![]() |
|
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
اسدالله زمری
د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې
او
د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز
شهدا»د لمانځلو د محکومولو
په
مناسبت.
آزادي
ته کلونو او قرنونو ترڅ
کې
د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې
ته یې مرام د
استبدا د بندي
د اسیرانو
د هر درد
درمان یې
د طبعیت نه د انسان
لپاره
یوه خوږه او بې بها
تحفه
یې
ته د هر چا د پاره لویه آرزو
په ښو
صفاتو لکه
فرشته یې
خو چې د څوانسان نما وحشیانو
د شومو هیلو د یو کنیزه
کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو
ته یې د پلید مرام سریزه کړلې
چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې
له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې
د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!
ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې
په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو
تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې
د تا لپاره
دانسان
آرمانه
د نړۍ واړه
محکومان
هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې
د حاکمانو خوني لاس غوځیږي
که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر
آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې دغه یوه
آرزو شي پوره :
چې نفس ورکړمه
زه
آزادۍ کې
۸/ ۹/ ۱۳۵۶
خیرخانه کابل
|