![]() |
|
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
تحکیم نزدیکی های تجارتی روسیه و افغانستان باوجود انکه در نیمه اول سال 2009
کاهش شدید سطح تبادله اموال بین فدراسیون روسیه و جمهوری اسلامی
افغانستان مشاهده میشد، اوضاع در پایان سال تغییر نمود و حجم دوران
تجارتی را مبلغ 278.19 میلیون دالر تشکیل داد. این مطلب را والیری
ایوانوف مدیر اجرائیه شورای تجارتی روسیه – افغانستان به سایت
"افغانستان.رو" خبر داد.
تغییر در ادبیات سیاسی ملاعمر و گلبدین حکمتیار، تاکتیک یا استراتیژی؟
سنجر.غ نمیتوان افتاب رابه دو انگشت پنهان نمود انچه احساس میکنم حقیقتی دارد. چه خطای بزرگی! تنها یک حقیقت در روی زمین است . وان غمها والام جانگداز ماست دنیا گردابی است تیره ء وما ذرات حقیری که دران شناوریم . هنگامیکه دیده میگشائیم . جزشب تاریک ووحشت زا چیزی را مشاهده نمیکنیم . همه جا فریب و چالش ء همه چیز راست است و هیچ چیز راست نیست . عالم سراسر وهم و پنداری است که با تناقض وابهام در امیخته است . چه اشتباه شگفت انگیزی ! کاش نام امید جاودانه از روی زمین محو میشد وما رابه حال خویش اسوده میگذاشت ! بیائید تابا دردوغم جاودانی خود خوگیریم ودم برنیاوریم ء اتس غم را در کانون دل مان شعله ور است با خاکستر صبربپوشانیم ولب بشکوه نگشائیم ء با رنج والم بسازیم ومصائب را انگونه که باید استقبال کنیم . و برای تاریک اندیشان بگویم که نباید از واقعیت فرارکرد . به روشنگری وعیان گوئی شبنامه گفت . امروزهیچکسی به خود ان زحمت را نمیدهد که دهان بکشاید و برای مردم ما صادقانه بگوید (( من نیز با شما می گیریم )) افسوس که امروز قلم را میکشند و نابود میسازند و زمین را به زندان متحرک ء منزلگاه تنگ ء کشتی بی بادبان ء برای بنده گان خداوند مبدل ساخته اند . مگر انانیکه مغرور وتکیه بربازوی دیگران با نمایش پول و ثروت میخواهند به مرتبه شهرت و قدرت برسند . بدانندکه از واقعیت و حقیقت خیلی ها بدور قرارگرفته اند . بدانند که افتاب هیچگاهی با این اعمال شان پنهان نمیگردد.ما از بیان حقایق حراس نداریم و هیچگاهی با معامله گری ها با افراد واشخاص به بسوی پنهان نمودن افتاب با دوانگشت نمی رویم. باتوجه به این بیت . نه شبم نه شب پرستم که حدیث خواب گویم - چوغلام افتابم همه زا فتاب گویم . خداوند بزرگ همه ما و شمارا هدایت نیکی و بسوی راستگوئی استقامت بدهد . بااحترام سنجر غفاری اول حمل 1389 مسکو
محمد رحیم خټګر سانسور شوی حقایق څو ورڅې وړاندې مې دشمشاد تلویزیون او یو شمیر نورو رسنیو په اړه دمیرویس ننګرهاری لیکنه په ټول افغان کې ولوسته نو هم ورته خوښ شوم او هم خفه . خفه په دی شوم چي لیکنه دیره ژر له ټول افغان څخه ورکه شوه اوخوښ په دې شوم چې شمشاد دپښتنو دترجمان په توګه دپښتنو ترمنڅ شهرت موندلی وو او کله چي خبره د پیسو کټلو شوه نو دشمشاد مشر درې کرته اسلام اباد ته ولاړ او دپاکستان داطلاعاتو وزارت له چارواکو څخه یی دشمشاد له پاره نشراتی تګلاره راوړه ، یوشمیر پاکستانیان لکه سجاد احمد ، طارق احمد عرفان خان او اشفاق احمد کریم خان ، فهمید خان ، ایاز خان ،محمد اسراراتل او نورچې نومونه یی نه راځی ، په مهمو دندو وګومارل او همدوی ته یی د نشراتی پالیسۍ او تګلارې دتعقیب چاری ورسپارلې . چې دمیرویس ننګرهاری دلیکنی دخپریدو سره سم یی دڅو ورځو له پره رخصتی کورونو ته واستول ترڅو دملی امنیت له خوا دپلټنو پرمهال دا خبره درواغ ثابته شی. پخوا به راته دشمشاد په اړه داخبرې تبلیغات او بد نیتی مالومیده خو چې کله می دمیرویس ننګرهاری لیکنه کی دریفرینس په توګه دیادو شویو کسانو څخه شبږو کسانو سره اړیکه ونیوه نو هغوۍ یوازی شفاهی نه بلکی کتبی داسی اسناد راته وښودل چې که دافغانستان دملی ګټو ساتونکو ته یی په وړاندې کیږدی نو دشمشاد دخپرونو به وروستې ورځ وی . او زه میرویس ننګرهاری ته کورودانی وایم چې ددغه دملی خیانت درسوا کولو هڅه یی وکړه . په دغو اسنادو کې دپاکستان داطلاعاتو دپخوانۍ وزیری شیری رحمان او دپاکستان پی ټی وي او اسلام اباد ټی وي دمشرانو څخه غوښتنې او دهغوۍ دګټو دتضمین په کرښو دشمشاد مشر لاسلیکونه وو چې دیو پښتون په توګه یی زه ددغو اسنادو په لیدو کله هم نه بخښم داچې دشمشاد ریس دمیرویس ننګرهاری لیکنه یو بل ته په زاریو له ټول افغان وویسته خو شکر داچې یو شمیر باشعوره پښتنو لوستې وه خو له ټول افغان نه می ګیله داده چې که دوی واقعا دپښتنو خدمت کوی او دبیان په ازادۍ عقیده لری نو بیا دی نشر شوی لیکنی دپښتون دشمنه ارادو په زاریو بیرته نه ړنګوی او پریږدی چې پښتانه دتور او سپین په تفکیک پوهه شی . په شمشاد کې یو ستمی شخص چې محمد بشیر عاطف نومیږی چې دزن افغان اونیزی مسول هم وو او د فاحشو ستمیانو د راوا دګوند برحال غړی هم دی دشمشاد دمشر په وینا دمیرویس ننګرهاری لیکنی ته ځواب ولیکه او ټول افغان تر پایه په نشر کې وساته زه نه پوهیږم چې دټول افغان مشران پښتانه دی او که د پراچه ګروپ غوندی یی دخیبر ټی وی په څیر یوازی دپیسو ګټلو له پاره پښتو ته کار پیل کړی دی که دبیان ازادی وی نو اعرتاض لری کوی او ځواب یی په ورځو ورځو پریږدی، ځکه دیو پشتون دردیدلی قوم سره یی په دی موقع هیڅ دزړه سوی عاطفه نه ده ښودلې ایا دټول افغان وروڼه داسې شواهد لری چې شمشاد دپښتنو چینل دی او که نه؟ خو زه یی شکمن کړم . دشمشاد دریس په فرمایش لیکلی ځواب چې محمد بشیرعاطف لیکلی وو یوازی دری ځایونه یی دپښتنو هنرمندانو سپکاوی ته ځانګړی کړی وو چې الفاظ یی کټ مټ دادې . ميرويس خان بايد پوه شي چې که پښتو هنر ژوندی ساتلی نو د پېښور دبا استعداده هنرمندانو برکت دی. کنه نو ستا په اصطلاح د کابل د سر چوک “ هغو” به د چا پېښې کولې او د چا په ويل شويو او تکراري شعرونو او کمپوزونه به يې شخوند واهه!؟
او داچې : واحد نظري تش په نامه پښتون دی نور باور وکړئ که د يو توت په اندازه استعداد هم په کشې کې وي. پښتونولي خو پر ځای پرېږده. واحد نظري په ملي ټلويزيون کې څه وکړل چې په شمشاد شخصي ټلويزيون کې به يې کړي واي. په خپلو ګنهګارو غوږو مې د آريانا ټلويزيون له يو چارواکي اوريدلي چې ويل يې: “ واحد نظري مونږ آريانا ته د دې لپاره راوستو چې ګنې کومه طرحه به ورسره وي خو د ټلويزيون په چارو خبر هم نه ؤ”
دشمشاد ریس چې دپي ټي وي مشر ته کوم غوښتنلیک لیګلی وو متن یی دادی ویی لولۍ او قضاوت وکړۍ :
Wednesday March 27, 2010 Director Program PTV HQ Office Islamabad Pakistan.
Dear Shah Mahmood Nadeem:
This is a great pleasure to congratulate PTV for its magnificent and brilliant performance in every field of entertainment. If it is a Tele film, Drama, music, or documentary, PTV always played a leading role and have produced quality entertainment. It will be an honor for me to introduce Shamshad TV, an Afghan TV channel which is going to start its transmissions in the very recent future.
This is a fact that during the Afghan brutal war which lasted for about three decades million of Afghans have been residing in Pakistan taken the refuge. In my personal view Three decades is far enough for the brought up of a new generation and so is the case with Afghans. The new generation has fully adopted the Pakistani culture and is fond of Pakistani films, dramas and music. Besides, as a whole all of the Afghans, love Pakistani entertainments.
Therefore, it will be highly appreciated if you could please extend your professional expertise and co-operation in provision of Pushto Dramas and Music to Shamshad TV in order to enable us to provide the quality production to the viewers. I am sure this mutual cooperation will strengthen the political, economical, and cultural relations of both the brotherly Islamic countries of Pakistan and Afghanistan and will bring the nations closer to each other. Looking forward for a positive response,
Thanking you in anticipation.
Sincerely,
Fazel Karim Fazel Executive Director OMAR Museum & HQ, Near Ghazi Olympic Stadium, Chaman Area, Kabul Afghanistan. Email: fazel02@hotmail.com Tel: 0093(799)322129 Shamshad TV, Afghanistan.
او دا هم دپاکستان داطلاعاتو پخوانې وزیری شیری رحمان څخه دپښتنو دسوداګر فضل کریم فضل بله له شرمه ډکه غوښتنه چې کټ مټ یی دټول افغان دلیدونکو مخې ته ږدم :
زه چې دشمشاد لیدونکی وم او دشمشاد سره می ځانګړې مینه وه لامل یی داوو چې دغه تلویزیون می دپښتنو ګڼلو خو کله چې خبر شوم چې نه یوازی دپښتنو چینل نه دی بلکی دافغانانو هم نه دی او یوازی پاکستان ته په پښتو ژبه تبلیغات کوی نو ډیر ودردیدم ځکه چې مونږ دپښتنو نوکران یوو دبانجان نه یوو.
تاسو راشۍ او دفضل کریم فضل بیو ګرافي اوګورۍ چې ایا دافغانستان په جهاد کيی برخه درلوده کنه په کویټ کی یی مزدوری کوله او یوی کمپنۍ سره نوکر وو ؟ ایا دجګړو پرمهال چیرته یو ځل هم هیواد ته راغلی وو که نه چې دمجبورو هېوادوالو له حاله خبر شی ؟ ایا کله چې دروسانو پرمهال پیښور ته وتښتیده نو څو کمپلی یی دررلودی ایا دپسخزن پلار نه ورته څه په میراث پاتی وو ایا د ادیزو په کیمپ کي یی څه ډول ژوند درلود . ایا دکویټ نه یی څومره پیسی راوړې وې .ایا په کابل کې په وزیراکبر خان مینه ، کارته سه ، قرغه ، ده سبز، لوګر ، بتخاک او نورو سیمو کې دملینونو ډالرو په بیه کورونه جوړول او په سلهاو جریبه زمکه اخیستل دیو عادی افغان له واکه پوره ده؟ ایا دماین پاکۍ حلال معاش باندې دومره امکانات برابریږی ؟ ایا په کویټ کې مزدوران همدومره ډیري پیسی ګټلای شی ؟ نو فکر وکړۍ چې راز څه دی ؟ لږ شرم پکار دی توری دی ماماوهی او نوړۍ دې عبدالله وهی ..... که مونږ په حقایقو سانسور ولګوو نو دپښتون قوم نه به دازلت کله وځي ؟ او دغه سوداګر به نور څومره څربیږی ؟ یو ملګری می راته وویل چې کله شمشاد کې پر دنده وګومارل شوم نو خوښ وم چې پښتو ته به چوپړ وکړم مګر کله چې د پښتنو او په تیره دشکالی وزیرستان دپښتنو حال احوال باندې بحث پیل شو نو دشمشاد مشر ورته وویل وروره ما سرمایه دبزنس له پاره لګولې ده او نه غواړم چې دپاکستان سره می دپښتنو پر سر اړیکی خړې بړې شی . هغه دوست مي دشمشاد دریس داخبره ډيره تکراروله چې جیو پّاردو طلوع په دری او شمشاد پّ پښتو بزنس کوی دابیله خبره ده چې ماته پښتو رسیدلی ده خو زه یوازی بزنس مین یم (!) تاسوپه ننګرهار کې دفضل کریم فضل پلرنی کلی بهسود ته ورشۍ او هلته یی دپلار نیکه او دده تپوس کړۍ چې خلک درته حقیقت ووای تاسو ورشۍ او دفضل کریم صیب ددفتر له پخوانیو کارمندانو نه تپوس کړۍ چې دهغو نجونو نومونه او ادرسونه درکړی چې ورسره دبدنامیدو وروسته یی المان ،لندن او نورو هېوادونو ته واستولې او اوس هم کله دملا درد بهانه کړی او ورځی او کله هم بله بهانه وکړی او ورځی ورسره شپی سبا کوی تاسو په دوبۍ کې ددغه شمله ور پښتانه ناسته ولاړه اوګورۍ جې یوازې په نیکر کې ګرڅې ایا دپښتانه نمایندګی باید همداسې یو شخص وکړی که څوک په دی اړه دقیقی پلټنې وکړی نو ورته به ثابته شی چې میرویس ننګرهاری رښتا ویلی وو او حقیقت بل ډول دی خو فضل صیب په کاغذونو کې ځانته داسې بیوګرافی جوړه کړې تاسو یی کټ مټ ولولۍ داده :
Resume
Name: Fazel Karim Fazel Father Name: Mohammad Rahim Date of Birth: December 25, 1955 Place of Birth: Nangarhar Nationality: Afghan
Academic Qualifications:
1989 to 1990 Hubert Humphrey Fellowship program Boston University, Massachusetts, USA. Master in International Relation and Public Administration. 1972 to 1974 College of communication Kabul, Afghanistan. 1969 to 1971 Telecommunication Training Center, Kabul, Afghanistan
Work Experience
1991 to present Founder and Director of Organization for Mine clearance and Afghan Rehabilitation (OMAR) 1987 to 1988 Manager of marketing and sales for the self reliance program. This program has five small business enterprises which comprise the self-reliance group an association developed, with international Rescue Committee support, to promote self reliance among Afghan refugees in Pakistan.
Managed the following program’s production:
1: Printing press 2: Incentive Business 3: Agriculture 4: Handicraft
1971 to 1987 worked as supervisor for the Swedish telecommunication System (Ericsson) in the Middle East while based in Kuwait.
Internship
May 7, 1990 to 15.06.1990 after completion of master degree in public administration (MPA) at Boston University, I started my internship with international organization for migration in Washington D.C for a period of seven weeks.
I worked for two newly established projects that return afghan Talent and Afghan Medical program. During this time I have conceived very useful ideas in order to promote the program. I was twice awarded for my good performance during the internship with IOM.
Special Courses and Workshop
Short courses in Management development, Boston, University. Intensive study at University of Minnesota. One week workshop in Project Management in San Francisco, CA
Visits
During the Academic period several official visit took place across the United State; The White House, Capital Hill, Congress, State Department, Washington D.C, Tennessee, UN, New York, Kentucky, New Hampshire, Meeting with Dignities.
Official vests have been paid to numerous countries during the past decade i.e. Europe, Middle East, South East Asia, United State and Canada.
Special Assignment
1994 Founded Afghan Campaign to Ban Landmines (ACBL) 1997 Officially invited to the Noble prize Ceremony to speak on behalf of the Afghan Campaign. 1998 to 2002 Chairman Afghan Campaign to Ban Landmines. 2001 Elected as a leader of the prominent pushtun tribe called Abdulrahimzai. 2003 Re- elected for three years as the leader of our tribe. 2002 Delegate to the Traditional Loya Jirgah (Grand Assembly) 2003 Participate in the Loya Jirgah for convening of the New Constitution. 2003 Became member of the Rotary Club, Afghanistan. June 2004 Became the President Elect of the Rotary Club, Kabul, Afghanistan.
اوس نو ړانده ته امسا پکار ده او کاڼه ته غوږونه خو دیو پښتون په صفت په دی عقیده لرم چې که رسنۍ دغه غمیزه هر څومره سانسور کړی نوري لاري هم شته چې خدای به پرې پښتانه له دی بلا خلاص کړی او پی چرګه به هم سبا راوخیژی اما اغاز به له رسنیو وکړو هدف یوازی دادی چی پښتانه راویښ او دوست او دشمن وپیژنی او دا ځکه چې دامریکا په اشارو دکرزی لال په دور حکومت کې که څه هم دنسل وژنی له غمیزی سره مخامخ دی خو داکله هم په دی مانا نه ده چې ګواکې پښتانه ویده دی او دخپل برخلیک په اړه نه پوهیږی او دړندو بازارهم نه دی چې په هر ډول پښتانه ځبلی کیږی باید وځپل شی ترڅو پردی پال یوه نوړۍ ډوډۍ دپښتنو په برخلیک دملنډو په پایله کې خپلو بچو ته وګټی چې خارج کې پرې درسونه ووایو .
دالړۍ داسنادو درسوا کولو تر بریده دوام لری .
ډاکټر صلاح الدین سعیدي – سعید افغاني از مرکزمطالعات ستراتیژیــکی افـغــــان اود حـــق دلاری کلــتــــوری مـــرکـــــز د ســـولــی جــــرګه
” « د سولی جرگه » به مثابه نیروی سوم مصلح و میانجی به قصد ایجاد فشار و اعمال نفوذ از طرق مسالمت آمیز بالای مراجع داخلی و خارجی بحران افغانستان ، برای انتقال کشور از حالت جنگ و بحران به صلح و ثبات سیاسی ایجاد گردیده است . « د سولی جرگه » حزب سیاسی نیست و به قصد احراز قدرت سیاسی بوجود نیامده است .” مونږ په دی باور یم چه د افغانستان خلک او د نړی ټول خیر اندیشه انسانان د افغانستان او سولی په هکله د جرګو، کنفرانسونو ، سیمینارونه او ناستو تدویرول چه په هغو کې د ځان او د نورو د پوهولو، د افغانستان او د سولی په هکله د مشاکلو د حل لیاری لټول، عملی مؤثرو ممکنو اقداماتو د عملی کولو نسخی او د خیر او خدمت په مقصد جوړیږی هرکلی کوی او هغه یو ښه او ضروری اقدام ګڼی چې په ډیر و مواردو کې حتی الترناتیف او بدیل نه لری. مونږ په دی باور یم چه داسی ناستی ولاړی باید مشخص تعریف او خپل صلاحیتونه او حدود ولری او هرډول تخلف ددی تعاریفو او حدودو نه لکه د بن د کنفرانس به غیر مشروع عواقب منځ ته راولی او داسی حرکت به ددی په ځای چه مشکل او ستونځه حل کړی خپله به مشکل سازه شی . لدی کبله پورتنی صراحت یو مطلوب صراحت دی چه په عمل کې باید ددی صراحت په چوکاټ کې کار وشی. ددی طرحی په بله برخه کې راغلی: ” « د سولی جرگه » صرفآ به عنوان یک گروپ فشار برای تحقق داعیه صلح ایجاد شده است. باتدویر لویه جرگه موسسان و تصویب قانون اساسی جدید رسالت استقرار صلح که بدوش « د سولی جرگه » است ، به پایان میرسد . آنگاه « د سولی جرگه » میتواند با در نظر گرفتن امکانات و ظرفیت های خود و با ملاحظه نتیجه بدست آمده از ارزیابی اوضاع ، به مثابه هسته تشکیل یک تشکل سیاسی و یا جبهه متحد ملی در حیات سیاسی آینده کشور نقش بازی کند . به این منظور مرامنامه و پروگرام کاری د سولی جرگه عند الموقع به اطلاع عامه رسانیده میشود . ” مونږ په دی باور یو چه لمړی جمله باید داسی تکمیله شی: د سولی جرګه صرفآ به عنوان یک ګروپ فشار برای بیرون رفت از مضیقه وحالت رقتبار امروزی و تحقق داعیه صلح ایجاد شده است. زمونږ هدف او مرام ددی مطلب نه دادی چه مونږ په عمده ډول د خپل کار استقامت او هلی ځلی په اوس او آینده باندی متمرکز کړو. تيره د اوس او راتلونکی لپاره و ځیړو او په تیره کې بند پاتی نه شو. په توی شوو شیدو جړل به کار و نباسی. مونږ په دی باور یو چی ددی طرحی په دی برخه کې هغه اولنی مقصد او تعریف چې د سولی جرګه یو دریمه قوه او دسیاسی فشار وسیله ده په معیین مفهوم نفیه کوی او یو حزبی شکل مومی چه د فعلا لپاره دا د اولنی تعریف نه معین تجاوز او یا هم د وخت نه مخکی خبر بولم چه کیدای شوه شفاهی وړاندی شی. لدی کبله چې د سولی جرګی او نورو مشابه جرګو نومونه سره ورته دی او لوستوونکی مغشوش او ګیچوی چه د کومی جرګه څخه خبر کوو. خو په هر صورت د ددی سولی جرګې او مشابهو جرګو د غړو او فعالینو د انتخاب او انتصاب میکانیزم د جنجال سبب کیدای شی . معیار او محک د بحث وړ او مشخص واضح حدود د لیا نو هم دبحث موضوع ګرځی. عمومی قاعده بیان شوی او په عمل کې دا قاعده اجراکول د جنجال سبب کیدای شی. داد سولی جرګه چې مونږ ورته یو متحده جبهه هم ویلای شو کیدای شی چه معین هدف د تحقق لپاره توافق وکړی اما همغسی چه وویل شول چې دا د سولی جرګه معیین سیاسی حزب نه دی نو بیا د غړو او فعالینو انتخاب هم په همدی معیار هم لږ څه پراخی حوصلی او لیدلوری ته اړتیا لری.. مسلم ده چه په دی پراخوالی کې د سره خط نه تیریدل مجاز نه دی. ښکاره ده چې داسی دسولی جرګی لنډی او لنډمهاله برنامه ولری او په بعضی مواردو کې انقلابی روشونه غوره کیږی. په اوږد مهال ډول باید د نورمالو ، قانونی او دیموکراتیک چینلو ته قوت ورکړ شی. زمونږ په پوهه د قانون او د نظام د اصلاح لیاری باید د قانون او نظام د منلو له لیاری مخ ته لاړی شی. په دی بنسټ ددی طرحی په پورتنی متن کې د (....موسسان و تصویب قانون اساسی جدید رسالت...) نه داسی معلومیږی چه د افغانستان د اوسنی اساسی قانون د تعدیل او اصلاح خبر نه ده مطرح. بلکی د افغانستان د نوی اساسی قانون په هکله د تصویب خبره مطرح ده. مونږ په دی باور یو چه د افغانستان اوسنی قانون باید تعدیل اوبنسټیز اصلاحات او تعدیل شی . د افغانستان په اوسنی اساسی قانون کې د دولت د دری ګونو قواو تر منځ تعادل نه شته، د ټاکنو برخه یی زیاتی خلاوی لری. مونږ افغانستان ته د پارلمانی نظام او غیر مستقیمی دیموکراسی چه پارلمان رﺋیس جمهوری او رﺋیس جمهور پارلمان ته صدراعظم او صدر اعظم پارلمان ته د کابینی د رای اخیستو مسأله مطرح کړی - تأکید کول غواړو. د مدرن تخنیک او مدرن انفرسترکتر مونږ ته دا امکات برابروی چه خلکو ته اداره نږدی نژدی اود ولسوالی اداری اصلی اداری مرکز باندی تأکید کوو. د ولایت اداروه صلاحیتونه باید مرکز او ولسوالیو ته انتقال شی. وسطی اداری حلقاتو رول باید تضعیف او په تدریج د له منځه وړو باندی تأکید کوو. سره له دی چه دا وروستی خبری دی اما د افغانستان اداره خلکو ته نږدی کونه د اوسنیو قوانینو په چوکات کې هم تر یوه حده ممکنه ده. مونږ په دی هکله لسهاوو نورو تغییراتو باندی تأکید کوو .مونږ په دی باور یو چه دا هغه خبری او تدابیر دی چې مقدماتی کار ته همدا اوس اوس اړتیا لری. ددی طرحی بله برخه کې لولو: ” 2 ــ شورای عالی : ذیصلاح ترین مرجع تصمیم گیری است ، که از ۹ تن اشخاصی که دارای شهرت نیک و سابقه کار در جهت تآمین صلح در افغانستان هستند ، ترکیب شده است ..... تا زمان تشکیل شورای عالی یک کمیته موقتی وظائف محوله را انجام میدهد . ” ددی جرګې ۹ کسیزه او نور د فعالیت لپاره پیشنهاد شوی کمیټی غړی او مشران به په کوم مشروعیت څوک تعیین او یا نصبوی؟ داچه کمیته مؤقت به چاته جوابګو وی هم د تعمق وړ ده. ددی مؤقت کمیټی د جلساتو ځای او مصارف او مشابه مکانیزم روښانول په کار دی. زمونږ په پوهه دنړی او د ملل متحد ، اروپایی ټولنی او نورو مؤثرو او خیرخواه ادارو معنوی او مادی مرستو جلبولو ته ددی کړنلارو او برنامو د عملی کولو او د سولې جرګی د کارونو د مخ ته وړلو لپاره شدیده اړتیا شته. مونږ په دی باور یو چه د کابل اوسنی حاکمیت که په ریښتیا د افغانستان د لانجو حل او ددی وضعی نه د افغانستان د خلکو کاږل او سولی ته کار کول غواړی نو دداسی حرکتونو د غوړیدو او پرمختګ لپاره مرستی وکړی. د افغانستان پارلمان باید د داسی پروژو لپاره چې په وطن کې د دیموکراسی ریښی کلکو او عمق ورته ورکوی مالی او معنوی مرستی وکړی. ددی طرحی بله برخه کې لولو: ” کمسیون صلح ازکلیه امکانات تماس ومفاهمه با مقاومت مسلح استفاده مینماید وزمینه تدویر کانفرانس بین الافغانی رافراهم می آورد .” دا کار د نړیوالی همکاری او مرستی ته کلکه اړتیا لری او ارتباطی کړی او افراد به امنیتی مشکلا ت او ستونزی ولری . په دی هکله په افغانستان کې د مؤثر منابع سره هماهنګی او کو اودینه پکار ده. ددی طرحی بله برخه کې لولو: دو ــ کانفرانس بین الافغانی : الف . « د سولی جرگه » از طریق تماس با مراجع بین المللی علاقمند حل قضیه افغانستان چون « س ، م ، م » ، اتحادیه اروپا و سازمان کانفرانس اسلامی ، تدویر کانفرانس بین الافغانی را در رآس اجندای کاری خود قرار میدهد . درین کانفرانس که تحت سرپرستی « س ، م ، م » تمویل و دایر میگردد ، علاوه به شخصیت های افغانی دارای تقوای سیاسی و سوابق نیک ، نمایندگان طرف های درگیر جنگ چون مقاومت مسلح ، حکومت کابل و ائتلاف نظامی بین المللی اشتراک مینمایند . به این منظور اوربند اعلام و نافذ میشود و به نمایندگان مقاومت مسلح تضمینات لازم امنیتی اعطاء میگردد .” زمونږ به پوهه ددی کنفرانس دغړو غوره کول چې د موجه اعتراضو سبب نه شی، معیارونه دپورتنیو ملاحظاتو سره سم د غور وړ دی. ددی کارعملی میکانیزم اوفورمول چه دا اصول اوقواعد وټاکي جدی ډیری پام لرنی او لازم جرﺋت اواحتیاط او پراخ لید لوری ته اړتیا لری. ددی طرحی بله برخه کې لولو: ”.... تشکیل حکومت انتقالی در صدر اجندای کانفرانس بین الافغانی قرار دارد .” ددی مسألی مادی او امنیتی اړخونه د تعمق وړ دی. مدرن کادری سیاسی او مشروع حاکمیت هغه مطالب دی چه باید پری توافق وشی. هرمسلکی پوه سړی حتمی نه ده په هغه سیاسی پست کې مؤظف شی چه سیاسی مشروعیت ته اړتیا لری . په دی برخه کې د نړی تقلبی بی طرفی لکه څنګه چې د افغانستان په دی وروستی ټولټاکنو کې اعلام کړای شول د منلو وړ نه ده. زمونږ په پوهه دا نړی ټوله انتقالی او مؤقته ده. نو بیا په مؤقتی او انتقالی بیا انتقالی نوم ایښودل راته کلکه او جوته خبر نه ښکاری.. باید دا قبول کړو چه افغانی ټولنه اوس خپلی بلی انکشافی مرحلی کې قرار لری چه د لس کالو نه د مخه توپیر لری. له بلی خوا زمونږه عملی تجربه په افغانستان کې داسی ده چه مؤقتی خلک غواړی دایمی(العیاذ بالله) شی(..... یدرککم الموت ولو کنتم فی بروج المشیده). نو مونږ په دی باور یم چه دمؤقتو او انتقالی دورو په ځای د نورمال سیستم د جوړولو لپاره کار کول په کار دی. که نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه زمونږه سره مرسته کوی او باید یی هم وکړی نو هغوی ته پکار ده چه په افغانستان د خلکو د حاکمیت لپاره د ریښتنینو دیموکراتیکو انستیوتونو د تقویه او اتوریته ورکولو لپاره کار وشی. مونږ د دیموکراتیک سیستم د پارلمان، د ټاکنو، د اساسی قانون او داسی نورو اصولو او مبادیو چې همدااوس په افغانستان کې د سیستم له لحاظه موجود دی مخالفت نه لرو. مونږ دهغوی د ریښتینی او درستی لاری د غوره کولول او ریښتینی محتوی ورکولو په هڅه یو. داسی نور مطالبو غوښتنه کوو. مونږ په دی باور یو چې مثبت ایجاد شوی دیموکراتیک انستیوتونه باید په نورمال ډول کار وکړی او د مافیا له لاسه ووځی. مونږ په دی باور یو چه په تیرو زیاد پاء فشاری په دی مانا چه په توی شوو شیدو ماتم وکړو زمونږ مشکل نه شی حلولی. مونږ ته په کار ده چې په دی تمرکز وکړو چې د دی مضیقی نه څنګه د افغانستان خلک او وطن خلاص کړای شی. ددی طرحی بله برخه کې لولو: ”سه ــ تشکیل حکومت موقتی : حکومت انتقالی محموله گذار از جنگ به صلح در یک مرحله انتقالی است و لا اقل سه سال دوام مینماید . حکومت انتقالی از لویه جرگه مشروعیت اخذ میکند . لویه جرگه پس از اعطای مشروعیت به حکومت منحل میگردد و بار دیگر با آماده شدن مسوده قانون اساسی جدید برای تصویب آن دائر میگردد . قبل از تشکیل حکومت انتقالی « س ، م ، م » از اعضای خود که بصورت مستقیم یا غیر مستقیم درگیر جنگ افغانستان هستند ، مطالبه میکند تا از طریق فشار های دیپلوماتیک ( تنزیل مناسبات دیپلوماتیک ) ، حقوقی ( بازپس گرفتن شناسایی ) ، اقتصادی ( تنقیص کمک های خارجی ) و قضایی ( تعقیب جنگ سالاران حامی حکومت ) ، حکومت کابل را ناگزیر به استعفآ بسازد . همزمان با استعفای حکومت کابل حکومت جدید موقتی ازجانب « س ، م ، م » وجامعه بین المللی به رسمیت شناخته میشود . ”
مونږ په دی باور یو چې حکومت او د هغه مشروعیت اخیستل یو نهایی و غیر قابل تغییر جوړښت او مشروعیت نه دی. حکومتونه او د هغه غړی هره ورځ کولای شی داسی حرکت او کار وکړی چه د اعتماد د بیرته اخیستو موجب شی. نو په هغه صورت کې بیا چه لویه جرکه منحل وی دا مشکل به څوک حل کړی. هغه وزیر چه د لوی جرګی نه د اعتماد رای تر لاسه کړی نو د تخلف او یا صریح موجه او یا غیر موجه تخلف په صورت کې به یی څوک عزل کړی؟ داهم دقیقه خبر نه ده چه اوسنی حکومت او پارلمان دی تر هغه کار کوی چه تر څو ټاکنی تر سره شی. ددی لپاره حداکثر نیټه او زمان معیینول په کار دی. په دی هکله لسهاوی سوالونه بی ځوابه دی.
مونږ د دایمی سیستم جوړولو او په دی ډول د استقرار د طرحو د جوړولو او عملی کولو په فکر کې یو. په لنډ وخت کې نوی تعدیل شوی اساسی قانون او د هغه پر بنا نوی دولتی نظام او حکومت چه د خلکو نه یی مشروعیت تر لاسه کړی وی اړتیا شته. دداسی میکانیزمو طرحی او مسودی جوړول او د افغانستان خلکو ته د نوی اساسی قانون پربنا وړاندی کولو او نهایی کولول باندی باید کار وشی. مونږ مؤقت حکومتونه ولیدل و وینو چه یو واری د قدرت واګی په لاس کې ونیسی او دقدرت مزه ووینی نو بیا یی نه پریږدی. علمی، مسلکی متخصصینو ته ، د اساسی قانون مسوده جوړول او نور مشابه فنی خواوی برابرول د امکاناتو او سیاسی ارادی په وجود کې مشکل نه لری.
مونږ په دی باور یو که نړیواله ټولنه په ریښتیا و غواړی، مادی او تعهداتی امکانات برابر کړای شی په دی برخه کې زیاد کارونه د سیستم سازی او د دموکراسی د د انستیوتونه د نهادینه کولو لپاره کیدای شی. که نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک و نه غواړی او غیر فعاله اوسی نو دا حد اقل کارونه هم نشی کیدای . دداسی حکومت جوړول چه دخلکو لخوا، پرخلکو، د خلکو په واسطه او د خلکو په خدمت کې حکومت جوړولو ته کار په کار دی. په دی پیړی کې داسی حکومت او داسی اداری یواځی او یواځی هغه وخت منځ ته راتلای شی چه د خلکو اراده ورسره وی. د افغانستان خلک مسلمان دی او انتخاب یی معلوم دی. دا یو مسلم حقیقت دی چې افغان ولس د دری لسیزو ډیر قربانی ورکول او دادی د نورو جګړی او منازعات حلوی. داهم واقعیت دی چه ملت د سیاسی لحاظه په پارچو پارچو ویشل شوی. داسی پارچی هم شته چه د خبرو اترو دمیز کیناستل نه غواړی. خو ټول ته پکار ده چه خپل ځای و پیژنی او د ټولنی د سیاسی څیری جزء و ګڼی او نه کل. که څوک داسی کوی نو مطمینا چه خطاء کار کوی او وطن کې سوله نه غواړی. هغه ځواکونه چې په وطن د جنګ او ورور وژنه کې خپل سیاسی موجودیت وینی باید د ټولو نورو سیاسی ځواکونو لخوا او د خیر خواه انسانانو په ارادی د ملت نه تجرید کړای شی. دا یو واقعیت دی چه دا ملت سوله غواړی او د جکړی نه نفرت لری. دا یو واقعیت دی چې افغانستان یو داسی قوی زعامت ته اړتیا لری چې دا هیواد د جګړی له میدان نه وباسی. دی مقصد ته عملی کار کول او رسیدل د ټولو خیرخواه انسانانو د لاس ورکونی په بنسټ،ګډ تفاهم او مشترک کار ته اړتیا ده. مونږ په دی باور یو چې مشترک مقصد ته د رسیدو لپاره داسی تدابیر ونیول چه عملی وی او د ټولو خیرخواه افغانانو مشترک مساعی را جلب کړی. مونږ په دی باور یو چه سیاسی ګوندونه، جمعیتونه ، ټولنی، حرکتونه، جبهی اوسیاسی پلاتفورمونه په یوه ټولنه کې د ټولنی د مطروحه مسایلو د حل نسخی وړاندی کوی او لری. تر هغه ځایه چه مونږ خبر یو د سولی مطروحه جرګه په یو پراخه توګه ددی خیر او سولی لپاره کار کول غواړی. داسی کار کول چې په لږو قربانیو ډیر نتایج تر لاسه شی. مونږ په دی باور یو چه د افغانستان او سولی د تحقق نسخی نه سل دی او نه هم ۱۸۵ . نو د افغانستان سیاسی ګوندونو، جمعیتونو، سیاسی ټولنو ، او پلاتفورمونه او ټولو خیر اندیشو کسانو ته په کار ده چه د مقدسو او مشابه اهداف د تحقق او تر لاسه کولو لپاره لاس سره وکړی او د سیاسی ټولنی او حرکت جوړول د جیبونو د ډکولو او څوکیو د نیولو په مقصد نه - بلکې د خدمت لپاره استعمال شی. سیاسی قدرت ته رسیدل د خلکو د خدمت لپاره عبادت دی .راځی په داسی عبادت کې برخه واخلو. زمونږ مقصد دادی چه په هرځای او هر مقام اوهر محل کې چه یو ددی انسانی اهدافو او مقاصدو لپاره تر خپل توانه آواز اوچت کړو او عمل وکړو. باور لرو چې د هرعمل د پیل لپاره نیت شرط او مهم او اولی قدم دی. نیت د زړه او قلبی خبر ده او الله تعالی پر زړونو آګاه دی(والله علی مانقول خبـیر).
تاسی ته معلومه ده چې په وطن کې د اعتماد مزی شلیدلی او هر د خیر آواز، لیکنی اواوږد شوی لاس ته هم په تردید او شک کتل کیږی. دا حالت باید تغییر وکړی. ددی لپاره کار کول پکار دی. زه غواړم په دی ځای کې تأکید وکړم چه په دی لیکنه کې زمونږ بعضی طرحی او تأکیدات چه په لمړی اوسطحی نظر په بعضی مواردو کې التقاطی هم بریښی ددی مانا نه لری چې ګواکی د سولی د جرګې د عمده طرحواو یا هم متفکرینوسره به خلاف لری. مونږ په دی باور یو چه په اکثرو موارد کې عین ارزشونه او اصول تأﺋیدو او کار ورته کوو. خو مونږ دلته لازمه وګڼله چې یو ځل بیا په دی نکاتو تأکید وکړو او هغه متبارز کړو.
دا ښکاره خبر ده چې نسخی او تجاویز د شرایطو او حالاتو په بدلیدو بدلیږی. په دی ځای کې یو ځل بیا د تأکید ګڼو چې په کلکه اړتیا شته چې دا طرحه او داسی نوری ورته طرحی لکه د محترم انجینیر احمدافغان طرحه ( منتشره ماه جنوری جرمن آنلاین-آریائی- آزمون ملی-دعوت- صدای افغان- هیواد و ویسا ) د حزب اسلامی طرحه او داسی نوری طرحی سره کیښودل شی او ددوی څخه ان شاء الله بله هر اړخیزه طرحه جوړه او وړاندی کړای شی - نو به بهتره او عملی اړخونه زیات ولری.
والسلام علی من اتبع الهدی (
|