تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
 

سنجر غفاری

عملیات نظامی درقندهار

                     یا ( بازی جدید استراتیژی وادامه دروغ ها )

پنتاگون وسازمان سیا مردم امریکا وجهان را میخواهند فریب بدهند که درحقیقت شکست و ناموفق بودن استراتیژی های قبل از ایجاد طالبان و بعدازسقوط رژیم طالبان را پرده پوشی نمایند .

برای یک لحظه میرویم به گذشته خانم بینظیربوتودرهنگام ظهورطالبان صدراعظم پاکستان بود. پس ازواقعه 11سپتامبراظهارنموده بودندکه ( طالبان طرح مشترک انگلیسء امریکا و ای اس ای پاکستان با سرمایه وحمایه مالی سعودی ها میباشد ) .

امریکا میخواست از طریق طالبانء جمع اوری اسلحه وتامین امنیت درافغانستان راعملی سازدو به این وسیله زمینه رابرای تامین امنیت اسیای میانه که ناامنی درافغانستان انرا به مخاطره انداخته بود اماده ساخته وتمدید پایپ لاین های نفت وگاز از اسیای میانه به بحرهند راازاین مسیر ممکن سازند .             طالبان برخواسته از مدارس دینی به تشویق پاکستان که افراد رده های بالائی طالبان  ازمدرسه حقانیه ( دراکوره ختک ) واز مناطق پشتون نشین افغانستان  میباشند تحت مشاوریت افسران ای اس ای برای یک هدف خاص ایجاد گردیده . جنرالهای نظامی پاکستانی چون نصیراله بابر ء حمیدگل ء قریشی ء کیهانی ء اسحاق خان و بلاخره جنرال پرویزمشرف اعلام نمودند تا از ترکیب پشتونهای دوکشور طرح یک پشتونستان بزرگ را ایجاد وعملی نمایند این پلان شان دروجود تحریک طالبان پیش برده میشد . برعلاوه پروژه رسیدن به جمهوریت های اسیای میانه ونفوذ بالای مسلمانان منطقه الی مناطق قفقاذ یکی از اهداف عمده پاکستان محسوب میگردد. وصدورطالبان به کشمیرتحت اشغال هند شامل برنامه اساسی پاکستان پا برجاست .

انگلیس ها وسعودی ها اهداف معین ومشخص میان تندروان افراطی اسلامی درمنطقه منجمله علیه ایران و کسب نفوذ بالای مسلمانان اسیای مرکزی و توسعه وهابیزم را بسوی جمهوریت های اسیای میانه ء قفقاز ء مسلمانان روسیه و تاتارستان و کشمیر هند و مسلمانان چین  را داشته ودارند  از جانبی انگلیس ها هرگزعلاقمندی حضور دایمی امریکا درمنطقه را نداشته از نزدیکی روسیه امریکا وهندوستان نگران است . این چهار مطلب فوق الذکر ازقبل درایجاد طالبان . وحرکت بسوی بازی بزرگ را مشخص ساخته . میرویم به جریانات موجوده ایکه همه این متحدین و ایجاد گرایان طالبان را در موجودیت و قوت بخشیدن این اشباح ایکه دارد از کنترول خارج گردد . به نفع امریکا ویا به نفع انگلیس درمنطقه ویا بازی مشترک ادامه خواهد یافت .                                                                                  جریانات وحوادث بعدا زحضورنظامی امریکا درافغانستان ومنطقه یکی پی دیگر ادامه دارد عمق فاجعه وسعت یافته است . بازی مسیرش را به شکل بسیار مرموز و غافل کننده طی مینماید مگر درلفافه .و رقابت های بسیاربیرحمانه علیه همدیگر . امریکا قوت نظامی اش را دها چند از دیگران افزایش داده خلاف میل یاران ومتحدان خود  یکه تازی میکند . چنان معلوم میشود که در یک جال ویا تلک یارانش گیرمانده است . و یارانش درهر حرکت و حرف با امریکا سرشورمیدهند مگر درواقعیت پلان و برنامه خاص خویش را روی اهداف معینه در منطقه دنبال مینمایند . و طالبان معلوم میگرددکه با همه ا ی    شان دارد و درجنگ وستیزه سازش پیش میروند . پول میگیرند . و همدوش میروند اینکه افغانهای بیچاره به کدام بدبختی کشانیده میشوند ء. ویا اینکه حاکمیت دولتی موجوده کدام نقش را بازی مینماید درپیش برد این بازی ها باید مردم ما وجهانیان تثبیت نموده باشند که به یقین چنین هم شده است .                 تشویق رهبری موجوده در ابراز نظریات ء انتقادات و سخنروی های عریان علیه عملکردهای غیرقابل قبول برای کشور ومردم افغانادامه این بازی ها میباشد . تحت پوشش دموکراسی و استقلالیت رژیم   که به نوع از اشکال خاموش ساختن و پرده پوشیدن به ان حقایقی است که دیگر مردمان امریکا و کشور های غربی وناتو بشمول مردمان افغانستان ومنطقه از پیش برد این بازی دروغین بنا م القاعده وطالبان و جنگ و مبارزه با تروریزم خسته و در نهایت انفجاری گردیده اند . از جانبی نیروهای ضدجنگ و سازمانهای دفاع از حقوق بشر نمیتوانند دیگر با کتمان حقایق جنگ افغانستان و کشتار مردمان ملکی  در عراق ء پاکستان و سایر نقاط جهان که بوسیله نیروهای امریکا ومتحدین صورت میگیرد .خاموش باشند. ازجانبی افزایش در کشته شدن و معلولیت  جوانان امریکا ومتحدین ان که سربازان شان درجنگ بی مفهوم ونامعلوم فرستاده شده اند و تلف میگردند.ء از یک جانب . و بحران بزرک مالی واقتصادی در امریکاو جهان بشمول کشورهای شامل درجنگ روزبه روز افزایش قابل ملاحظه را به خود کسب نموده  مقامات نظامی و مشاورین سیاسی و استخباراتی را مجبور ساخته اند تا یک راه بیرون رفت را اختیار نمایند . اینکه درکشورما ومنطقه یا نمیخواهند ویا نتوانسته اند به ادامه حقایق فاجعه پایا ن ببخشند . با پیش کشیدن چنین فعالیت ها و متوصل شدن به عملیات های نظامی ایکه فقط تشدید وادامه جنگ  چیزی دیگری رابه دنبال نداشته مبادرت میورزند مردمان خود وجهان را میخواهند با این چنین حرکت ها فریب بدهند . یکبار دیگر با صراحت وقاطعیت اعلام میداریم و پیشنهاد میداریم که راه ختم جنگ و نجات مردم ما وجهان از چنگال تروریزم متوصل شدن به قوت نظامی درکشور ما توسط شما نمیباشد . دعوت  نخبگان افغان تحت یک عملیه مشترک کاملا افغانی  با اعلام اتش بس ء ستر سرحدات کشور. و قطع مداخلات همسایه ها در امور کشوری ما .کشانیدن پاکستان بسوی انجام اعمال صادقانه علیه مبارزه واقعی برضد افراطگرائی و عدم حمایه از طالبان ورهبران شان که براساس اظهارات چندماه قبل جنرالهای پاکستانی که رهبران القاعده وطالبان درمحافظت شان قراردارند . و بلاخره نابودی واقعی مخفی گاه ها و مدارس و تربیه گاهای طالبان که در پاکستان مانند افتاب صبح بیرون میشوند وشام مخفی میگردند. باید عملیات نظامی و پاکسازی از انطرف سرحد اغاز و براساس اظهارات رئیس ارکان وزارت دفاغ امریکا که پلان اعمال تروریستی 11سپتامبر درقندهارترتیب شده است مگر افرادایکه این پلان را ترتیب کرده اند فعلان درحمایه ای اس ای به گفته نظامیان پاکستان قراردارند .سوال مطره میگردد که چرا با ای اس ای پاکستان کنار نمیروید ؟ کمرخویش را برای کشتن وویرانی قندهار بسته نموده اید ؟. تروریستها را نابود نمیسازید ؟.محل ایکه در ان به گفته شما پلان ترتیب شده است نابود میسازید ؟. بدانیدکه باادامه چنین اعمال و استراتیژی غلط شکست و ناموفق بودن شما برای همیش هویدا گردیده . مردم امریکا و قوانین حقوقی و نظامی امثال شمارا به گونتانامو ایکه خود ایجاد نموده اید حتما پذیرائی. خواهیدشد . و قندهار قندهارباقی خواهد ماند ..

                                        بااحترام سنجرغفاری ماه می 2010

 


احسان الله آرينزى

په هند كې د افغانانو يوه ستره ستونزه

په وروسته پاتې هېوادونو كې بېروكراسي يا په دفاترو كې د خلكو ستوماني ډېره زياته ده. د افريقا او اسيا ځينې هېوادونه په دې برخه كې ستر_ ستر نومونه لري. د شفافيت نړيواله اداره  وايي چې په افغانستان كې هر سړى په كال كې نژدې يونيم سل ډالره رشوت وركوي. كله چې د ۲۰۰۹  كال په پاى دې ادارې وويل چې افغانانو په دې كال كې دوه نيم بليونه ډالره رشوت وركړى، د افغانستان دولت غبرګون وښود او وې ويل چې دا خبره سياسي بنسټ لري او سمه نه ده. واقعيت دا دى چې په افغانستان كې بيروكراسئ په لكونو خلك له دولته بېزار كړل او مخالفينو د بيا فعاليت ډګر وموند.

 په هر صورت په اسيا كې هند داسې يو هېواد دى چې خلك يې په اداراتو كې ډېر لا لهانده دې. لس- دوولس كاله مخكې BBC   د هند په محاكمو كې د دعوې ګانو د خلاصون د مودې په هلكه يو په زړه پورې راپور درلود. په دې راپور كې يوه سړي د كومې محكمې په مخكې د BBC  استازي ته ويل چې دى په زمكه دعوه لري؛ خو دا يې پنځه ويشتم كال دى چې ځي او راځي او دا دوسيه نه خلاصيږي. زما ښه په ياد دي چې دى بيوزلى هندي BBC ته وويل چې په دې پنځه ويشتو كلونو كې د دې محكمې دوه قاضيان مړه او له شلو زيات مامورين  تبديل شول. د محكمې له پاره نوې جوړه شوې ودانۍ بېرته زړه شوه، ما واده وكړ او اوس مو لور د اولاد، مور ده؛ خو زما وړوكې دعوې لا نه ده خلاصه او هره روځ محكمې ته  روان وم.

 دا كيسه لا زما په غوږونو كې وه چې تېره مياشت له ۱۸ كاله څخه وروسته بيا ډيلي ته لاړم. په دې اتلسو كلونو كې هند ډېر فرق كړى، د ډيلي د ښار او هوايي ډګر تر مينځ چې پخوا كومه دښته پرته وه اوس د ګورګاون Gorgaon   په خورا لوى او عصري ښار بدله شوې ده . د ګورګاون ځنې برخې له دوبۍ سره ډغرې وهي او اسمانڅكي يې د هر ليدونكي سترګې بريښوي ؛ خو د هند په بېروكراسي كې لا ډېر توپير نه دى راغلى او خلك د پخوا په شان له خپلو زړو دوسيو سره لا لهانده ګرځي. كه دا خبره نه مني نو له هغه افغانانو څخه تپوس وكړئ چې هند ته ځي. په ډيلي كې د اريانا افغان هوايي شركت د دفتر مشر خالد جان نوري وايي چې له افغانستانه هند ته اريانا، كام اير، پامير او ايرانديا الوتنې كوي او په مياشت كې شااو خوا ۱۲۰۰۰ كسان ډيلي ته راځي. دى وايي چې په دې ۱۲۰۰۰ كې نوي په سلو كې ناروغان او يا د دوى د كورنيو هغه غړي دي چې د ناروغانو په ملتيا سفر كوي، ډېرې يې په ژبه نه پوهيږي او يا د لومړي ځل له پاره د بهر په سفر ځي او له پرمختللې نړۍ سره نابلده وي.

په هر صورت په هند كې د افغانانو د ويزوو ثبتول يا راجستر كول هغه ستره ربړه ده چې شرح يې بېله مقاله غواړي ؛ خو هغه ستونزه چې زه يې دلته يادول غواړم د افغانانو له پاره د موبايل سيم كارت د اخيستلو خبره ده چې خپله كيسه تاسو ته وړاندې كول غواړم.

 زه په ۲۲ د فبروري په دې تمه هند ته لاړم چې د خپلې ناروغې ميرمنې علاج وكړم. ما هملته د ډيلي د نړيوال هوايي ډګر څخه د ( ايرتل Airtel )  له كړكۍ څخه يو سيم كارت واخيست او ټول هغه اسناد مې ورته وړاندې كړل چې د ( ايرتل )  كاركوونكو په كار وو. د پاسپورټ فوتوكاپي، د هند د ويزې فتوكاپي، دوه دانې عكسونه او بزنس كارت مې ورته وركړل. دا سيم كارت پوره ۲۵ روځې وروسته نا څاپه بند شو. ( ايرتل) ما ته هېڅ كوم ليكلى پيغام  نه و استولى او دا داسې يو سهار و چې زما ميرمن د ګورګان په مكس روغتون كې له دوو عملياتو څخه  وتلې او د ځانګړي پاملرنې په خونه كې تر اكسيجن لاندې پرته وه. كه څه هم چې زما د افغان بيسيم نمبر هلته په رومنګ فعاله و؛ خو ما غوښتل چې سپما وكړم او په ډيلي كې د سيمه ايزو اړيكو له پاره له هندي سيم كارت څخه خبرې وكړم. په هر صورت په دې روځ زما سيم كارت بند پاتې شو او ما دومره وخت ونه موند چې د ( ايرتل) د كستمر سرويس كوم دفتر ته ورشم او خپل مشكل حل كړم.

 سبا ته مې يوه ريكشا ونېوه او د ګورګاون په ( ګلوريا شاپنګ كمپلكس) كې د ( ايرتل) دفتر ته ورغلم. له ښه ځنډ وروسته نوبت راغى او له مامور سره مخامخ شوم. دوى وويل چې زما سيم كارت له پاره ټول قانوني اسناد نه دي جمع شوي؛ ځكه كمپنۍ دا سيم كارت بند كړى دى. ما ورته وويل چې ما په هوايي ډګر كې د پاسپورت او ويزې فتوكاپي ستاسو دفتر ته سپارلي دي؛ خو دوى استدلال كاوه چې دا اسناد مركزي دفتر ته نه دي رسيدلي او كه رسيدلي هم وي، دا بس نه دي او لږ نور كاغذونه هم په كار دي . ما ورته وويل كه زما كاغذونه ستاسو مركزي دفتر ته نه دي رسيدلي دا زما ګناه نه ده، خپل ما مور ته جزا وركړئ. زه ناروغ لرم او د مكس روغتون د ننوتلو كارت مې ورښكاره كړ چې د بسترې ناروغ د لرلو مانا  وركوي؛ خو دوى ويل چې د خپلې استوګنې د ځاى ثبوت بايد وړاندې كړې، ما ورته وويل چې له روغتون څخه د مخه په همدې ګورګاون كې د Rose villa  په ګيست هاوس كې اوسېدم، دا يې پته، دا يې ټليفون نمبر... خو دوى دا ثبوت نه ما نه او ويل يې چې ته بايد دلته د جايداد كاغذونه وړاندې كړې! ما ورته وويل چې زه د درې سوه روپيو سيم كارت له پاره دلته په يو مليون روپيو جايداد نه شم اخستلاى، دوى ويل چې يو بل څوك بايد ستا ضمانت وكړي او خپل كاغذونه تا ته دركړي...

 له نيم ساعت استدلال وروسته ما ته پته ولګېده چې خبرې ګټه نه لري او لاړم د ګورگاون په ( نيشنل ميډيا سنټر) كې مې خپل هغه په خټه افغان هندي دوست پيدا كړ چې له پخوا څخه اړيكي لرو. ښاغلي راج ته مې كيسه وكړه هغه سمدلاسه يو مكتوب وليكه چې دغه ښاغلى ميلمه زما په كور كې اوسيږي او ... له دې سره جوخت يې د خپل كور د ملكيت پاڼه را ته كاپي كړه او د خپل ( ايرتل) موبايل د تېرو مياشتو بلونه يې راكړل او بيا يې خپل ډرېور ته وظيفه وركړه چې له ما سره د ( ايرتل) كسمتر سرويس ته لاړ شي او دا ستونزه  حل كړي. زه او ډريور له يو پنډ كاغذونو سره په (Shara mall ) كې د ( ايرتل) يو لوى دفتر ته لاړو، بيا نوبت، بيا همغه اوږده كيسه، زموږ اصرار او د دوى انكار،د كاغذونو مسله ... او موږ ورته بيا له اصل پاسپورت سره د هند ويزه، دوه دانې عكسونه، په كابل كې زما د دندې كارت، د راج د كور قباله، د راج د ټليفون بلونه او د راج ضمانت خط وړاندې كړل. د روغتون او ناروغ خبره مو ورته وكړه او له دوى نه مو وغوښتل چې دا ټليفون  ژر فعاله كاندي؛ ځكه چې سخته اړتيا ورته لرو. له دوستانو سره مو اړيكي پرې دي او دوى ته مو وويل په كار وه چې د سيم كارت له بنديدو د مخه مو يو مسيج ( ليكلى پيغام) را ليږلى واى؛ خو دوى خپل استدلال كاوه چې ستا پخواني كاغذونه مركزي دفتر ته نه دي رسيدلي، ځنې پاكستانيان افغاني پاسپورتونه او د هند ويزه اخلي او دلته د سوداګرۍ يا ناروغتيا په پلمه راځي او بيا په تروريستي فعاليتونو كې برخه اخلي... او موږ له همدې امله دا ټول اسناد غواړو چې پوه شو چې له افغانستانه راغلي مسافر چېرې اوسي او په كومو كارونو بوخت دي. بالاخره دوى وعده وكړه چې دا سيم كارت به په راتلونكو ۲۴ ساعتونو كې فعال شي.

 كيسه ډېره اوږده شوه، زه بېرته روغتون ته لاړم. زما ډېرو ملګرو او دوستانو د مكس روغتون په ادرس ټليفونونه كړي وو چې زه چېرته يم او څه كوم ؟ مكس د دې دوستانو نومرې ما ته راكړې او ما ورته د روغتون له لارې ټليفونونه وكړل او دوى مو د عملياتو او ناروغ په حالت خبر كړل. سبا مازديګر ۲۴ ساعته پوره شول، ۳۰ شول، ۴۰،۳۵ ساعت تېرشول؛ خو ټليفون بيا هم فعال نه شو.

 بل سبا مازديګر بيا په ( سهارا مال) كې د ( ايرتل) كستمر سرويس ته ورغلم. همغه پرونى مامور مې پيدا كړ، ما خپلې خبرې وكړې او ده خپل استدلال كاوه چې زما كاغذونه په همغه پيل كې بشپړ نه وو او ... دا وخت زه په عصبي حالت كې د دفتر د منيجر كوټې ته ننوتم او د سيم كارت د فعاليدلو پوښتنه مې وكړه. ده هم د كاغذونو د نابشپړوالي خبره وكړه؛ خو ما ورته وويل فكر وكړه چې همدا اوس نوى سيم كارت اخلم، څه غواړي؟ پاسپورت، ID ، د هند ويزه، عكسونه، د يوه هندي د كور قباله، د هغه د ټليفون بل، د هغه ضمانت خط !! نور څه غواړي. دا ځلې ما خپل ځان لږ ورته معرفي كړ چې زه هم په افغانستان كې په يوه موبايل كمپنۍ، په يوه ټلويزيوني شبكه او يوه اونيزه اخبار كې كار كوم، كولاى شم چې ستاسو د ( ايرتل) په هكله ناوړه تبليغ وكړم او افغانان ستاسو د سيم كارتونو له اخيستلو څخه واړوم او دا مې ورته وويل چې په افغانستان كې د سفما يا  د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو ډ ټولنې مشر يم او... نو كه زه د ( ايرتل) يو سيم كارت په دريو روځو كې نه شم فعالولاى، نور بېوزلي افغانان به څومره تكليف ولري او ستاسو له سيم كارت سره به څومره لا لهانده وي؟ ده له ما نه وغوښتل چې لس _ پنځلس دقيقې بهر انتظار وباسم او دى به هڅه وكړي چې خپل مركزي دفتر په دې قانع كړي چې دا سيم كارت ژر فعال شي. ما دا خبره په لومړي سر كې نه منله او غوښتل مې چې لانجه غټه كړم؛ خو وروسته مې پريكړه وكړه چې انتظار وباسم.

پنځلس دقيقې وروسته دا منيجر بهر ته راغى او ما ته يې وويل چې ستا سيم كارت فعال شو. ما مننه ترې وكړه او له كستمر سرويسه ووتم او سمدلاسه مې خپلو دوستانو ته ليكلي پيغامونه وليږل او په دوى مې د ټليفون د فعاليدو زيرى وكړ! دا كيسه مې ځكه وليكله چې هغه افغانان چېً د علاج له پاره هند ته راځي او وخت يې هلته ډېر بوخت وي، په لومړي سر كې دې د موبايل كمپنۍ له مامورينو سره د خپلې استوګنې د احتمالي وخت، د اوسېدو د ځاى او د اسنادو د بشپړوالي په هكله سمې خبرې وكړي چې بيا زما په شان لا لهانده نه شي.

 د دې په روځې سبا زما يو خوستى سك انډيوال زما ليدلو ته راغى او له ما څخه يې د ټليفون د سيم كارت د فعاليدو پوښتنه وكړه، ما دا ټوله كيسه ورته وكړه، ده وويل چې له دې ټليفون څخه خو به دې پاكستان ته زنګ نه وي وهلى، ما ورته وويل چې هو ما درې ځلې په پېښور كې خبرې كړي دي. ده وويل چې بس اصلي خبره همد ا ده، هغه د كاغذونو د نابشپړوالي مسله هسې با بېزه وگڼله او وې ويل چې تا له هند څخه په هندي سيم كارت درې ځلې پاكستان ته ټليفون كړى او حتماً دې په پښتو ژبه خبرې هم كړي دي! نو د هند ادارې به ستا سيم كارت څنګه نه بندوي؟
دا مسله مې هم ځكه ياده كړه چې كوم افغاني وروڼه او خويندې چې د علاج يا د كوم ضروري كار له پاره هند ته ځي، له هغه ځايه دې پاكستان ته زنګ نه وهي چې سيم كارت يې بنديږي او بيا به دومره لا لهاندي ګالي لكه ما چې وليده. ما درې روځې زيار ويست چې ايله يو بند سيم كارت مې بېرته فعال كړاى شواى!!؟

او هغه د BBC د پروګرام خبرې او خاطرې رايادې شوې چې ويل يې كار يې پنځه ويشت كاله په محكمه كې نه خلاصيږي! ( ايرتل) يو نوى شركت دى؛ خو د هند د بېرو كراسۍ اغيزه پرې پرته ده.


                       

نوشتـه : بـرهان الدیـن « سعیدی »

 

اتحادیه استادان پوهنتونهای افغانستان

 

پوهنتون کابل  در سال «  ۱۳۲۵ هجری شمسی  »  و  پولي تخنيک کابل  در سال  « ۱۳۴۸ هجری شمسی »  تاسیس  شده و بر علاوه اینکه این هر دو تاسیسات علمی از  جمله مراکز  تحصیلی عمده کشور عزیز ما  افغانستان ،  طی  سالهای  شصت و هفتاد  قرن  گذشته  بشمار میرفت ،  میدان  داغ مبارزات «  آزادیخواهی ، سازمانی  و صنفی  »  نیز بود .

           

تاسیس ،  تشکل  و  پایه گذاری  نهاد های   مختلف  سازمانی  و صنفی  و بخصوص  روند فعالیتهای ( اتحادیه اول  محصلان  پوهنتون کابل  در سال « ۱۳۲۹ هجری  شمسی  »، اتحادیه  دوم  محصلان  پوهنتون کابل  در سال  «  ۱۳۴۸ هجری شمسی  » و اتحادیه استادان  پوهنتون های افغانستان  در  سال « ۱۳۵۰ هجری شمسی ) که بخاطر دفاع از حقوق « ملی ، وطنی و صنفی  »  در این دو مرکز تحصیلی  ایجاد و تاسیس شده  بود ، تاریخ  طولانی  دارد ؛  که در این  بحث  کوتاه  صرف  معلومات مختصر توام  با اسناد  دست داشته و  خاطرات عده یی از شخصیت های سیاسی و ملی کشور،  ارايه میگردد و ارزومندم تا زمینه مساعد را برای بحث های « سالم ، هدفمند و مفصل » آماده سازد .

 

دوکتور محمد سعید  «  سعید افغانی  »  که در «  دوکتورای »  خویش را رشته «  فلسفه  والهیات » از  پوهنتون  جامع الازهر جمهوری عربی مصر ، موفقانه بدست اورده است  و بتاریخ  « ۱۷ اکتوبر ۱۳۴۷هجری شمسی  » به وطن عودت  کرد ، بر خلاف  توقع  سازمانهای « چپ »  و  « راست » ،  راه   سوم  را که  مبارزه  برای «  صلح  و امنیت  بشریت  »  بود ؛  انتخاب  کرد  و با  مطرح کردن  شعار ذ ‌یل : « دین  هرعالم ، هرشخصيت  مذهبی ، هر وطنپرست وهرانسان  صادق آنست  که  تمام   قدرت، استعداد  و دانش  خود  را  وقف  مبارزه   بخاطر  آزادی  ملی  و اجتماعی ، بخاطر  صلح  و امنیت  بشریت  نماید . »  به  مبارزه  پرداخت .                            

قابل تذکر است  که  استاد  سعید افغانی  ، بشکل علنی  در همه اظهارات  و مصاحبه های  مطبوعاتی خویش  برنامه های  ملی و وطنی  خویش را با  کمال صراحت  توضیح  و تشریح  میدارد  .  چنانچه در مصاحبه  مطبوعاتی  خویش  که در سال «  ۱۳۴۸ » هجری شمسی با « آژانس  نشراتی باختر » انجام  داد و مسوده  آن به رسم  وخط  شان همین اکنون موجود  است ،  هدف  و مرام وطنی  خویش را در چند  کلمات  محدود و کوتاه ، چنین  بیان کرد  : (  زه د افغانستان  د سعادت د پاره  دا هلیه لرم  چه د خلکو بشری استعدادونه  په  کار و اچول  شی ؛  او د وطن  د ثروتی  منابعو نه په کافی  اندازه  استفاده  په  لاس  راشی  .           

زما  ! دا ارمان  دی چه د افغانانو ملی  وحدت  باید تقویه  شی ؛ او د افغانستان د خاوری  ټول  ځامن  په ګډه  یو داسی  قوی مثبت  حرکت را ولی  چه  ډیر په  ځغرده   «  مدنی  او حیاتی »  ټولی  نیمګړ تیاوی  له  مینځه  ختم  شی  و ...  )   

 

سر محقق  محترم  عبدالله خدمتگار بختانی در کتاب  بنام  «  د سولی او تفاهم د لیاری مبلغ  دوکتور مولوی  محمد سعید افغانی »  که  در سال  ۱۳۶۵ هجری  شمسی  په  چاپ  رسیده ،  چنین  نوشته است  :  ( د هیواد  په سیاسی  فعالتونو  کښی له  غور او مطالعی   وروسته ،   دوکتور سعید افغانی  د  کابل  پوهنتون  د استادانو او شاګردانو  د دموکراتیک  هلو ځلو  پر خوا  ودرید .  د  همدی  لامله  نومړی  یو ځل  د  کابل  پولی تخنیک د استادانو  د استازی په ټوګه ، د کابل  پوهنتون د استاذانو  د اتحادیی  غړی  شو او  بل  ځل  د  دغی اتحادیی د عالی شورا په مرستیالی  انتخاب شو او  په میړانه  به یی  د استاذانو او شاګردانو او بالوسیله  د هیواد  د خلکو د دموکراتیک حقونو او غوښتنو  دفاع  کوله .   په  دی  ډول  دوکتور سعید افغانی  په  دی مرحله  کښی  هم  دیو عالم ، استاد او مولف  په  ټوګه  د  تدریس ، تالیف او لیکنو کار کاوه او هم د یوه با  درده  با احساسه  وطنپال  په ډول  د ملی دموکراتیک  نهضت په ګټه  د پوهنتون په سیاسی او صنفی فعالیتونو کښی مثبت  رول لو باوه و... )   

استاد  سعید افغانی  ابتدا  در دارالمعلمین عالی  روښان و متعاقبآ  در سال « ۱۳۴۸» هجری  شمسی در  پولیتخنک کابل  ، به  تدریس  مضمون «  تاریخ اسلام  »   پرداخت و  در پهلوی آن  با  تفاهم  و همکاری تعداد از استادان  پولی تخنیک کابل ، بخاطر تشکل  «  جبهه متحد ملی  » به  فعالیت خویش تشدید بخشید  و از آنجا ؛  دامنه این  فعالیت ها  را به پوهنتون  کابل انتقال و توسعه داده  و با  تفاهم محترم پوهاند  استاد  فضل الربی  پژواک که با هم  شناخت  سابقه  داشتند  وعده دیگری از استادان، زمینه ایجاد  و تشکیل  یک جبهه را که متشکل از نیروهای «  ملی ، مترقی و اسلامی » وطن باشد ، مورد غور ، برسی  و مناقشه  دوامدار  قرار داد .

 

در سال  « ۱۳۵۰ هجری شمسی مطابق ۱۹۷۱ میلادی »  این  جنبش ملی  و وطنی  توانست  تا  به اساس جو سیاسی آن  وقت، کمیت قابل  ملاحظه از استادان را بخاطر  دفاع از حقوق صنفی ؛ منسجم  ساخته تا اینکه بعد از جر و بحثهای  طولانی  زمینه  « تفاهم و اتحاد »  همه  نیروها ، برای ایجاد و تشکیل  « اتحادیه استادان  پوهنتون های  افغانستان  »  مساعد  شد ،  که  به اساس انتخابات ازاد  و دموکراتیک بتعداد « ۳۱ تن  » از استادان در شورای رهبری اتحادیه به ترکیب  ذیل ،انتخاب  شدند :

۱ــ  «  ۱۲ تن  »  استاد از پولیتخنیک کابل :( دکتور محمد سعید « سعید افغانی » ، دکتور عبد الرب  ناظری ، استاد محمد انور فیاض ، دکتور سید گل ثاقب ،  دکتوررسول قندهاری ، دکتور محمد شریف نوری ،  استاد محمد علی صمدی ، استاد عبداالطیف محمودی ، استاد  رازمحمد پکتین  ،استاد  گلزار امینی ، استاد اسدالله مراد  و استاد  فتح گل مهمند . )     

۲ــ   « ۴  تن  »  استاد از پوهنځی حقوق :( استاد  فضل الربی  پژواک ، دکتور محمد حیدر ،  دکتور سید هاشم صاعد و استاد  محمد احسان تره کی )

۳ــ « ۳  تن  » استاد از پو هنځی ساینس : (   استاد بلبل شاه جلال  ، استاد احمد شاه جلال  و  استاد میر حبیب الله حبیب )

۴ ــ « ۳ تن » استاد پو هنځی تعلیم و تربیه : ( استاد سرفراز مومند ، استاد  منصور هاشمی و استاد  محمود  سوما )   

۵ــ «  ۳  تن  »  استاد از پو هنځی زراعت : ( استاد عبدالرشید جلیلی  ، استاد  میر آقا و استاد محمد قاسم مایار )    

۶ــ « ۳ تن  » استاد از پو هنځی طب : ( دکتور صادق علی یاری  ، دکتور سید ظاهر رزبان  و دکتور هاشم مهربان  )

۷ــ  «  ۱ تن  »  استاد  از پو هنځی انجینری :  (  استاد  صفر محمد نظری )  

۸ــ  « ۱ تن   »  استاد  از پو هنځی فارمسی :  ( دکتور فضل احمد احراری )    

۹ــ  «  ۱ تن  »  استاد از پوهنځی طب  ننگرهار : ( داکتر سید جلال  پشتونیار

 

شورای رهبری اتحادیه استادان  پوهنتونهای افغانستان  در اولین  جلسه  خویش  کمیتهٔ اجرائیه  آن اتحادیه  را به  ترتیب ذیل انتخاب  کردند :  (  استاد  فضل الربی  پژواک از  پوهنځی حقوق  به صفت ریس اتحادیه ، استاد  دوکتور  محمد سعید « سعید افغانی »  از پولی تخنیک  کابل  به  صفت  معاون اتحادیه  و همچنان استادان هریک : دکتور سید هاشم  صاعد ،   استاد  سرفراز مومند و استاد  داکتر سید جلال  پشتونیار به صفت منشیان اتحادیه  و همچنان استادان هریک :  دکتور محمد حیدر ، دکتور صادق علی یاری، دکتور سید ظاهر رزبان، دکتور محمدهاشم مهربان، دکتورعبد الرب ناظری ، استاد  انور  فیاض ، دکتور فضل احمد احرار  و استاد میر آقا  به صفت اعضای  کمیته اجرايیه . ) 

ــ  محترم سرفراز مومند استاد سابق  پوهنځی تعلیم و تربیه  « ادبیات »  پوهنتون کابل که شخصأ در روند مبارزات  صنفی استادان  و محصلین  پوهنتون کابل ؛  نقش فعال و برجسته داشت ، در مضمون  تحت عنوان « د استاد سعید افغانی  څخه  یوه خاطره » در سال ۲۰۱۰ میلادی ، چنین نوشته است :

( پدغه  وخت کی  کابل  پوهنتون  د سیاسی مبارزاتو  ډګر ؤ ،  د ټولو  سیاسی  جریانونو  نمایندګان  په پوهنتون کی محسوس  ؤ ،  د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند دوه برخی « خلق  او پرچم » ، د ماېوستانو ګوند « شعله جاوید » ،  افغان ملت  ، صدای عوام  او جوانان  مسلمان  فعالیت   درلود . هر ګوند  به په مختلفو مواردوکی ځانګړی غونډی او تظاهرات تنظیمول  خو په تاسف د دغه ډلو اکثر انرژی د یو بل  په  تخریب  مصرف کیده او  پدغه اساس  همیشه صنفی  هدفونه  د سیاسی  مرضونو قربانی  کیدل ،  دوخت  دولت  په د دی  تضادونو څخه استفاده  کوله  او  صنفی  مبارزو  به  مطلوبه نتیجه  نه  ورکوله .

ښه می  په یاد دی  چی دغه  وضع   د استادانو د اتحادیی  په  جوړولوکی  هم مسلطه وه  ، هری ډلی غوښتل  چی اتحادیی ته یی غړی انتخاب شی  چی  د ضرورت په وخت کی دغه صنفی اتحادیه  د خپل  سیاسی غرضونو د پاره استعماله  کړی .

جلسی روانی وې ، تضادونه عمیق کیدل او بالاخره یوه  جلسه دومره هیجانی شوه چی نژدی وه  چی د استادانو اتحادیه  چی  د استادانو د  صنفی ګټو یوا ځنی  ر ښتنی  مدافع  وه  جوړه  نشی  او غونډه ړنګه شی  او دغه کلاس  حق او دیموکراتیک  غوښتنه په ځای  پاتی شی .

درست  په  دغه  لحظه کی   استاد سعید افغانی  چی  د  پولیتخنیک  د  بی طرفه استادانو  څخه ؤ   او د پو هنتون  اکثر ه استادانو کی  د ټاکلی احترام  څخه بر خورداره ؤ  ، یوه  ثابته  بیانه  ایراده  کړه ، استادان  یی اتحاد او اتفاق  ته را  وبلل ،  صنفی هدفونه  او  سیاسی هدفونه یی  لنډ  توضیح   کړل ، هیله یی  وکړه   چی  صنفی  غوښتنی  د سیاسی غوښتنو  څخه  بیلی   کړی  ،  استادان يی   په  ډیر ارام او متانت سره  دغه  عظیم  مسوولیت   ته متوجه  کړل  چی  که  دا اتحادیه  جوړه نشی  نو  یوه  نه بخښونکی تاریخی  اشتباه  به مو کړی  وی او راتلونکی  به په  مونږ لعنت  وایی ..                  پر لپسی چکچکو  د غونډی سکوت مات کړ ، دغه  بیانیی  په ټولو استادانو  ښه تاثیر  و کړ ، جلسی  دوام  وکړ او په نتیجه کی  په یو ټا کلی  پروګرام  د اتحادیی انتخابات  وشول ،  اتحادیه  جوړه  شو ، چی  دارلانشایی  پدی  ډول  و ټاکل  شوه  :  ( استاد فضل الربی  پژواک  د اتحادیی د ریس په تو ګه ، استاد  سعید افغانی  د اتحادیی د  معاون په تو ګه  ،  سرفراز مومند  د اتحادیی  د منشی  په تو ګه  او داکتر  پشتونیار « د ننګرهار پو هنتون څخه »  د اتحادیی د منشی په  تو ګه . )

ــ محترم خلیل  زمر  که  طی  سال « ۱۹۷۱میلادی »   در  روند  و جنبش  مبارزات  صنفی  اتحادیه محصلان  پوهنتون کابل ،  نقش فعال و  برجسته  داشت ، خاطرات  شان را تحت عنوان «  یک معلم و یک رهنمائی  خوب  »  در سال «  ۲۰۰۴ میلادی »  چنین نوشته است :

( در سال ۱۹۷۱ « ۱۳۵۰ » بود که  در آن هنگام  اتحادیه  محصلان  پوهنتونهای افغانستان جهت جلب  پیشتیبانی  استادان ازاعتراض بر حق  محصلین در برابراداره آنوقت پوهنتون تصمیم  ملاقات  با استادان  را گرفت  یکی از  اولین  استادانی را که ملاقات  نمودیم  دکتور سعید افغانی بود که  در انستیتوت  پولیتخنیک کابل  درآن  دوران  تدریس  مینمود.

او به در خواست اتحادیه محصلین در پهلوی مرحوم استاد فضل الربی  پژواک ، پوهاند علـی  محمد  زهما  و دوکتور محمداحسان روستامل لبیک گفتند  و پس ازآن تاریخ  به ابتکار آنها جنبش اتحادیه  استادان آغاز گردید .

دکتور سعید افغانی همراه با عده  دیگرازاستادان  پوهنتون کابل  بطور منظم  در جلسات و تظاهرات  گسترده  محصلین اشتراک  میکردند  و به  تقویت  نهضت  محصلین   و بدفاع  از  خواستهای آنان  میپرداختند .

هنگامیکه  اختلاف و تفاوت نظر بین  گروهای مختلف  محصلین  و یا  استادان ایجاد  میشد ،  استاد سعید افغانی با بیانات علمی  و مستدل  همه را به عتدال و اتحاد  دعوت میکرد.  حرفها  و بیانات او مثل همیشه حساب شده و مبری از زیاده  روی  و افراط  و تفریط   بود .

او یکی از چندین استاد  پو هنتون   بود   که  در  سال ۱۹۷۲ « ۱۳۵۱ »   موضوع  ایجاد  اتحادیه استادان را  طرح  و  در دفعات  بعدی  آنرا  پیگیری  نمود  .  زمانیکه اتحادیه  استادان  پوهنتونهای افغانستان  در سال ۱۹۷۲ رسمأ  تشکیل  شد ،  دوکتور سعید افغانی  که  خود  یکی  از  پایه گذاران آن  بود  در اولین  جلسه  موسسان اتحادیه استادان  افغانستان  بحیث  عضو رهبری آن  انتخاب شد  و پس از آن  در پیشبرد  امور رهبری  اتحادیه استادان سهم  فعال  داشت  و ..... )

 

ـــ محترم ازادمنش پیرامون  «  اتحادیه استادان  پوهنتون های افغانستان  » در سایت انترنیتی  بنام « نوای افغانستان »  گزارشی  مفصلی را  بدست  نشر سپرده ،  که  نکات  فشرده آن چنین  است : 

( جنبش استادان در ابتداء در انستیتوت پولی تخنیک کابل نسج گرفته و رشد یافت. بلاخره این جنبش به تشکیل جبهه  استادان پولی  تخنیک انجامید و . . . .

 

جنبش استادان پولی تخنیک در سطح معیینی از رشد خود رسیده بود تصمیم گرفته شد تا  این  جنبش در هماهنگی با استادان پوهنتون و با اتحادیه محصلان  گسترش یابد . خوشبختانه این زمان  مصادف با طرح لوایح و قوانین پوهنتون های افغانستان در شورای پوهنتون و در مجلس  وزرأ بود که زمینهٔ گسترش جنبش را برابر مینمود. این لوایح و قوانین با ماهیت ضد دیموکراتیک و منافی خواسته های دانشجویان موج خشم و عکسل العمل های دانشجویان را  بوجود آورده  و مورد اعتراض بسیاری از استادان پوهنتون  قرار گرفت. این زمینهٔ خوبی  برای گردهمایی  ها  و بحث و گفتگو ها و تفاهم  بین استادان و همچنان بین استادان  و محصلان  بود .

 

در رایگیری ها  اکثرأ  « آقای محمد احسان تره کی ، آقای علی احمد زهما ،  آقای  حبیب الله  تژی ، آقای یحی ابوی ، آقای غلام  جیلانی عارض ، و گاه گاهی  آقای دکتور عبد الرحیم  نوین ،آقای مایار و چندی از استادان غیر سازمانی با خلقی ها و پرچمی ها موضوع گیری مشترک داشتند.                بر عکس  آقای  پژواک ،  دکتور محمد  حیدر،  دکتور سید هاشم صاعد ،  میر حبیب الله حبیب ،‌ آقای کریمی ، دکتور یاری ،  دکتور رزبان ، دکتور مهربان ، استادان   پوهنځی انجنیری  و جبههٔ  استادان پولی تخنیک در موقف مشترک قرار داشتند . در صف اخیر اکثریت استادان را  شخصیت های ملی  و روشنفکران  چپ و مردمی تشکیل  میدادند.                                                                موضعکیری آقایون  بلبل شاه جلال و احمد شاه جلال زیاد روشن  نبود. در میان استادان  غیر وابسته عده ای  بیک سمت  و عده ای  دیگر بسوی دیگر تمایل  داشتند  و تعدادی هم  گاهی  با این  گروه  و زمانی  با  گروه  دیگر همراهی  مینمودند .  بلاخره  برنامه  و اساسنامهٔ به  تصویب رسید  و اتحادیهٔ استادان  پوهنتون های افغانستان در  ۱۳۵۰ ( ۱۹۷۱ )  تأسیس  گردید .

 

به یقین  در مبارزات جمعی  سیاسی ، اتحادیه یی  و یا سندیکایی  یک فرد هر گز نمیتواند همه  کاره میدان باشد اما  باید یاد آور شد  که در تشکیل اتحادیهٔ استادان  پوهنتون های افغانستان  آقای  فضل الربی  پژواک بحیث یک شخصیت ملی و آدم غیر سازمانی و بیطرف نقش  قابل یاد آوری  داشته اند. اما هرگز نباید  سهم گیری فعال  و نقش استادانی  مانند :    آقای داکتر محمد حیدر ، آقای دکتور سید هاشم صاعد ، آقای بلبل شاه جلال ، آقای احمد شاه جلال ، آقای علی احمد زهما ، آقای دکتور صادق علی یاری ، آقای دکتورسید ظاهر رزبان ، آقای دکتور محمد هاشم مهربان،  آقای صفر محمد نظری ، آقای استاد میر آقا ،  دکتور فضل احمد احراری  ، آقای میر حبیب الله حبیب ، آقای  دکتور عبدالرحیم نوین ، آقای دکتور محمد احسان تره کی ، آقای دکتور محمد یحی ابوی، آقای دکتور سید محمد ، آقای منصور هاشمی ، آقای مرشدی، آقای محمود سوما ، آقای سر فراز مهمند ،  آقای عبدالرشید جلیلی ، آقای محمد قاسم  مایار ، آقای  دکتور  رسول  قندهاری ،  آقای رازمحمد  پکتین   و دیگر استادان  را فراموش کرد. از جبههٔ استادان  پولی تخنیک انجنیر حبیب الرحمن نیازی ،  دکتور عبد الرب ناظری ، دکتور سعید افغانی ، دکتور محمد ناصر شفیعی ، دکتور اسدالله حیدری ، انجنیر عبداالطیف محمودی ، انجنیر علی آقا رفیع ،  انجنیر سید گل ثاقب ، انجنیر محمد علی صمدی ، انجنیر فیض محمد جهانیار ، آقای محمد انور فیاض ، آقای  آدینه رسول  و آقای اسدالله مراد  در بحث ها سهم  فعال  داشته و در   تشکیل اتحادیه  نقش مبرم  داشته اند .

 

جبههٔ استادان پولی تخنیک بمثابهٔ یک کتله آگاه ، متحد و یکپارچه در ایجاد اتحادیه استادان پوهنتون های افغانستان  نقش اساسی داشته و بخصوص در رای گیری ها با بوجود  آوردن اکثریت گاه   گاهی باعث ناراحتی و عصبانیت  آقای دکتور محمد احسان تره کی ، آقای زهما ، آقای تژی  و آقای عارض میشد.  چنانچه  یکبار طرح  سنترالیسم  دیموکراتیک از  سوی انجنیر  حبیب الرحمن  نیازی  به  خود خواهی   دکتور محمد احسان  تره کی  بر خورده  او را تا  جایی  عصبانی  ساخت  که فریاد  زد  که : ( اینها کی  هستند ؟ اول باید معلوم  شود که اینها استاد اند ). محترم دکتور محمد حیدر جبههٔ استادان  پولی تخنیک را ستون فقرات اتحادیه استادان  پوهنتون های افغانستان  میدانستند.    

در وقت رایگیری اتحادیه به  دو جناح  تقسیم  شده  و فقط  سه نفر توانستند  مورد تأئيد آرای  هر دو طرف قرار گیرند . آقای فضل الربی پژواک ، آقای دکتور محمد حیدر و دوکتور سعید افغانی که هرسه افراد ملی ، غیر سازمانی  و بیطرف بودند  بالترتیب بالاترین آرا را  بدست آوردند . اما بقیه  هر  یک آرای  جناح  خود  و چند نفر غیر وابسته را کسب  کردند  و .....  )  

 

 قابل تذکر است که اتحادیه استادان پوهنتون های افغانستان  و سایر احزاب سیاسی کشور،  در رابطه به جلوگیری از قرار دادی « آب هلمند  » که بتاریخ  ۱۳مارچ ۱۹۷۳ میلادی، مابين صدراعظم  وقت افغانستان « اقای محمد موسی شفيق »  و نخست وزير وقت کشور ايران « اقای  امير عباس هويدا» در شهر کابل  به امضا رسید ،  جبهه ملی  را بنام  «  جبهه آب هلمند  »   تشکیل دادند  و متعاقبأ  به اعتراضات  گسترده  علیه آن  پرداختند و .. .  

قابل یاددهانی است  که در مورد  تشکیل این اتحاد ،  محترم  خليل الله زمر مضمون  مفصلی  را تحت عنوان  بنام  «  جبهه آب هیر مند » درسایت  انترنیتی  وزین «  فردا »  بدست نشر سپرده است ، که در رابطه به تدویر اولین  جلسه آن  جبهه ، چنین  مینگارد :

(اولين اجلاس« جبهه آب هیر مند » درمنزل محمد يوسف فرند مدير مسئول  جريده  روزگار در منزل شخصی  وی  واقع  درگردنه باغ بالا درسال «   ۱۳۵۱ هجری  شمسي »  برگزارگرديد. دراين  جبهه اشخاص آتی  به نمايندگی  ازاحزاب  و سازمانهای  مختلف سياسی  واجتماعی  اشتراك  داشتند : 

ــ پوهاند  فضل الربی   پژواك ،  دکتور محمداحسان  ترکی  استادان  فکولته حقوق  وعلوم  سیاسی  ، پوهاند علی  محمد زهما استاد فاکولته ادبیات  و علوم بشری  و دکتور سعید افغانی استاد علوم  دینی پولیتخنیک کابل  به  نمایندگی از اتحادیه استادان  پوهنتونهای افغانستان .

محمدهاشم  ميوندوال  و محمد نجيم آريا به نمايندگی  ازحزب  دموکرات  مترقی افغانستان .  ــ

ــ ببرک کارمل  به نمايندگی ازحزب دموکراتيك خلق افغانستان  « پرچم  »     .                             ــ  حفيظ الله امين  به نمايندگی  ازحزب  دمو کراتيك خلق افغانستان « خلق » .

ــ قدرت الله حداد  مدير مسئول جريده افغان  ملت  به نمايندگی از حزب  سوسيال  دموکرات افغانستان

( اصلاّ در اين جبهه  ازغلام  محمدفرهاد رئيس آن  حزب  دعوت بعمل  آمده  بود  که  موصوف  بنابر مريضی  در جلسات  اشتراك  کرده  نتوانست  وبرادر  خود  قدرت الله حداد مدير مسئول  جريده افغان  ملت را در اين جبهه ازجانب  خود  فرستاد . )

ــ  دکتور عبدالكريم فرزان  فوشنجی  به نمايندگی  ازحزب  دموکراتیک عوام افغانستان .  

اناهيتاراتبزاد  به نمايندگی  از سازمان  دموکراتیک زنان افغانستان . ــ دوکتورس

ــ معصومه عصمتی  وردك به نمايندگی  از سازمان  دموکراتیک عوام افغانستان . 

ــ محمد يوسف فرند  مدير مسئول  جريده روزگار .

ــ خليل الله زمر به نمايندگی  از اتحاديه  محصلان  پوهنتونهای  افغانستان .

بخش اعظم وقت نخستين روز جلسه « جبهه آب هیرمند» براهداف و طرزالعمل جبهه متمرکز بود  که  پس ازجروبحثهای مفصل دراين زمينه فيصله شد که احزاب کوچک وبزرگ همه دارای حق  مساوی  درجبهه بوده  وفيصله های  جبهه بايد  براساس اتفاق آرای اعضای  جبهه صورت بگيرد  و ...  )

 

ــ محترم  محقق محمد حسن  بارق شفعیی  نوسینده و شاعر توانا  و شخصیت ملی و سیاسی کشور ، پیرامون  شخصیت ملی و مبارزات استاد  سعید افغانی ؛  تحت  عنوان «  خوش  درخشید  ولی  دولت مستعجل  بود »  در سال « ۲۰۰۴ میلادی » مضمون مفصلی نوشته است ، که دیدگاه  شان در رابطه به نقش « اتحادیه استادن پوهنتون  کابل »  چنین است : 

 

( دکتور سعید افغانی می کوشید  اتحادیه را از  لغزش به « چپ » و « راست » به دور نگهدارد ،  که  الحق در آن گیر ودار کار آسانی نبود ، مع هذا ؛   اتحادیه  در مسایل  سیاسی به  صورت  محسوسی از مرکز  به  طرف «  چپ  »  اتخاذ موضوع  میکرد  و این یکی  از عواملی  محبوبیت  بیشتر استاد سعید افغانی  در نهضت  ملی  و دموکراتیک  کشور  بود ، در عین  حال  او  میکوشید  با  استفاده  از این  تجربه  در زمینه  وسیعتری  ، این  اشتراک  مساعی  در بین  نیروهای  سیاسی  دارای  تمایلات  گوناگون را ، با  تجربه  به نقاظ   مشترک در اهداف عمومی  شان ، به  اشتراک  در یک جبهه متحد  دموکراتیک  وملی در معرض  آزمایش  قرار  دهد ،  ولی  اتحاد  ملی به زمینه و یا زمینه های عینی  مبارزات  متحد ملی ضرورت  داشت.

 

مساله حل مشکل  تقسم اب هلمند  در میان  ایران  و افغانستان ، که از موضوعات  داغ  روز  بود ،  به   بهترین محمول و محک ارزیابی  و میزان و طنپرستی و پایه دارای نیروی  مختلف  سیاسی ، در دفاع از منافع ملی مبدل گردید  که هیچ  یک  از احزاب ، سازمانها و جمعیتها،  گروپها و شخصیتهای سیاسی  وطنپرست  نمیتوانست به آن بی علاقه  بماند .  بنابر آن  اشتراک فعال  در ایجاد  جبهه متحد  در دفاع از منافع  ملی  مردم افغانستان ،  در ارتباط  این موضوع  به ملاک  وطنپرستی  این  نیروها  تبدیل  شد  و زمینه عینی به  وجود  آمدن  یک «  جبهه تاکتیکی  متحد ملی  »  به میان  آمد ، که در اثر تلاش حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، اراده جمعی اکثریت قاطع سازمانهای سیاسی و اجتماعی به آن  گراید  و نتیجه آن  در اجتماع بزرگ  احتجاجیه  علیه  تبانی  دولتین افغانستان  و ایران در این  مورد  «  به تاریخ ۱۳ مارچ ۱۹۷۳ »  در پارک زرنگار کابل عرض اندام  کرد .   

در این  گردهمای  و اجتماع  بزرگ   تاریخی  ،  رهبران  احـزاب  سیاسی   و سازمانهای  و رجال  و شخصیتهای  مستقل  اجتماعی  و سیاسی کشور ،  وکلای  پارلمان ، استادان  و محصلان پوهنتون  و پولیتخنیک و سایر مراکز علمی ، حلقات اجتماعی  و شهریان  وطنپرست کابل شرکت  ورزیده  بودند.

تربیون این اجتماعی بزرگ  و برنامه  سخنرانیها  توسط  یک تن از استادان با  سابقه ،  وطنپرست ، غیر وابسته  و خوشنام  پوهنتون  مرحوم « حفیظ  مرشدی  »  اداره میشد . دراین میتنگ بزرگ ملی  تاریخی  شخصیتهای آتی  به نماینده گی  از احزاب ،  سازمانها   و موقعیتهای  مستقل  خویش ،  در اعتراض  به معامله ضد ملی آب هلمند  توسط  دولت افغانستان  با رژ یم شاهنشاهی ایران ، که در آن روزگار به طور اشکار به ژندارم منطقه تبدیل شده بود ، سخنرانی کردند :

ــ محمد هاشم میوندوال « سابق صدراعظم »  به نماینده گی از حزب دموکرات مترقی .

ــ  انجینر غلام محمد فرهاد  به نماینده گی  از حزب  افغان ملت .

ــ بارق شفیعی  به نماینده گی  از حزب د موکراتیک خلق افغانستان .

ــ عبدالکریم  امرخیل وکیل ولایت لغمان در ولسی جرگه ، به نماینده گی  از وکلای پارلمان .  

ــ دکتور سعید افغانی به نماینده گی  از استادان پو هنتون کابل و پولی تخنیک کابل .

وعده د یگر ..  این  سخنرانیها به  طور بی سابقه یی به استقبال  پر شور  وطنپرستانه  از طرف  دها هزار اشتراک کننده در این اجتماع بزرگ  ملی ، تاریخی  روبرو  گردید و ....

محترم  بارق شفعیی   در آخیر  مضمون  خویش ، چنین ادامه  میدهد : 

دکتور سعید افغانی ،  بنابر موضوعگیریهای  وطنپرستانه ، ژرفای  دانش و احتوای کامل  برعلوم  و فلسفه اسلامی در حلقه علما و روحانیون  وطنپرست  کشور ، همیشه جا یگاه  رفیع و در خور اعتبار واعتماد داشت و به دوراز تبعیض و تعصب ملی و مذهبی ،به مصالح  کشور می اندیشید و میکوشید  جنبش صنفی استادان و محصلان را درمحیط کاروحلقه تدریس خویش ، به نیروی پشاهنگ  نهضت  ملی و دموکراتیک تبدیل کند .

 

او عادل ، درستکار، مهربان  و صلجو بود ؛  با همه چیز و همه کس  با حوصله و فراخدلی  برخورد میکرد ،  اهـل منطق  و استدلال  بود  و از استبداد رای نفرت  داشت  و ...

دوکتور سعید افغانی ، تا جایکه من میدانم ،با هیچیک از احزاب سیاسی در داخل نهضت تعهد خاصی  نداشت ،مگر شخصیت مورد احترام همه نیروهای سیاسی ملی و طرفدار دموکراسی در کشور بود ، اما « جیهه ملی پدر وطن افغانستان » هم جبهه اید ال او نبود . او روزی با خلق  تنگی  و یژهیی به من گفت : این جبهه آن جبهه یی نیست که تو سالهای قبل از آن سخن  گفتی ؛ این جبهه مانند شتری  در دامن  حزب  شما ؛  به گل  نشسته است  و مثل سایر سازمانهای اجتماعی  و اتحادیه های صنفی در کشور ، بیشتر به شعبه یی ازتشکیلات  حزب  شما می ماند ، تا جبهه متحد تمام احزاب و نیرویی ملی و دموکراتیک مستقل از آن ؛  بنابر آن روز به روز از مردم  تجرید می شود  و نیروی تحرک  و جاذبه  خود را برای  جذب نیرو ها و شخصیتهای با وجاهت سیاسی از دست  میدهد .

من این  سخنان اعتراض آمیز او را رد  نکردم :  زیرا در این  مورد  با وی هم عقیده  بودم  و از آن بعد ، هر  دو با هم علیه «  انحصار » رهبری  «  بیروکراتیک »  حزب  دموکراتیک  خلق افغانستان در جبهه مبارزه  می کریم .

 

ولی  با  دریغ  و  تاسف  فراوان  به او دست  اجل   و  به  من  رهبری  حزب  مهلت  و  مجال آن  را نداد  تا  برای  نجات  جبهه  از این   حالت  به مکان  واقعی  دست  یابیم ؛  که این  خود  داستانیست دیگر . به همه  حال ،  تاریخ  مبارزات  سیاسی  افغانستان  ، تلاشهای  وطنپرستانه  و نقش  سازنده  دکتور سعید افغانی ، این  مبارز نستوه و خسته گی ناپذیر را در نهضت  ملی  ودموکراتیک ، در این  برهه  حساس  و پر هیاهوی  زنده گی  سیاسی  کشور ما ،  فراموش  نمی کند .   یادش  گرامی باد و امثالش  بی شمار . )

 

یادداشت :  حقیقت مسلم آن  است که  گذشته را نمیتوان  خرید ،  تغیر داد ،  یا  فسخ  کرد ! از جانب هم برخورد متعصبانه ، تنگ نظرانه  و هرگونه افراط  و تفریط ، در رابطه  گذشته ؛   کاری اهل علم و آدب  و به خیر  و مصلحت  وطن  نیست . بلکه روش  سالم  و معقول آن  است ! تا با  نیت پاک  و اراده سالم  در رابطه  گذشته ؛ تحقیق و پژوهیش  واقعیت بینانه ، بمنظور غور و باز یابی راه ها در زمان « حال و آینده »  صورت گیرد .

بنآ با چنین  طرز دید ، بدینوسیله از همه هموطنان گرامی  که در جریانات  سیاسی  و صنفی آن  وقت  « اتحادیه  استادان پوهنتونهای کابل »  به شکل از اشکال  نقش  داشته اند  و یا  معلومات  لازمه در دست  دارند ، احترامانه  تقاضا  میگردد تا  لطف  نموده  آن را  با ما شریک سازند ، تا بعد از تهیه و ترتیب از جانب « شورای علمی مرکز  مطالعات  ستراتیژیک افغان » با امانت  داری  کامل ، به زیور  چاپ  رسانیده  شود .

 

برهان الدین « سعیدی »

از  شورای علمی  مرکز  مطالعات  ستراتیژیک افغان

b-saidi@gmx.de

منابع و ماخذ :

ــ یادداشتهای خطی  دوکتور استاد محمد سعید «  سعید افغانی  » .

ــ  مصاحبه  مطبوعاتی  آژانس  نشراتی باختر  ، نوشته : سال  « ۱۳۴۸ استاد سعید افغانی  » .

ــ  د سولی او تفاهم د لیاری مبلغ  دوکتور مولوی  محمد سعید افغانی  ، چاپ سال  ۱۳۶۵ هجری  شمسی   نوشته :  سر محقق عبدالله خدمتگار بختانی  .

ــ  خوش درخشید  ولی دولت مستعجل  بود ،  نوشته : محترم محمد حسن  بارق شفعیی ، سال ۲۰۰۴ میلادی    . 

ــ یک معلم  و یک رهنمائی  خوب  ، نوشته :  محترم خلیل زمر ، سال ۲۰۰۴ میلادی .

ــ  د استاد سعید افغانی څخه یوه خاطره ، نوشته : محترم استاد  سرفراز مومند ، سال ۲۰۱۰ میلادی .

ــ  اتحادیه استادان پوهنتونهای افغانستان، نوشته : محترم ازادمنش درسایت «  نوای افغانستان »     

ــ استاد افغانی د علم او فرهنګ دلاری یو تلپاتی نوم  : شماره ۴۸ مورخ ۱۳۶۹  روزنامه پیام .

ــ مرحوم استاد سعید افغانی : شماره ۳۱ مورخ ۱۳۶۹ جریده الاسلام.

ــ د سولی مبارز  : ارگان نشراتی  د حق لاره  ، چاپ سال ۲۰۰۴ میلادی  .                      

ــ جبهه آب هیر مند  ، نوشته : محترم  خليل الله زمر  در«  سایت فردا » .

ــ استاد سعید افغانی محقق پر تلاش و هم مبارز راه صلح و آزادی : نوشته محترم ولی فنی، سال ۱۳۶۶هجری شمسی.           

 


محمدامین بسمل

دنښتر دودیزه کالنۍ مېله اومشاعره ترسره شوه 

                                                     

سږ کال هم دتېرو پنځوکلونوپه څېر دګران افغانستان په لویه پکتیا اودجرمني په بایرن  آیالت کې په یوه  ورځ  د  ښکلي او هسک نښتر لمانځنه  وشوه  دلویې پکتیا په  مرکز ګردېز  ښـــار کې  زرګونو خلکو د نښــــتر په  دودیزه کالنۍ مشاعره او مېله کې ګډون  وکړ .

د غویي  په څلورويشتمه نېټه دلویې پکتيا مرکز ګردېز ښاردنښتر ددودېزې مشاعرې اومېلې له برکته دشعر او ادب  د زرګونه مينوالو د راتلو ویاړ درلود .

دجمعې په ورځ  ددغه ښار کوڅې اوسړکونه  دځوانانو ، تنکيو ماشومانواو لويانو دخوشالي شاهد وو.

 په دې مشاعره کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو شاعرانو،اديبانواو دادب مينه والو ګډون کړی و.

دنښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې دغزل شپې په نوم مشاعره وشوه چې دډېرو شاعرانو له خوا پکې ښکلي غزل واورول شول .

له  مشاعرې  څخه  وروسته   دلویې پکتيا د ځوان او خوږ  ژبي  سـندرغاړي  بهرام جان له  خوا څخه  په  زړه  پورې  سندرې  واورول شوې، دځوانانو له  خوا ملي اتڼونه وشول چې د(غزل شپې ) دمشاعرې خوند ېې يو په دوه کړ .

سباسهار نهه  بجې  د ښاغلي خوږمن ځاځي  په  ويندويي  دنښتر مشاعرې  پرانسته  وشوه لمړی  د قران کريم څو مبارک ايتونه  ولوستل  شول  ورپسې  په ګردېز کې دعلامه  رشــاد د ځانګړي  ښوونځي  د تنکيو زده کوونکو له لوري ملي سرود واورول شو.

بیاداطلاعاتواوکلتو رئیس محمد شفا مشفق له خوا داطلاعاتو اوکلتو وزات پيغام واورول شوورپسې دلویې پکتيا دفرهنګيانو په استازيتوب نيازالله اصيل ځاځي له خوا ميلمنو ته  د ښه  راغلاست  وينا واورول شوه .

له دې څخه  وروسته دلویې پکتيا والي ښاغلي جمعه خان  همـدرد خبرې وکړې اوخوښي  ېې څرګنده کړه چې  يو ځل  بيا دنښتر مشاعره لمانځي،  ده په  خپلوخبروکې له  شاعرانو څخه په صميمانه ډول غوښتنه وکړه تر څو هغه شعرونه ولولي چې  زموږ  د وطن د آبادي او خلکو ديوالي  سبب  وګرزي .

دمشاعرې په جريان کې دګڼو شاعرانوسربېره دروند شخصيت  ښاغلي محمد اصف  صميم،محمد نبي صلاحي

، نورالحبيب نثار ، زاهد شــاه  انګار ،نعمت الله کرياب ، محمد الياس وحدت ، ادريس غروال ، وزير څمکني ، سميع الله تړون ، اجمل ښکلي ، مطيع الله  تراب ، غلام جيلاني زرملوال  اونورو درنو شخصيتونو ګډون درلود.

دنښتر مشاعره  رسماّّ د مشر شاعر محمد حسن حسام له  لوري  ديوغز ل  په  اورولو سره  پيل  شوه  دمشاعرې په جريان کې  د بيلابيلو شاعرانولخوا په  زړه  پوري  شعرونه  واورول  شول چې  اکثرأ هنري  شعرونه  وو له  شعاري شاعري څخه لا دمخه معذرت  غوښتل شوی و.

دمشاعرې په لمړۍ برخه کې له جرمني څخه ښاغلي محمد امين بسمل  دجرمن مېشتو افغانانوپه استازيتوب د تیليفون  په کرښـه ګډونوالو ته  دنښـــتر د دوديزې کالنۍمشاعرې  دمبارکۍ  پيغام  واوراوه  اوګردېز ښار ته ېې له نورو ولايتونوڅخه  د راغلوقدرمنومېلمنو د راتګ له امله مننه وکړه .

همدا راز دمشاعرې  په  جريان کې  د فرهنګ او ادب  د څومينه والو له  خوانقدي مرسته  هم  وشوه .

سږکال دنښتردمشاعرې  په وياړدلویې پکتيا دشاعرانوګډه شعري ټولګه (ګلابونه) کتاب چاپ اوزموږ دنښتر مشاعرې  په  ګډونوالو ووېشل شو، باید  زیاته کړو چې ښاغلي  محمد نبي صلاحي دقلم ټولنې له خوا سل ټوکه کتابونه ، اود ميدان وردګو داطلاعاتو اوکلتور رئیس محمد شفيق  پوپل له  خوا دېرش لونګۍ زموږمېلمنو ته  ډالۍ شوې .

دمشاعرې دغه لړۍ په پوره خوشالي او په  ډېره صميمانه فضأ کې سرته  ورسېده  په اخېر کې یې  ټولوميلمنو ته دغرمې  ډوډۍ ورکړل  شوه له هغه څخه وروسته  زموږ ګران مېلمانه  دکابل او نورو ولايتونو په لو ر وکوچېدل .

ياده دې وي  چې د دې مشاعرې په جوړېدوکې دپکتيا والي  ښاغلي جمعه خان  همــــــدرد له خوا يولک  افغانۍ مرسته  هم وشوه .

دنښتر مشاعرې پاتې ټول مالي لګښت  درحيم ګردېزي تجارتي شرکت  په غاړه اخیستي و.

له لویې پکتیا څخه دساحل منګل رپوټ

 

 

قدرمنو لوستونکو !

د جرمني  په  بایرن  آیالت کې  به  دنښتردلمانځنې په اړوند تاسوګرانو خویندو او وروڼو ته زه محمدامین بسمل دومره عرض  کړم چې  زموږ مشاعره  دغرمې  په  یوولسنیموبجود قران  پاک  دڅومبارکو ایتونو په  تلاوت  سره پیل شوه.

ورپسې مو دتخنیکي وسیلې  په  مرسته  دلویې پکتیا دکولتوري  ټولنو دجرګې په استازیتوب د ښاغلي ډاکتر عبدالهادي حماس له خوا ثبت  شوی پیغام زموږ دغونډې ګډونوالو ته واوراوه  بیا ما محمدامین بسمل  دنښتر د دودېزې کالنۍ مشاعرې  د اړتیا او د نښتر  اوسنیو لاس  ته  راوړنو  په اړوند ګډ ونوالو ته   خبرې وکړې په دې طرځ کې ملګرو هیله وکړه  چې  د هغې  شخړې کیسه  ورته  وکړم کومه چې زما او د لویې پکتیا  د پخواني  والي خدای بخښلي حکیم تڼیوال  ترمینځ  د نښتر دنوم  په  سر را پورته  شوې  وه چې په نتېجه کې زه بریالی  شوم څود نښتر نوم پرې ومنم البته زما اوشهید تڼیوال ترمینځ  دا یوه نه  هېرېدونکې خاطره  ده له هغه څخه وروسته  زموږ داسې ټینګه ملګرتیا پیل شوه چې هر وخت به یې تیلیفوني اړیکه  راسره نیوه  دژوندپه ورستیو میاشتو کې یې  څو څوځلې په  ټینګارسره  راته وېل  چې دالوتکې ټکټ  هم زه  درته اخلم خو ته  په کال کې یودوه ځلې راځه لمړی  خوبه په زرمت کې پخوانۍ دتوتانومېله چې دطالبانوپه مېله هم مشهوره وه له سره راژوندۍ کړوبیابه  داد نورو کولتوري  مسائیلوغم خوروپه  هرصورت  بخت  یاري  ونه کړه  تڼیوال صاحب  هم په شهادت ورسېد الله پاک دې وبخښي دلته داکیسه لنډوم  راځم  دنښتر لمانځنې ته .

زما له  خبرو څخه  وروسته رسمأ زموږ مشاعره پیل شوه چې  په  سر کې  یې له  اتریش څخه  زموږ  مېلمه   ښاغلي  نسیم بهارخپل خوږ غزل ګډونوالو ته  واوراوه  له  هغه  څخه  وروسته  ښاغلي عبدالمتین  بزم، نعیم، او اکبرخان  خپل لیکلي شعرونه   چې د نښتر په اړوند ووموږ ته واورول   ورپسې ښاغلي جمال  او زموږ  نورو ملګرو  د هغو درنو شاعرانو را لېږل  شوي  ښایسته غزل  ولوستل کوم چې له  موږ  څخه  په لرې  واټنوکې اوسېږي لکه  له  کابل څخه  د ښاغلي سیدجیلاني جلان  رالېږلي  دوه  په زړه پورې  غزل، له  پېښور څخه  دښاغلي یوسف  شاه سپېلني لخوارالېږلي  دوه خواږه  غزل،له مسکو څخه دښاغلي فاروق فردایوښکلی ازادنظم او همداراز له  سویډن  څخه  د ښاغلي عبدالسلام اندړ ښکلی شعر.

زموږ  دنښتر لمانځنې  دمازدیګر تر شپږو بجو پورې دوام وکړ له  هغه څخه وروسته  مو په پردیسو سترګو خپل ګران پردیس  ګډونوال او مېلمانه  رخصت  او خپلو کورونو ته راغلو .

یادونــــــــــــــــــــه :

دنښتر دودیزه کالنۍ مېله  او مشاعره  د۱۳۸۴ وم لمریز کال  دلړم په  شلمه نېټه چې  د ۲۰۰۵ زېږدیز کال دنومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري دلویې پکتیا په مرکز ګردېز ښاراودجرمني دبایرن آیالت په مونشن  ښارکې  دلمړي ځل لپاره دود او په یوه ورځ  ولمانځل شوه  چې  اوس  یې هم د دودله مخې هرکال  موږ په ګډه لمانځو،  زه محمدامین بسمل دبایرن  مېشتوافغانانو دکولتوري  ټولنې  او د تاریخي لویې  پکتیا دکولتوري ټولنودجرګې  په استازیتوب له  ټولو هغوقدرمنو،ګډونوالواو مېلمنو څخه  د زړه له  تلــه  مننه کوم کوموچې په  لویه پکتیا او بایرن آیالت کې له موږ سره په  دې لمانځنوکې  برخه اخیستې وه همدارازله  ډېرګران اونازک خیال  شاعر ښاغلي سیدجیلاني جـلان اوښاغلي ساحل منګل څخه په ځانګړي  ډول مننه کوم چې له کابل څخه یې دګڼ شمېرمېلمنو په پالنــه کې ونډه اخیستې وه، دلویې  پکتیا له  محترم  والي  ښاغلي جمعه خان همدردڅخه  ډېره مننه کوم  چې زموږ  فرهنګیان  یې ونازول  له  ښاغلي  رحیم ګردېزي څخه  هم  منندوی  یم چې دنښــتر دلمانځنې  لګښت یې  په غاړه اخیستی و .

محمدامین بسمل

 

۱۶ـ۰۵ـ۲۰۱۰                                                                      اعلامیــــــــــــــــــــــه 

بســـــــــــــــــــــــــــــــمل

 

په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري  ټولنې  غړو خپله نوبتي غونډه وکړه  دا غونډه د پخوا په خلاف له  یوې  ورځې څخه   دوو ورځو ته ځکه اوږده  شوه چې زموږ  دغونډې  یو شمېر ګډونوالو ټینګار کاوه  چې  یوه ورځ وروسته  خپلې پرېکړي وکړو د دوی  هدف  دا وچې په  دې یوه ورځ کې به کرزی  کابل  ته  ورسیږي، ولس ته  به  خپله لمړنۍ وینا واوروي، دخپل تشریفاتي  او بې ثمره  سفر موخې  به  یې  نورې  هم  موږ  ته  روښانه   شي، دا دی همدا نن کرزی  تر ګلخانې ماڼۍ پورې ورسېد خوزموږ هېوادوالو کوم څه خاص ورڅخه وانه اورېدل .

دا پخپله ددې ثبوت دی چې کرزی له هېواد او هېواد والو سره مینه نه لري لنډه یې  دا چې همدا نن  زموږ  انتظار پای ته ورسېد زموږ ملګرو په  اتفاق سره دا لاندې پرېکړې وکړې :

۱ــ  داچې افغانستان په خورا پېچلو، جګړیزو او غاصبانه لوبو کې  را ګیر دی له  همدې کبله  موږ  د تش  په نامه ولسې جرګې ټاکنې یوه عوام  فریبي  اودنړۍ  والوغولونه بولو،  دیونس قانوني  په  مشري  ولسي جرګه  په  ټوله نړۍ کۍ یوه رسوا او بې کیفایته  ولسي جرګه وه ځکه  خوموږ  په  هېوادکې  دسیاسي تحولاتو ِغوښتونکي یو  .

۲ــ موږ داسامه او تروریزم  دځپلو په پلمه  په افغانستان کې دښکېلاکګرو لخواقام  وژنه  نوره نه  شو زغملای  .

۳ــ  موږ په کوزه پښتونخوا کې  دبې پیلوټه الوتکو ورځني تروریستي عملیات غندو او له عرب جنګیالیو  سره

دجګړې په پلمه د قومي مشرانو  ورځني قتلونه محکوموو .

۴ــ موږ دکرزي عوام فرېبي محکوموو او له  ده  څخه  غواړو چې دبېګناه افغانانو دنجات لپاره استعفأ ورکړي .

۵ــ  موږ کرزي  ته  د هغه  قاتل  په سترګه ګورو کوم  چې سهار او ماښام زموږ  دولس سرونه غوڅوي  دا ځکه  چې له یوې خوا کرزی په دا نږدې یوه لسیزه کې  دلسهاوو زرو بې ګناه افغانانودوژنې سبب وګرزېداو له بلې خوایې  دا ځل دخپل مرموز سفرپه طرځ کې په څرګند ډول  انسان دښمنوامریکایانو ته دقندهار دعملیاتوخوښه ور کړه .

۶ــ موږ  د افغانستان دنجات  جرګې له لمړۍ اعلامې څخه ملاتړ کوو او له  ټولو بشر  دوستو نړیوالو او  زموږ له مظلومو افغانانو څخه هیله کوو چې دقندهار دعملیاتو  په وړاندې سولیز لاریونونه وکړي .

۷ــ موږ دقندهار عملیات ځکه وار دمخه محکوموچې دا عملیات به دافغان قومونوترمینځ دلاکرکې او دښمني سبب وګرزي  داځکه چې له یوې خوابه غلام او اجیر تاجګ او هزاره اردو  مري  اوله  بلې خوابه  د بېګناه  پښتون  په غولي  اوربل او له  ثمر څخه  ډکې دانارو  ونې او نور زراعتي  محصولات  به  یې  په  امریکايي  بمونو کې نینه نینه شي .

۸ــ که زموږ غوښتنې  ننني جابر او یرغلګر قوتونه نه مني نو بیا موږ دجګړې له مقابل اړخ (افغان مقاومت)څخه هیله کوو چې  دمظلومو قندهاریانوپه  حال یې زړه  وسوځي  د هغوی  دژوند او اقتصاد دژغورنې په خاطر په شا تګ وکړي ترڅو د اشغالګرو د قام  وژنې  دا تور پلان  هم  له  خاورو سره  خاورې  شي ، که   افغان  مقاومت  زموږ دې جدې هیلې ته پام ونه کړي نو بیا به  دهمدې مقاومت په اړوند زموږ  شکونه را پیدا شي .

 

                                                       په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــــــــه