تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

یک گام تا جنگ داخلی در قرقیزستان

 

هفته ها بود که مردم بیشکک از افزایش قیمت ها و همچنین فساد مالی در دستگاه های اجرایی قرقیزستان ابراز ناخرسندی می کردند; سرانجام هفته گذشته این اعتراضات به اوج خود رسید و به خشونت های مرگ بار کشیده شد و نهایتا سقوط دولت.
گرچه هنوز هم در باره چند و چون این انقلاب همانند انقلاب ۵ سال پیشتر این کشور شبهه وجود دارد. به نظر رئیس جمهور روسیه، قرقیزستان را خطر تبدیل به افغانستان دوم تهدید می کند مدودف در دخالتی آشکار گفت جنگ یا استعفا دو گزینه رئیس جمهور معزول قرقیزستان هستند; وی خواستار کناره گیری رسمی باقی اف از قدرت شد و ادامه داد: “معتقدم که قرقیزستان در آستانه جنگ داخلی قرار دارد. سیاستمداران باید تصمیم های مسوولانه ای اتخاذ کنند.” آمریکا نیز تحولات قرقیزستان را با نگرانی دنبال می کند. ایالات متحده پایگاه هوایی در این کشور دارد که از طریق آن نیروهای خود در افغانستان را تغذیه می کند. رابرت بلیک، مسوول آسیای مرکزی و جنوبی وزارت خارجه آمریکا، برای دیدار با نمایندگان دولت انتقالی قرقیزستان، هفته جاری راهی این کشور خواهد شد. دولت ایالات متحده برای حفظ منافع خود از دولت موقت قرقیزستان حمایت کرد.ادامه….
در همین حال دادگستری قرقیزستان تدابیر ویژه ای برای دستگیری باقی اف اندیشیده است. به گزارش خبرگزاری اینترفکس، ادوات جنگی سنگین به محل حضور باقی اف ارسال شده اند. فرودگاه ها نیز برای جلوگیری از فرار او کنترل می شوند. روزا آتامبایوا،از رهبران مخالف دولت موقت قرقیزستان نیز برای گفت وگو آمادگی نشان می دهد. آزیمبک بیک نظرف، معاون نخست وزیر موقت، به خبرگزاری رویترز گفته است که نمایندگان دولت موقت در محل اقامت باقی اف حضور دارند و در مورد آغاز مذاکرات رایزنی می کنند. رهبر دولت موقت قرقیزستان گفته است که قربان بیک باقی یف، رئیس جمهوری متواری این کشور به خاطر مشارکتش در ناآرامی های سیاسی مرگبار اخیر به دادگاه احضار شود.
رزا آتامبایوا گفت باقی یف “دستش به خون آلوده است” و فرصت ترک قرقیزستان را از دست داده است. باقی اف متهم به سو»استفاده از قدرت و باندبازی اقتصادی است. به گفته مقام های دولت موقت، “تحقیقات کیفری” علیه او آغاز شده است. دستور دستگیری پسر و یکی از برادران باقی اف نیز به جرم قتل صادر شده است. این دو ظاهرا مسول کشته شدن ۸۰ تن در حرکت های اعتراضی هفته گذشته هستند.
قربان بیک باقی یف، رئیس جمهوری متواری قرقیزستان می گوید چنانچه دولت موقت این کشور امنیت وی و خانواده اش را تضمین کند و به خونریزی در کشور پایان دهد حاضر به استعفا خواهد بود. باقی یف در حال حاضر در زادگاهش جلال آباد واقع در جنوب قرقیزستان بسر ی برد. او تلاش داشته است گروه هایی را با خود متحد کند. گزارشگر بی بی سی در جلال آباد می گوید گرچه که اظهارات مدودف لحنی قدرتمند داشته اما در حالی که وضعیت در این شهر تنش آلود است، به نظر جنگ طلبانه نمی آید. دولت موقت قرقیزستان تظاهرات بزرگی را در جلال آباد سازماندهی کرده است. این دولت می خواسته است نشان دهد مردم در جنوب این کشور به همان اندازه از دولت موقت حمایت می کنند که ساکنان پایتخت این کشور.
اما به نظر می رسد که در جمع هزار نفری تظاهر کنندگان شمار زیادی از طرفداران باقی یف نیز شرکت داشته اند.قرقیزستان به میدانی برای نبرد تاکتیک چکمه روسی و انقلاب گل لاله بدل گشته است; استعمارگران خارجی که فقط در پی منافع خود هستند این کشور را در آستانه جنگ داخلی قرارداده اند. جنگی که ممکن است پای دیگر کشورها را که دخیل نیستند به آن بازکند. اوضاع در قرقیزستان در تمام ابعاد رو به وخامت گذاشته است. آمار جرم و جنایت در حال افزایش است. ۳۰۰ فعال بخش اقتصادی قرقیز برای دریافت کمک به دولت موقت مراجعه کرده اند. یکی از شرکت های فعال در زمینه معدن از آفریقای جنوبی نیز از گروه های مسلحی شکایت کرده که دارایی های این شرکت در قرقیزستان را تهدید می کنند.

 


ايران زورزياتی او د افغان حکومت چوپتيا

سيدرحمن فقيرزی

 

ګڼ افغان وګړي د بېکارۍ او ناچارۍ له امله نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي ؛ سره له دې چې په نورو هېوادونو کې له راز راز ستونزو سره مخ وي خو بيا هم تر خپل هېواده هغه ځای د ځان لپاره غوره ګني ؛ ځکه چې د هېواد په کچه تراوسه خلکو ته داسي د کار لار نده هواره شوی چې هر سړی دې د ځان او خپلو بچو لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ پېدا کړي . افغانان په خپل هېواد کې د شته وو ناخوالو په پايله کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته لاړل او ځينو خو يې ان ځانونه د نورو هېوادونو وګړي کړل او اوس ښايي د همدغو هېوادونو ګټو ته ځانونه ژمن وبولي . بهرنيو هېوادونو ته د تګ په برخه کې افغانان پړه نه دي ځکه چې له بدې ورځې يې د مساپرۍ څپلۍ په پښو کوي او په نورو هېوادونو کې ډيرو زورزياتيو ته د غاړې په ايښدو اړوتي ؛ پاکستان او ايران هغه هېوادونه دي چې ګڼو افغانان له کلونو راهسي ورته مخه کړی .

  افغانانو ته په دغو دواړو هېوادونو کې تل د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوي ؛ په دې وروستيو کلونو کې چې په نورو هېوادونو کې له ميشتو افغاانانو سره هر څه شوي نو زموږ دولت ورته د خير په غونډۍ ناست دی ؛ نوروهېوادونو ته خپل وګړي ډير ارزښت لري او کله کله خو لېدل شوی چی ځينو هېوادونود په نورو هېوادونو کې د خپل يوه وګړي د ژوند پر سر د مليونو ډالرو له ورکولو څخه هم ډډه نده کړی . خو له موږ افغانانو سره چې د نورو هېوادونو له لورې هر راز ناوړه چلند شوی نو زموږ دولت تر ډيره ځان ناګاره او غلې اچولی او د بېلابېلو استدلالونو له مخي يې نرم درېځ غوره کړي دی چی د حکومت د همدغو دريځونو په پايله کې د افغانانو پر حقونو تيری شوی او له راز راز ستونزو سره مخ شوي دي . زه نه وايم چې افغان حکومت دې هم د نورو هېوادونو په څير د خپل هېواد د يوه وګړي د ژوند د ژغورلو لپاره په مليونو ډالره ولګوي دا نه شونې ده او نه هم خلک له حکومته د داسي څه هيله لري .

 په دې وروستيو کې په ايران کې د دريو زرو په شاوخواکې افغانانو د اعدامولو خبرې راپورته شوې خو افغان دولت د دغو کسانو د ژغورنې لپاره هېڅ هم ونه کړل او دا هم لا ورته سمه جوته نده چې په دغو هېواد کې څومره افغانان بنديان دي؟ د بنديانو جرمونه څه دي ؟په څه حالت کې دي له نړيوالو قوانينو اونورمونو سره سم چلند ورسره کيږي کنه ؟

 په دې برخه کې زموږ د دولت تر ټولو لويه توره دا ده چې په خبرې غونډو کې څرګندونې وکړي او ووايي چې موږ به په دې اړه د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړو خو وروسته بيا د خبرو او د خبرو نه کولو څه څرک نه لګيږي ؛ دولت ته په کار وه چې په ايران کې يې د دريو زرو په شاوخواکې پر اعدام د محکمو افغانانو په تړاو لا له وړاندې خپلې هلې ځلې کړې وای؛ او لږ تر لږه د همدغو بې وسه بنديانو د جرم پوښتنه خويي کړی وای چی کېسه څه ده ؛ خو له بده مرغه چې زموږ اوسنی حکومت د خپلې ناسمې تګلارې له مخي له داسي هېوادونو سره هم پر ښو اړيکو ټينګار کوي چې له يوې خوا غيږ ورکوي اوله بلې خوا يي په خيټه کې چاړه ورننباسي ؛ له ټولو هېوادو نو سره د ښو اړيکو درلودل ښه دی خو داسي نه چې که بل هېواد ستا د خلکو په وژلو پسې هم راخستې وي ته ورته مه په خوله مه راوړه چې اړيکي به دې ورسره خړې پړې شي ؛ د ايټاليا حکومت د دغه هېواد د دريو داسي وګړو پر سر ښاغی کرزي ته ليک را استوي چې په ترهګرۍ چې د اوسمهالي پير تر ټولو ګواښنده او خطرناکه ښکارنده ده تورن دي . خو ددې اپوټه زموږ حکومت د خپلو دريو زرو هغوافغانانو پسې سر نه ګرځوي چې د اعدامولو لړۍ يې پېل شوی ده ؛ حکومت ته بويه چې په ايران کې د افغان زندانيانو د جرمونو پوښتنه وکړي او دا څرګنده کړي چې په کوم تور دار ته خيژول کيږي ؛ ايران اړ دی چی د نړيوالو قوانينو له مخي د هر بندي افغان جرمي دوسيه افغان حکومت وښيي. افغان دولت بايد تر وسه وسه هڅه وکړي چې په ايران کې افغان زندانيان له اعدامه وژغوري او د بند موده يې راکمه کړي.


اشپیگل:کشورهای عربی خلیج فارس منبع مالی طالبان هستند


یک نشریه غربی تصریح کرد طالبان کمکهای سخاوتمندانه ای را از کشورهای عربی حاشیه خلیج فارس دریافت می کنند و این کشورها آخرین مدل تجهیزات نظامی از زرادخانه های ارتش را در اختیارشان قرار می دهد.

به گزارش خبرگزاری مهر، اشپیگل در گزارشی با اشاره به خطراتی که این روزها نیروهای آلمان را در قندوز تهدید می کند، می نویسد: ستیزه جویانی از ازبکستان به همفکران خود در افغانستان کمک می کنند، آنها را برای عملیات های پرتلفات آموزش می دهند.

ستیزه جویانی که سربازان آلمانی را روز جمعه در قندوز کشتند مجهز به تجهیزاتی مدرن تر از تجهیزات مورد استفاده طالبان بودند.

در ادامه این مطلب آمده است: اعضای جنبش اسلامی ازبکستان در حال فراهم کردن تسلیحات و آموزش برای جنگویان همقطار خود در افغانستان هستند، اما آلمان در تلاش است تا به آنها پاسخی کافی و مناسب بدهد.ادامه

در بخش دیگری از این گزارش آمده است: روز یکشنبه حامد کرزای رئیس جمهوری افغانستان و مک کریستال فرماندهی نیروهای آمریکایی در افغانستان در دیدار با رهبران قبال در قندوز مناطق مورد استقرار نیروهای آلمانی را مناطق بحرانی توصیف کردند.

اشپیگل در این گزارش همچنین اینگونه می نویسد: این دشمن شبیه بسیاری دیگر از اعضای طالبان در سراسر کشور نیستند. اعضایی که عمدتاً از پشتون ها هستند و جنگجویان” چهاردره” و رهبران دینی از جمهوری ازبکستان و بعضاً تاجیکستان از اقمار سابق شوروی از آنها حمایت می کنند و اینها برای افغانها بهترین تسلیحات و آموزشهای نظامی فراهم می آورند، و تسلیحاتی که به دست آنها رسیده تنها می تواند با ارتباطات خوب بین المللی از شبکه های مافیایی حصول شود.

اشپیگل نوشت: طالبان محلی چنین پولی در اختیار ندارد، اما این پول و فراهم کردن آن برای نیروهای ازبک مشکل نیست، زیرا که آنها کمکهای سخاوتمندانه ای را از کشورهای عربی حاشیه خلیج فارس دریافت می کنند و این کشورها آخرین مدل تجهیزات نظامی از زرادخانه های ارتش را در اختیارشان قرار می دهد.

 


ديوالونه    

   لـــــیکوال : اسدالله غضنفر

 

  د پېښورد پشكال په يوه توده ، نمجنه شپه كې مې د  ابوالقاسم ديوان ولوست. ابوالقاسم د اتلسمې پېړۍ د دويمې نيمې شاعر دى . دى وايي :

 

  سعادت كه غواړې رسم و عادت پرېږده

  ترك كول  دي   د   عاداتو    سعادت

 

ما ورنه دا معنا واخيسته چې په دودونو او عادتونو پورې نښتل د ودې ، تحول او نېكمرغۍ مخه نيسي. څو كاله پس مې ګلشن راز پيدا كړ. ګلشن راز په فارسي كې د عرفاني سمبوليزم او استعارو د شرحې خورا معتبره مثنوي ده چې د اتمې هجري پېړۍ د لومړۍ نيمې عالم او عارف شيخ محمود شبستري ليكلې ده. هورې راغلي وو چې :

 

   نگردد جمع با عادت عبادت

  عبادت مى كنى بگذار عادت

دا هم د شبستري وينا ده :

   عبادت خواهى از عادت بپرهېز

 

يعنې كه په حضور او توجه سره عبادت نه كوې او هسې عادت كوې ، دا سمه خبره نه ده.

تر دې وروسته مې د ابوالقاسم د بيت معنا ته په بل نظر وكتل او دې نتيجې ته ورسېدم چې ابوالقاسم له ( رسم و عادته ) د شبستري غوندې معنا اخسته ، خو زه چې په اوسنۍ زمانه كې اوسم ، د ابوالقاسم خبرې ته مې ، په لوى لاس يا په بې پامۍ  كې ، د خپلې زمانې له عينكو كتلي دي.

 

 هره خبره او هره پېښه له خاصې زمانې سره تعلق لري. زمانه روانه ده او موږ له شويو خبرو او عملونو لږه يا ډېره فاصله لرو. كه له لرې يو چا ته ګورو ممكن پر هغه د بل چا ګومان وكړو.

 

  په شلمه  پېړۍ كې چې د اوسني تمدن سياسي مفاهيم تر موږ پورې راورسېدل ، نو د خوشحال په دې بيت كې مو د ( ازادي ) كلمه د ( سياسي استقلال ) په معنا واخيسته :

 

  ازادي تر پاچهيه لا تېرى كا

  چې د بل تر حكم لاندې شي زندان شي

 

حال دا چې د خوشحال په زمانه كې ( ازادي ) د شخصي  ازادي په معنا استعمالېدله او د ( ملي استقلال ) هغه مفهوم نه و موجود چې په شلمه پېړۍ كې ورسره بلد شو.

 

  لږ راوروسته چې پښتنې ټولنې ته چپي نظريات راورسېدل ، د رحمان بابا په دې بيت كې مو چې فرمايي :

 

  نه شي د ملنګو د خانانو سره كلي

 چېرته عزيز خان ، چېرته ملنګ عبدالرحمن

 

د طبقاتي جګړې ننداره وكړه او د دې خبرې د هېرولو كوشش مو وكړ چې د رحمان بابا په زمانه كې د طبقاتي مبارزې په ځاى لوړو طبقو ته د تسليم مفكوره عامه وه . د رحمان بابا په اخلاقي فلسفه كې تسليم، قناعت ، اطاعت او رضا اصلي ټكي وو.

 

  موږ له شلمې پېړۍ راهيسې معمولا په دريو دليلونو د پخواني شعر په معنا كې تصرف كړى دى  : يا مو د خپلې زمانې او تېر وخت د ژبې ، سبك او فكر  تر منځ فرق هېر كړى دى ، يا مو د خپلو اوسنو نظريو د تاييد لپاره د پخوانو د نظرونو په معنا كې ګوتې وهلي دي  او يا مو ګومان كړى دى چې كه د خپلو پخوانو مشرانو نظرونه د اوسني وخت له منل شويو نظرونو سره ورته وبولو ، دا به مو د مشرانو حق په ځاى كړى او دوى به مو په  اوسنيو خلكو منلي وي.

 

   د نورو د فكرونو د پېژندلو لپاره پكار ده چې خپل فكر، د هغه محدوديت او خپلې ارزوګانې هم وپېژنو. د خپلو صلاحيتونو محدوديت ته توجه مو تېروتنې كمولى او انعطا ف ډېرولى شي .د نوي تمدن لوى مخكښ فرانسيس بيكن چې د حقيقت په لټون كې يې د استقرايي منطق بنياد كېښود، ويلي دي چې د هغو خبرو په حقيقت   باندې لا ډېر شك وكړه  چې ښې درباندې لګېږي.