![]() |
|
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
محموده تقوا د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شپږپنځوسمې اونیزې غونډې رپوټ د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ۵۶ غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۹۰/۱۰/۱۷ کال د مرغومي د میاشتې په اوولسمه نیټه د ماسپښین په یوه بجه په نوي ښارکې د ښځو وزارت ته څیرمه په زینب تالار کې د آغلې زمزمې نیازۍ په ویندويۍ پیل شوه. په پیل کې د میرمن بهیر د یوې فعالې غړې پوهنمل بلقیس محبوبي د ورور د مړينې له امله میرمن ګلالۍ امرخیل د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره د فاتحې مراسم تر سره کړل. د تل په څیر د غونډې په لومړۍ برخه کې میرمن ساهره شریف پر ځینو کاري مسایلو خبرې وکړې، او د بهیر د ځینو غړیو له خوا وړاندیزونه هم وشول چې د آغلې پاکیزې آرزو وړاندیزونه چې په لاندې ډول ؤ ۱ ـ د میرمن بهیر غونډه باید سر له ننه د غرمې په یوه وبجه پیل شي او په دریو بجو پای ته ورسیږي. ۲ ـ د غونډې د ریپوټونو او د ویب پاڼې د لا ښه فعالتوب په موخه باید د بهیر له پاره د میرمن بهیر د مشرتابه له لوري د انترنټ اسانتیاوې را منځته شي. او یو عمومي وړاندیز هم وشو چې د ژمي په موسم کې د ډیر ې یخنۍ له امله باید د بهیر غونډې په میاشت کې (۲) ځله ونیول شي او د هوا په ښه کیدو سره بیرته خپل فعالیت ته په عادي توګه دوام ورکړي، تر غور وروسته یاد وړاندیزونه د بهیروالو له خوا ومنل شول. د کاري برخې په پای کې اغلې مارینا سروري د ښځو وزارت د فرهنګي چارو د ریاست د تعلیمي چارو عمومي مدیرې وړاندیز وکړ چې د میرمن بهیر غړي کولی شي خپل ریپوټونه، ادبي او هنري پنځونې زموږ د جریدو او مجلو له لارې هم خپرې کړي چې د افغانستان په (۳۴) ولایتونو کې د ویش څانګې لري او دا کار به د دواړو لوریو له پاره ډیر ګټور وي. د غونډې په دوهمه برخه کې د بهیر د فعالې غړې آغلې مینې موسکا، د هلمند ولایت اوسیدونکې په شعر کره کتنه وشوه چې دټیلفون له لارې واورول شو او پرې کره کتنه وشوه. د غزل لومړۍ بڼه يې داسې وه. غزل :
ګله زړه ته مې را تیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د الهام ملوکې راشي ستا د کلي نه جانانه
څه پردي ولس يې خرڅ کړل په یو بل باندې لاسونه
د اغزو په سر ژوندون دی د جنون سره ملګری د وطن سر تورې پیغلې درته دعا کوي جانانه
چې رقیب غوندې بدڅیر یې ګله زړه مې در قربان شه د غزل په قافیه کې یوه اندازه مشکلات موجود ؤ خو بیا هم تر یوه بریده هڅه وشوه چې لږ څه اصلاح شي، خو بیا هم د ځینو بیتونو تر منځ معنوي رابطه نه لیدل کیږي، چې د شاعرې د نه شتون له کبله په کې بدلون را نغی. خو وروسته به د میرمن بهیر د اړیکو دمسوولې له خوا دټیلفون له لارې شاعرې مینې موسکاته نقد شوي ټکي څرګند شي. نقد شوې بڼه : غزل :
ګله زړه ته مې را تیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د الهام ملکې راشي ستا د کلي نه جانانه
په پردي ولس يې خرڅ کړل په یو بل باندې لاسونه
د اغزو پر سر ژوندون دی د جنون سره ملګری د وطن سر تورې پیغلې درته دوا کوي جانانه چې رقیب غوندې بدڅیر یې ګله زړه مې در قربان شه د تل په څیر د غونډې په پای کې د بهیر د ټولو ګډونوالو له خوا په زړه پورې مشاعره تر سره شوه او یاده غونډه له غرمې وروسته په دریو بجو پای ته ورسیده.
|