![]() |
|
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
چې وختونه
چې وختونه يو په بل پسې سبا شي حقايق د زمانې به برملا شي
چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې خود په خوده په عالم کې به رسوا شي
د رښتيا کاروان په مخه ځي روان دی د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي
د اخلاص او صداقت په هر قدم کې د مکار د مکارۍ چال به رسوا شي
بې له شکه په قوي تکل او عزم دا تيارې د ظلمتونو به رڼا شي
دريابونه هاند څپاند شي د بزمونو چې عزمونه ارادې يې بې ریا شي
ځو په مخه په سراب نه حصاريږو خيانت کار به مخ تورن نن يا سباشي
که يووالی ورورګلوي موخدای نصيب کړه د دې خاورې خائنان به رو سيا شي ---------------------------------------- سمیع الدین افغاني ١٩ - ١ - ٢٠١٢ م ٠ کال
|