تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

محمد انور وفا سمندر-کابل

شهوت او قهر

د وږي ۳مه

مشران له پکتیکا راغلي وو، ویل یې:«له پسرلي را هیسې تر دې دمه اووه سوه(...) ووژل شول!!!»

دا جګړه چا راوړه؟ دا وژنې څوک کوي؟ دا د قتلولو فکرونه له کومه شول؟؟؟

زه څرنګه چمتو شوم، چې د بل وژلو لپاره وسله واخلم!

مانیفسټ! زموږ اصلاحي مانیفسټ، چې زه یې د بل د اصلاح کولو په دنده وګمارلم.

دا جګړن مانیفسټونه مو له کومه کړل؟ دا متنونه چې په دې او هغې پلمه وژل دودوي، څرنګه زما ذهن کې راټول او د ژوند پر سر سپاره شول؟ دا زه یم چې ژوند کوم که هماغه سپېڅلی زوړ ډبرلیک؟!

دومره قهر له کومه شو؟ د قهر لامل څه شی دی؟

زه په یوه ماشوم کالب کې دنیا ته راغلم، ټوله نړۍ زما خپله وه، ټولې څېرې مې خپلې وې، ټول غږونه مې خپل-خپلوان وو.

دا قهرجن اورونه په ما کې له کومه شول؟

دا پېژندنه چا را کړه، چې «ځان» ونمانځم او «بل» هومره اصلاح کړم، چې پرته له «زه» هېڅ شی پاتې نه شي.

زما د بدن تودوخه هومره وه، چې په ژمي سوړ نه شم او په اوړي اور وانه خلم؛

دا بنزیني، نایتروجنی او فاسفورسي اورونه له کومه شول؛

ټول فکر راوړل!!

زه ولې «ښه» را لوی شوم، نور ولې «بد» ولاړ دي.

ښه او بد چا را کړل. له پیله خو یې زه بې ښو او بدو را لېږلی وم،

دا پولې، دیوالونه، زندانونه او د دار رسۍ څه شي د ژوند د پاسه را خوشې کړل؟

ولسونه او نسلونه او لښکرې به پرېږدم؛ زه څرنګه قهرجن جنګیالی شوم؟!

د مور شودې سپېنې وې، د ویالې اوبه سړې او رڼې او خوږې وې، د شوتلو کروندې په هغه رنګ وې، چې ما لیدلې او زه هغه وم چې خدای پیدا کړی وم:

ټول هماغه وو، چې خدای پیدا کړي وو.

زه په خپله دنیا کې خوشې وم، چې سترګې مې د ګاونډي «زمریالي» په لور ولګېدې؛

له پولې مې ورټوپ کړ؛ ګوړه مې ترې واخسته.

ما چې ښه ګوړه له شوتلې سره وژوله؛ مالګه مې په لمنه کې باد باد شوه، هغه هم را نه ورکه شوه. همداسې ورځې، ورځې زه وم، شوتله او مالګه وه او ګاونډۍ نجلې او توره ګوړه، چې بله ورځ پلار نېغ په سر پورې راته ودرېد:

«بې ننګه، دا او داسې کېدل ناروا دي؛ اخر داسې څوک کوي؟!»

ورو ورو مې «ننګ» زده شو؛ ښه او بد مې زده شول،

چې ښه، ښه کارونه وکړم، او خپل د ماشومتوب د وخت بد، بد کارونه اور ته واچوم.

او له دې سره څه شی را په کې غوټه، غوټه ولوېدل، ولوېدل، ولوېدل...

بله ورځ به چې غوجلې ته تېرېدم یا به په کاهدانه کې د چرګو هګیو پسې تپېدم،

د پلار سیوری به را پسې و.

بله، بله ورځ د ټوپک ډز شو، پلار له ملخي سره برج ته پورته شو؛ اریان ولاړ وم چې د چا ومنم؛

شوتلو ته شم که غوجلې که د پلار اجازې ته همداسې انتظار واوسم، چې پلار را غږ کړل:

«توریالی و، د زمریالي د پېغلې لور په خاطر یې د ټوپک ‌ډز وکړ، چې بل څوک یې رویبارۍ ته زړه ښه نه کړي.»

«هغه» را سره نېږدې ودرېده؛ هومره چې وېرېدم، سره ونه لګېږو!! خو خداېزده چا ته په خبرو وه:

«اوس به نو خامخا وینې توېږي!» چې بل ډز وشو، بیا پلار و، ملخی ټوپک یې او د کلا له برجه یې ولیدل، چې توریالی د زمریالي په یوه ډز راولوېد او دویم ځل پورته هم نه شو.

زمریالي هم کډه بل وطن ته واړوله، زه هم بی عقل بې عقل بل وطن په لور ورتلم، چې که څوک پیدا کړم! 

بیا چې نه شوه، څو ورځې د کلي له هلکانو سره ولاړم؛ نښه مې پخوله، چې بیا نور خلک را توېې شول:

«ځوان دی هغه ځوان چې د وطن په درد سوزېږي،

که سل ځله په مخ لوېږي پورته کېږي

ما ترې سل ځل قربان او صدقه کړې،

چې د مرګ په پوله ناست وي لا خوځېږي...»

ټوپک مو غاړې ته کړل، کتاروزمې تر ملا، ولاړو چې د زرو کلونو کسات ټول په یوه ځل واخلو!

چې بیا څوک موږ وځغلول؛ چا موږ وځغلولو؛

چا موږ وځغلولو، څوک موږ وځغول...

پای کې خپلو ډډو پورې تړلې وسپنې راپورې وچاودې؛ خپلې غوښې را نه مړې مړې وڅڅېدې!

مخکې تردې چې کفن واغوندم، د جومات په لوډسپېکر کې یې دعا را پسې واخسته. او د برو پر شناختو یې د فاتحینو اورنۍ ویناوې راوځړولې.

دا تابلوګانې لا وېدې نه وې، چې بې څېرو عکسونو دا غږونه هم وخوړل او نجونې ټولې چادریو ته ولوېدې، نور نو حتا د هومامالاني عکس په پور نه پیدا کېده، چې ورپسې د سپتمبر یوولسمه پر موږ را پورته شوه؛

دومره نجونې شوې، دومره هلکان شول چې داسې بچې یې راوړل او نن یې اورم، چې یوازې پکتیکا یې څومره «سره» کړې. او لا لګیا یو چې «بل» واړو.

اه، څومره مې اوږده کړه؛ ټوله خبره زما د شهوت؛ زما د قهر وه،

تازه مې له ځانه وپوښتل، چې که هماغه زه، هماغه شوتله، هماغه ګوړه او مالګه وای، نه به قاتل، نه به مقتول او نه به زه وژنځای وم. 

 

 بازگشت به بالای صفحه