تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

د هېواد د خپلواكۍ د يو نويېمې (۹۱) كليزې په وياړد افغانستان  د اسلامي

 جمهوريت د پوهنې د وزير پيغام  

 

ډېر د ویاړ او افتخار ځای يې بولم چې د هېواد د خپلواكۍ د یو نویېمې (۹۱) کلیزې په مناسبت خپل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب د مباركۍ ژور مراتب وړاندې كوم.

 

یو د پاسه نوي کاله مخکې د افغانستان په خپلواكۍ مینو خلکو په ډېره مېړانه (چې ددې هېواد د اوسېدونكو خاصه ځانګړنه ده) او د الله (ج) په مرسته وکولای شول، چې د وخت استعمارګر قوت مات او هغه لویه امپراطوري له پښو وغورځوي چې په پراخۍ کې یې ساری نه درلود او یو ځل بیا د یوه واحد اسلامي هېواد د آزادۍ له ویاړه ډک بیرغ ددې هېواد په طلايعو باندې ورپوي.

 

دا بریالیتوب چې د یوې پېړۍ مبارزې او قربانۍ نتیجه وه، ددې سبب شوه چې يرغلګر ددې خاورې اوسېدونکو ته د احترام سر ټیټ او د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه زمونږ د ګران هېواد آزادي په رسمیت وپیژني.

 

د افغانستان د خپلواكۍ اعلان بې له شکه په نړۍ کې د استعمار د ماتې پیلامه ګڼل كيږي، لكه څنګه چې د وخت د ستر قدرت شوروي شکست ددې سبب شو تر څو په ټوله نړۍ د كمونيزم نظام را نسكور شي، چې په حقيقت كې ددې ټولو وياړنو افتخار د افغانانو په برخه ؤ او دى.

 

د افغانانو لخوا د هېواد د خپلواكۍ له اعلان وروسته، ښوونكو او د ښوونې په ګاڼه سمبالو سټو د همت ملا وتړله تر څو د هېواد د لا زیاتې ښېرازۍ لپاره تكړه او لايق زده كوونكي او علمي کدرونه وروزي،  ځکه نو تاريخ دا روښانوي چې د آزادۍ په لوموړيو ورځو كې ځوان نسل په علمي او فرهنګي ډګر كې رغنده رول لوبولى دی. تاريخ له ياده نه باسي چې غازي امان الله خان، محمود طرزي او د پوهنې ګڼ شمېر نورو يارانو د معارف د پرمختګ په  ډګر كې فعاله ونډه درلوده.

 

په دې بايد اعتراف وكړو  چې معارف زمونز د خلكو لپاره په ډېرو حساسو مرحلو كې د يووالي، وطن پالنې او د آزادۍ غوښتنې د زده كړې مركز پاتې شوى او په دې لړ كې يې رغنده رول لوبولى دی، ځكه خو يې د يووالي او وطن پالنې د مفكورې وركولو ستر هدف ته د رسېدو په لړ كې چې ،د هر افغان ملي او وطني دنده ده، په ښه ډول خپله دنده تر سره كړې. نو په وياړ سره ددې ادعا كولاى شو چې بايد ددې خاورې د خپلواكۍ د لارې مخكښان د نړۍ په تاريخ كې ثبت شي. واضح ده چې افغانان د ټولو آسيايي ملتونو د آزادۍ د قافلې سركښان بلل كيږي.

 

د افغانستان خپلواکۍ او په ډېپلوماټیک ډګر کې د افغان سوله پال سیاست بریآ په هماغه دور کې ددې زمینه مساعده کړه چې هېواد په سیاسي، فرهنګي او انکشافي ډګر کې ښه وځلیږي او یوه مډرنه، عصري او په ښو اخلاقو سمبال ټولنه رامنځ ته کړي.

د آزادۍ او خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د امیر امان الله خان غازی په زمانه کې د پوهنې بنسټونه کېښودل شول او پدې دوره کې د تخنیکي زده کړو تر څنګ د نجونو زده کړو ته خاصه پاملرنه وشوه. دولت په خپلو پالیسیو کې د متوازنې ښوونیزې پراختیا لپاره د نارینه او ښځو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړه. چې دې کار د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې په لړ کې اساسي رول لوبولی دی.

له نېکه مرغه دا توجه او پاملرنه له څو لسیزو لوړو، ژورو او انقلابونو وروسته یو ځل بیا د پوهنې د زړه سواند رهبر، جلالتمآب حامد کرزي په دوره کې په بې ساري ډول پرمختګ کړی چې راتلونکو نسلونو  ته یو روښانه زیری بلل کیږي.

 

یاده دې وي چې بدبختانه زمونږ په ګران هېواد كې د پرمختګ او ترقـۍ پروسه د هغو مملكتونو په پرتله چې له دې هېواد سره يې په يو وخت خپلواكي ترلاسه كړې په څو چنده سسته او ورو وه چې د نن نسل باید ترې عبرت واخلي.

 

خپلواكي او آزادي یوه الهی پېرزوینه ده، چې د هر مسلمان افغان حق دى، او ساتنه يې زمونږ د هر افغان وګړي ملي دنده ده، لكه څنګه چې دا روښانه ده چې په اوس زمانه كې د ازادۍ او ديني ارزښتونو ساتل يوازې او يوازې د جنګي او وسله والې مبارزې له لارې شونې نه ده، له بل پلوه د تمدن لوړو پوړو ته رسېدل، د علمي كچې پياوړتيا، پرمختللې تكنالوژۍ ته لاسرسٰى، اقتصادي ودې او سياسي ثبات ته اړتیا لري. لدې امله دې موخې ته د رسېدلو لپاره  اړينه ده چې، د ملي يووالي په لاټينګښت، اسلامي ورورولۍ، د تعليم او تربيې د لا ډېرو اسانتياوو په برابرولو كې له هېڅ ډول هڅو او تلاش دريغ ونكړو، څو ددې سرلوړي ملت آزادي د تل لپاره په خپل ځاى پاتې شي.

 

آزاد دې وي افغانستان، سرلوړى دې وي د پوهنې نظام

 

په درنښت

 

 

فاروق وردګ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير

 

 بازگشت به بالای صفحه