غږ دی.

شاعر د غږ پر رود ځان ورکړی. شاعر خپل زړه رڼا ته پرې ایښي.

شاعر خپلې سترګې لمرونو ته خوشې کړي. شاعر خپل غوږونه د خیال په اقلیم کې کرلي.

او داځل د لمر، سیند او سپوږمۍ له خټې راوتلی مین انسان،

شاعر انسان او غږ غږونکی انسان،

هلته لېرې د همالیا له څنډو،

هلته بر د نارنجو او ناريالو له باغونو،

هلته د سرو درمندونو او د څپرې له خوبونو،

هلته د سلګونو زمانو له جنازو بیا او دادی بیا را ویښېږي او وچ سکوت  غږوي.

«هلته تخت د لامکان دی په مابین کې چې ځلیږي

سترخالق ور باندې ناست دی او شغلې یې پورته کېږي

بې حسابه یې لمرونه له شغلې څخه شرمېږي

حقیقي آهنګ غږېږي او د زړه تل ته رسیږي

دایمي چینه روانه مرګ او ژوند پکې بهیږي

دی جوهر د حقایقو په ظاهر نیستي ښکاریږي                                ستر عارف  کبیر

                                                              ***

 

د بدن کورګی

 

سهار مې منډې وهلې او دغو كلمو په ما كې خپلې منډې ووهلې:

پریوځم. غځیږم!

دادى پښې وغځېدې، لاسونه هم اوار وغځېدل،

ټول بدن په ځمکه پریوت؛ وغځېد.

زه د خیال په سترګه خپل کالبوت ته ګورم. پښو ته ګورم؛

پښې آرامې دي.

لاسونو ته ګورم؛ آرام غځېدلي دي.

كالبوت ته ګورم؛ آرام پرت دى.

څه شوې هغه ورځنۍ غورځې پرځې؟!

څه شول هغه د واټنونو څټ ته وهل.

څه شول هغه د څیزونو، دريځونو، او پايلو لاندې کول- لاسته راوړل؟!

ما فکر درلود، خیال او احساس مې درلود،

ژوند او هیلې مې درلودې،

تلوسې او بیړې راسره وې،

خوندونه او دردونه مې په حواسو زبېښل او څکل...

نه، دا وچې او تشې او غځېدلې پښې څه نه لري!

په دغو کې هغه ښکلا نشته کومه چې په ما کې روانه وه

او دغو غوښو او پوټکي ورڅخه وړانګې کولې.

زه هغه مینه، هغه چوپ خوند، هغه نه شمېرلي هوسونه نه وینم. څه شی نه دي پاتې.

هغه د خاطرو ښار له ما وتی.

زه یو له غوښو او هډوکو جوړ کالبوت ګورم.

زه د ځمکې او آسمان، سیند او توفان، اور او خاورې یوه سره دوړه وینم،

چې دلته په دغه پروت بدن کې را غونډه شوې او زما نوم ورباندې سیوری جوړکړی.

پښې او لاسونه، سترګې او  غوږونه، خوله او پکې ویده غاښونه ګورم؛

خو زه نه یم. دا بدن خالي دی، تش دى.

كالبوت زما نښې نلري. د مینې او اګاهۍ ګوربت له دې بدن څخه الوتی.

دا بدن یو لباس دی، یو واسکټ دی، یو پوښ او کورګی دی. زما په کې څه نشته. زما نښې یې هېرې کړي.

دا جسم زما کور دی.

زه په دې کورکې د خدای لیدلو او اورېدلو ته راووتم.

ما په دې کورکې د غږونو او رڼاوو کاروانونه تجربه کړل.

زه په دې کورکې د کلام او رڼا په ډک جام پېښ شوم.

اوس زه وتی یم. دا تش کالبوت دی. دا زما کور دی؛

خو کور زه نه یم. زما بدن د مینې، آزادۍ او آګاهۍ له جوهره جوړ دی او جوړیږي.

بدن پروت دی، حواس ورڅخه وتي، فکر یې نشته، خیال دمخه ورڅخه الوتی.

بدن کې څه شی نشته، زه هغه نه حس کوم.

بدن ته ګورم او وایم؛ ژوند عجیبه باد او باران و چې پردې جسم تېر شو.

ماشومتوب عجیبه لیونتوب و چې دا جسم یې سپین او تازه په پښو وپنځاوه.

ځواني عجیبه اور و، چې دا بدن یې په مڼو او باغو واړاوه.

او اوس دادی هغه شېبه په شېبه زړیږي او شنو خاورو ته ورته کېږي.

دا د سیند او خاورې کنډولی یو موسمي لوښی دی چې ارواح پکې د خپل نااشنا وطن مینه تجربه کوي. 

هی، هی، څومره عمرونه او منزلونه او د بدن کورونه مې په ځان ځوان او واړه  او زاړه کړل؛

ترڅو پوه شوم چې بدن یوازې یو کور دی، یوازې د ارواح لپاره يوه له غوښو جوړه جونګړه.

ارواح یوازې له خدای سره اوسي؛ او ددې هرڅه کور یو دی.

زه یم، خو هغه بدن نه یم.

زه یم، خو هغه جسم نه یم.

زه یم، خو خاوره او اوبه نه یم.

زه یم، خو اور او لور هم نه یم.

زما پته خلا او تشه ده.

زه یم، خو دا بدن نه یم.

دا زما لپاره د ځان پیژندنې اساسي زده کړه وه.

ما تجربه کړه، چې وجود مې بې بدنه اصیل جنس دی.

دا زما لپاره د اروا سفر ته ورته تجربه وه.

خدایه! بس مې دي، ښایي تر ټولو ستره زده کړه همدا وي. 

                                                              ***


 

 

محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 

څلورمه  برخه

 

د روح سترګه

 

ژوند ښایست دی.

ځمکه ښایست ده.

هستي، ستوري، سیندونه، غرونه، شنیلي او انسانان ښایست دي؛ ښایسته دي.

هرڅه ښایست دي.

روح ښایست دی.

که د روح په سترګه وګورو، هرڅه په ښاېست اوړي؛ ښایسته کېږي.

هرڅه د ګلونو رنګ اخلي.

د روح سترګه د مینې سترګه ده.

روح ټول شیان د خدای ګڼي او خدای هر څوک او شی ښایسته پیداکړي،

نو زموږ سترګو دا تور، برګ، خړ شیان او دومره بې شمېره دښمن له کومه کړل؟!

کار کار د ذهن او حواسو دی. یوازې د روح په سترګه خدای لیدلای شو.

                                                              ***

 

لوی مینه ګر

 

رنځور انسان هیلې نه لري، امید یې نشته، خفګان یې ډېر دی؛

څوک یې مرسته نه کوي!

هغه نه پرځمکه سیوری لري، نه په آسمان کې ستوری! هغه ګیله من دی.

هغه تیارو په مخه کړی، خو ناڅاپه د شفا لاس په خپلو غړو احساس کوي

او د دردونو پېټی یې له اوږو لوېږي.

یوه د جسم شفا ده چې ډاکټر ته به ورځو؛

یوه د زړه شفا ده او زړه يوازې خدای ته پرانیزو او خدای پر موږ خپله مینه اوروي!

موږ د خدای په مینه کې ساه اخلو، ژوند کوو.

زموږ بقا له مینې ده.

                                                              ***

 

د کلمې باغ

 

غږ او رڼا د کلام او رڼا د مينه­ګر سمندر په لور زموږ بيړۍ ده.

دغه بيړۍ ورځ تر بلې زموږ دننه جوړېږي،

 موږ د ويښې او خوب، خيال او زړه د سفرونو په ترڅ كې دغې بيړۍ ته بادوانونه جوړوو او بيړیوان كيږو.

موږ به د ورک کور لپاره د زړه ډیوه بلوو.

دکلمې كاروان په دومره غږونو او رڼاوو كې را روان دى.

زړه ددې كاروان لاره ده. زړه دکلمې باغ دی او دا باغونه به راویښوو.

 زموږ غزلې، زموږ شعرونه، زموږ خبری ټول ددغه وچ او کنګل وهلي باغ په لور ور الوزي.

 موږ به د زړه باغ له غزلو جوړوو او دا هرڅه به سترمینه­ګر ته ډالۍ كوو،

ځكه چې زړه هم د ستر مینه­ګر کور دى.

                                                              ***

 

د طبیعت ژبه

 

د زړه د هيواد هستوګنو!

تاسو د خداى په غږوره نړۍ كې د ژوند او مينې تجربې كوئ.

تاسو د باد او باران، تالندې او شپيلۍ د غږ په رڼا کې

د کلمې رنګونه او بزمونه ګورﺉ.

 موږ کډوال یوو او د غږرڼا دغه کډوالتوب هره شېبه غږوي.

راځئ د طبيعت ژبه زده كړو.

آیا له يوه ماشوم سره په دې كار كې سيالي كولاى شو؟

كه يو ماشوم په باد او باران، تالندو او لمرونو كې را لوى شي،

نو هېڅ­مهال به په الف او با را سره ونه غږېږي،

د هغه به د ټول طبيعت ژبه زده وي.

نه، په څټ به نه ګرځو؛ دا د عقل ژبه هم يو امتياز دى،

خو زړه به پرېږدو چې له باد او توفان او سيندونو سره ګډ شي

او خداى د مينې سندره واوري چې ټول طبيعت ورڅخه جوړ دى.

                                                              ***

 

سپینه لمبه

 

استاد مرېد ته ووېل:

مینه لومړی پر زړه باندې کښېني او د مینې  په ښه را څرګندېدلو سره ته آزادي مومې.

او بېا د آزادۍ په درلودلو سره ده چې یو انسان ټول حقیقت مومي.

که چېرې له ټولو شیانو تېرشوو؛ نو حقیقت ټول څېزونه په غېږ كې نيسي.

مینه ېوازی مخ پر ېوه خوا لاره وهي، هغه د هستۍ زړه دی.

 مینه د خدای پر لور جذبېږي.

 او مینه هغه وخت را څرګندېږي چې ‌روح راوېښ شي او د ذهن د شيانو، شكلونو،

حجمونو او ځان ستاېنې معبد د صوت او نور په سپېنه لمبه کې وسوزي .

استقلال، خپلواکي او آزادي هغه اصطلاحات دي چې موږ د خپل فردي ژوندانه اصلي تل ته رسوي.

 انسان د روح په توګه له آزادۍ سره اشنا دی،

خو له کومې چې د زمان او مکان، مادې او انرژۍ قلمرو ته راغلی،

نو بیا یو وګړی د ځان لپاره آزادي د مادي قلمرو په پراختېا کې ګوري.

                                                              ***

 

چېرې نه ځو

 

که چېرې وګړي د نورو د آزادۍ شخصي قلمرو ته په درناوي سره وګوري،

او د نورو پر آزادیو تېری و نه­کړي،

د ځمکې پرمخ د جګړې اور سړېږي،

شخړې او ورانۍ پای ته رسېږي

او انساني انرژي په مثبت او خلاق عامل بدلېږي.

تخلیق مثبت دی؛

خو موږ شیان او سړي منفي وینو.

زموږ منفي لیدل دومره ژور تللي چې پرته له ځان څخه هرڅه منفي برېښي،

خو خدای شته.

ځکه هېڅوک نشي منفي کېدلای.

که مو منفي کول پرې اېښوول، یوازې خدای پاتې کېږي.

او بیا چېرې نه ځو، پرته له خدایه هېچېرې نه ځو.

                                                              ***

 

کور غږوول

 

د هر وګړي(ښځې یا نر) اصيل هيواد دننه دى.

زما کور د زړه له خاورو جوړیږي.

 زړه زموږ د ورکې دنیا کور دی.

زموږ هر يوه دنیا دننه ده. موږ خپله دنیا له ځان سره راوړې،

د حرکت ډګر دننه دی.

موږ پر ځان دننه ور میلمه یو.

موږ راویښېږو.

ویښه مو له خوب سره پېلیږی.

خوب زموږ ورک آسمان، زموږ ورک سپین غر،

زموږ هسکه سپینه ځاله د خیال د سترګې پرمخ پرانیزي.

موږ شپېلۍ کېږو او خپل کور غږوو.

                                                              ***


محمد انور وفا سمندر

د غږ چینه 

 (5)

 

سرې کرښې پر غاړو

 

 زما نسله، زما هېوادواله!

 زما د دردونو او خوږونو همزولې جګړه او انسان وژنه

لا هم د اور په ژبه غږیږي او انسان وژنه

لا هم سرې، سرې کرښې غاړې او لاسونو ته را اچوي.

زموږ بدن ټوک ټوک دی.

او جګړه لاهم موږ چیچي، له موږ څخه ژوند اخلي.

موږ له مینې څخه بې برخې كوي.

او  جګړه په زورور غم سره زموږ زړونه را سوځي، را وچوي. 

موږ وصل او واده نه لرو.

موږ ټنګ او ټکور نه لرو.

موږ د واده شپې بستره نلرو.

د واده بستره د مینې له رنګه ډکه ده؛

خو جګړن فکر زموږ په لاسونو دوه نه واده شوي زړونه په وينو نقاشي کوي.

راځئ له دا ډول لاسونو لاس واخلو

او په زړونو كې سره کښېنو،

غوږ شئ خداى راسره دى.

                                                              ***

 

د غږ کتاب

 

غږ لومړنی مسافر دی چې د عشق او رحمت له ناپايه سمندره  څپې را وهي.

غږ د هستۍ خبرتیا واوروله، او هستي راغله.

ټوله هستي د غږ له کتاب څخه راووته.

پرته له غږ څخه هېڅ شی نشته؛

 غږ د وجود كلاګانې جوړوي.

دننه به ولاړ شو. د غږ ويالې او رودونه دننه دي.

ټول مینه وال د غږ پر څپو د ژوند د سمندرژیو په لور

د خیال پر وزرو وړیا الوتنې كوي.

مقصد مو د غږ هيواد دى؛

 بيړۍ هم له خالص غږه را توغول شوې.

دا نه لیکل شوی غږ سپرغۍ ده او ماڼو هم مجسم غږ.

د غږ رڼا تازه ساه ده؛ زما او هرڅه ساه ده.

غږ او رڼا زموږ هستي ده او د ژوند بيړۍ ده.

موږ د غږ او رڼا د هيواد بهر وتي مسافر يوو؛

وطن دننه دى.

په غږ او رڼا كې سپرېږو، له غږ او رڼا سره منزل كوو

او د نور او رنګ ناليدلي قلمرونه په خپل زړه كې پرانيزو.

                                                              ***

 

غږ تېارې وینځي

 

انسان د غږ شپېلۍ دی.

هستي ويده ده؛ ترڅو د غږ او رڼا سمندر په ياد راوړي.

ژوند هغه شېبه ده چې غږ او رڼا به مو د خوب، خیال او تصور په بيړۍ كې ورولي.

موږ په خوبونو شرميږو؛ ځکه په خوبونو کې خپل رښتیا-خپل شرمونه وینو؛

خوبونه چاته نه وايو، حتا خپل زړه ته يې نه وايو؛

ایا خپل تل ته له ورکوزېدلو ویریږو؟

موږ د غږ او رڼا په وچكالۍ كې دوتار او سه تار جوړوو.

موږ چينه په سمنټو او پولادي سيخانو كې تړو

او اوبه له مارك داره بوتلونو څخه څښو.

ذهن موږ ته د هرڅیز څټ ته یو نه پېژندلی ډار پټ کړی.

ډار او شرم زموږ ذهني ماده ده چې په څېرو او څیزونو یې وینو.

یوازې غږ دی چې زموږ تیاره شرمونه او نه پیژندلي ډارونه وینځي او له منځه وړي.

که غږ نه وي نړۍ وچیږي، خوله او غوږونه له لاسه وركوي،

له لاسو او پښو لويږي.

که رڼا نه وي نړۍ زړيږي، مړه كيږي، وره­کېږي.

غږ او رڼا هغه حركتونه او غورځې پرځې دي چې موږ په تاريخ كې ليكلي.

موږ د غږ او رڼا په کیښتۍ کې راغلي او په ځمکه او ستورو كې تیت شوي یوو.

انسان هغه وخت ویریږي چې غږ او رڼا نه وي.

دا مو زړه خاطره ده چې له تیارو ډډه کوو.

د بشر ډېره بوخته داده چې د غږ د غږولو او د رڼا د را څرګندولو لپاره له لرګو، اوسپنو،

او پلاسيتك څخه وسایل برابرکړي.

موږ داسې فکرکوو، چې رڼا او غږ زموږ د کار او فعالیت لپاره لازمي شیان دي،

په داسې حال کې چې ژوند پخپله همدا غږ او رڼا دی.

که غږ او رڼا نه وي هستي په یوه  تور، تیاره او کاڼه کاڼي بدلیږي.

غږ او رڼا د خدای له آسمانونو او نا اشنا قلمروونو را روان د ژوند رودونه دي.

زموږ دا دنيا او هغه دنیا غږ او رڼا جوړې کړي.

زړونه مو پوهیږي چې آسمانونه له نور او غږ څخه جوړ بې شانه وطنونه دي.

 هلته اصیله رڼا او اصیل غږونه چلیږي؛

 هلته غږ د صافې سندرې له جنس څخه دی؛

 هلته نور سیوری نه جوړوي؛

 هلته هرڅه د نور او غږ له جنس څخه دي؛

 هلته هرڅه د غږ او نور له سمندر څخه راوتلي.

موږ د هغه ستر سمندر وطن وركي څاڅکي یوو.

زموږ زړونه د سمندر له سندرې ډک دي او ځکه کلام غږوو؛

 ځکه نثر جوړوو؛

 ځکه شعر راوړوو؛ موږ غږ غږونکي یوو.

او د بې وطنۍ غم د شعر په شپه او د شپېلۍ په يوه وچه نغمه غلطوو.

راشئ له کلونو را په كې بند غږونه خوشې كړو.

راشئ د خپل ستر شاعر شعر شو؛ غزله شو؛

مثنوي او دوبيتي شو.

شاعر زما ورك وجود دى.

شاعر خپل غږ شعر ته ور پرې ایښی، او شعر راولي.

د ژوندي كلام استاذ په خبره:

«تل خپلواک او آزاد اوسه، ځان د الله د غوښتنې لپاره وسیله وګڼه،

 باور ولره چې په دې حال کې به ستا ټول ارزښتونه بدلون ومومي.»

                                                         

    ***

 

هستي غږوونکی

 

حرکت یوازې په فزیکي دنیا کې شتون لري.

او فزیکي دنیا نښو، اشارو، لارو، ګودرونو، غرونو، ګړنګونو، پولو او سرحدونو نیولې.

دلته به په هر پل اوچتولو کې اجازه غواړې؛

 دلته به د هر ګام تاوان ورکوې؛

 دلته به په خپلو تللوګامونو بېرته را ګرځې.

 او د خپلو پښو تورخاپونه به بېرته وره­کوې!

هو ځمکه همداسې ده که نه ورانیږي؛

خو د روح لاره سپینه ده. روح پخپله لاره ده؛

لاره یې په ځان کې ده.

 روح تل پخپله لاره درومي او دا هېڅ دوړې، ورانۍ او کندې، کپرې نه جوړوي.

د غږ او رڼا مینه والو!

ځاى ستاسو دى، خبره ستاسو ده، او زمان هم ستاسو دى.

دا ځکه چې غږ او رڼا ستاسو دي،

غږ او رڼا د هرچا دي؛ خو د هېچا نه دي.

غږ او رڼا ځکه معصوم دي؛ ځکه پاک دي چې د ټولو دي؛

خو پر هېچا ککړ نه دي.

غږ او رڼا له آسمانه راغلي رودونه دي چې هستي زېږوي.

هستي په غږ کې ده، په نور کې ده.

نور او غږ له آسمانه ډک زموږ پر زړونو را ننوځي

او موږ د خیال پرسترګه دا ټول تجربه كوو.

                .                                              ***

 

نه لیکل شوی غږ

 

ورځنۍ ژبه زموږ د محاورې ژبه د معلوماتو او اطلاعاتو ژبه ده،

خو چې شپه شي د کار او بار، معلوماتو او اطلاعاتو نړۍ کډه کوي

او د چوپتیا او آرامۍ دنیا د شپې له تیاره اقلیمه زموږ د شخصي او فردي ژوند نا اشنا دنیا كې غېږ غوړوي

او نه ويلى كلام په غږ راځي.

آیا كله مو د سكوت ترانه اوريدلې؟

آیا د چوپتيا شپيلۍ مو ځان كې نيږدې نيږدې موندلې؟

آیا ژوندۍ وینا مو اورېدلې؛ ژوندۍ وینا همدا نه لیکل شوی غږ دی!

غږونه دوه ډوله دي:

وارناتمیک؛ هغه غږ دی چې په کلمه اوړي، شعر، نثر، نظم او متن جوړیږي.

دا غږونه وېل کېږي، لیکل کېږي

او فزیکي ژبې جوړوي.

دهوناتمیک؛ هغه غږ دی چې نشي لیکل کېدلای؛

توري او نښې یې نشته؛

دا لومړنی غږ دی؛ تلپاتې موسیقي!

دا غږ شتون لري؛

خو په لیک کې نه را ښکاري؛

شتون لري؛ خو هندسه، څېره او اندازه نه!

                                                              ***


 

محمد انور وفا سمندر

 د غږ چینه 

 

شپږمه  برخه

 

د چنار پاڼې چې شعر وایي

 

غږ آزاد ټولګی دى. موږ د غږ او رڼا کډوال بچوړي ياستو.

غږ نه ويل شوى شعر دى؛ شعر به موږ راولو!

غږ هر لورته په هرڅه کې څپې وهي؛

شعر ته هنداره موږ جوړوو،

زموږ د خيال دنياګانې د غږ درې او ورشوګانې دي.

 نو ټوله ځمكه مو يو شاعرانه كلى دى. 

عزیزانو!

د شاعر د کلمې په اوريدلو سره ځانونه پردي مه احساسوئ.

هر انسان شاعرانه کلمه ده.

شعر زموږ ژوند دى.

شعر د لمر ځلانده پلوشې دي.

شعر د سیند د اوبو غږ دى او د چنار په پاڼو کې د باد ځغلنده سندره!

نو ژوند او هستي د شعر د یوه ستر دیوان بیتونه شول.

تاسو خپل د خيال باغونه پرانيزئ، هلته يو شاعر ويده دى،

راويښ يې كړئ، نوم يې واخلئ.

نوم يې ستاسو په شان دى،

څېره او ښكلايې هم ستاسو په شان ده؛

 هغه كټ، مټ ستاسو په شان دى.

                                                              ***

  

شعر پیدا کول

 

موږ شعر زده كو، شعر وايو، شعر ليكو؛

خو آیا شاعر شوي يو؟

راځئ په دغو پوښتنو يو څه له ځانه سره تم شو:

- زه شعر جوړوم که شعر پیدا کوم؟

- شعر نیکمرغه دى که شاعر یې؟

- که شعر نه وای زړه مې په کومه ژبه غږاوه؟

- زه شعر په خیال کې پیدا کوم او که خیال په شعر کې؟

- که مینه نه وي شعر په پیغور نه بدلیږي؟!

- که غږ نه وای شعر مې له څه شي جوړاوه؟

- هغه څه چې دننه په زړه کې لرم، څومره یې په شعر کې راوستى شم؟

- زه شعر جوړوم او که شعر پېدا کوم؟

- آیا وس نلرم چې ټولې هستۍ ته شعر ووایم، کله مې دا هڅه کړې؟

«هستي» یوه ده؛ یوه کلمه؛

خو له ټولو شعرونو او سرودونو زیاتیږي، لا څپې وهي.

هستي خپله«غږ» ده؛ غږ پر ټولو کاغذونو زیات؛

خدای همداسې رالیږلی!

                                                              ***

 

د غږ تاج محل

 

شعر د غږ یوه رنګینه ننداره ده.

شعر د غږ وزرې دي. او په دغه سیمرغ كې ازلي شاعر مزل كوي.

د شاعر کور ها خوا دی.

پخپله زه هم نه پوهیږم؛

خو دومره زړه مې نیولی چې د خيال په سیمرغ كې والوزم.

هر څوک، هر شاعر د شعر له خټې د خپل خیال د ناوې لپاره د غږ تاج­ محل جوړوي.

شعر د غږ یوه څېره ده او پخپله غږ لوی شعر دى چې پولې نه لري.

شعر د غږ او رڼا له جوهر څخه د خیالي مجسمو جوړول دي.

که چېرې د غږونو جوهر ووینو؛

که چېرې نه ویل شوی شعر واورو؛

که چېرې بې تورو او لیک شعر تجربه کړو؛

نو ټول اورېدلي شعرونه به مو له یاده ووځي.

                                                              ***

 

بېسواده غږونه

 

شعر په یوه معنا ریتم دى، آهنګ دى، هارمونی ده،

او شعر انډول دى.

که موږ د ونې په پاڼو د باد د څپو اورېدلو ته کښینو؛

نو هغه هم یو شعر را اوروي؛

خو بې معنا!

که چېرې د مرغه نارې واورو؛ نو بیا د شعر ځانله قالب اورو؛

 خو بې معنا.

ډېر غږونه دي چې ریتم او آهنګ لري؛

خو معنا نلري یا موږ یې په معنا نه پوهیږو

یا موږ تر اوسه نه دي معنا کړي؛

نو هستي ټوله شاعرانه شوه او زموږ غوږونه بیسواده!

موږ د معناوالې ژبې شعر اورو، زده كوو او شعر بيا ليكو؛

خو څه وخت به د باد او سيند، توفان او باران،

لمر او سپوږمۍ د غږونو شعر په يوه نوې ټولګه كې انځوروو؟

هى هى، د طبيعت هر غړى ژوندى شعر دى.

باد شعر دى او توفان ژوندى شعر دى.

پسرلنى نهاګى او د ورانو زيارتونو وچې ونې شعرونه دي.

غر او په غره كې ويده ماران او د ګوربت ځالې شعرونه دي.

دنيا د شعر له جنس څخه جوړه ده او زه له كتاب پرته شعر نه لرم.

هی هی، کتابونه خو سترګۍ(عینکې)شول.

خدایه!

ایله مې دومره زده شول، چې څه مې په سترګه نه؛

 په سترګيو لیدلي؛

«سترګه» مې لا نه ده راویښه شوې.

د غږ کنډو کې به کښېنم؛ ګوندې سترګه راویښه شي.

                                                              ***

 

د غږ سپوږمکۍ

 

ځمکه د روح ښوونځی دى.

روح ددې لپاره د بدن جامه اغوستې، چې د خدای ویښ او اګاه همکار او خدمتګار شي.

بدن د ارواح موقت کور دی.

ارواح شپه او ورځ د خپل کور په لور ګوري.

د روح کور په نور او صوت کې دی.

موږ د عمر په دام کې د زوکړې، ځوانۍ او زړښت له ستوني تېریږو

او دا خپل برخلیک ګڼو؛

خو روح تلپاتی دی. روح د حال په زمان کې دی،

او حال د خدای زمان دی.

روح د كالبوت په خاورين كور كې خوب وړی او داسې ګڼي چې ذهن ډېر هوښيار او غمخور سلطان دى.

ارواح به د غږ او رڼا د جام په څښلو سره راويښيږي

او د ذهن پاچاهي به پرځان پاى ته رسوي.

ارواح د غږ په سپوږمكۍ كې خپل ورك وطن ته ستنېږي.

                                                              ***

 

د بدن ځاله

 

موږ هغه څه-څوک یو چې باید واوسو.

موږ پخپل دقیق موقعیت او شرایطو کې د بدن ځاله پرځان را چاپېره کړې

او دې له غوښو او اورګانیکو موادو جوړه ځاله کې اوسو.

روح ددې لپاره د كالبوت په خاورين کور کې دېره شوی،

 چې د آزادۍ، عشق او حکمت په لاره کې خپلې زده کړې بشپړې کړي؛

نو موږ ټول هغه څه یو چې باید واوسو.

آه، موږ هرڅه لرو، موږ د خپلې اړتيا وړ هرڅه لرو؛ نور او غږ د روح غذا ده.

شکر خدایه دا کتاب چېرته را څخه ورک و،

دلته خو پرته له ما بل هېڅوک نه و؟

نه، نه، په دې کتاب لکه چې ما خپله پلتۍ وهلې وې؛

هی هی، ګناه مې ورکه شوه؛ اخر زه ورک شوم!

                                                              ***

 

د خیال په سترګه

 

شپه پخه ده.

زموږ فزیکي غړي هم ورو، ورو آرام كوي.

دغو غړو کرۍ ورځ خپلې چارې ښې سرته رسولي، او اوس آرامۍ او چوپتیا ته لیواله دي.

د لاسو، پښو له آرام پاتې کېدلو سره سترګې او غوږونه هم آرام کوي؛

 ذهن هم ویدیږي،

 خاطرې او انګېرنې هم هېریږي؛

خو په دې لوی سکون کې د موږ دننه نور حواس راویښېږي.

موږ د بلې سترګې له لارې نه پیژندلې ځمکې او هستۍ ګورو.

موږ بدن نلرو؛ خو ګورو.

پښې نلرو؛ خوګرځو.

خوله او ژبه او غاښونه نلرو؛ خو غږیږو.

غوږونه نلرو؛ خو اورو.

موږ هېڅ څرګند حسي غړي نلرو؛ خو هرڅه حس کو،

حتا ګلان، رنګونه، ښکلاوې او ددغه جنت ټوله تجربه وړیا ده

او دا زموږ لپاره الهی میلمستیا ده؛

نو زه هم تاسو او ځان پرېږدم چې د خیال په سترګه د آسمانونو په میلمستیا ووځي. 

                                                              ***