تماس با ما
سایت های دیگر
اقتصادی
فرهنگی
سیاسی
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم

 د غازي عجب خان اپريدي او د هغه ورورغازي شهزاده خان اپريدي ګـــډون يا اشتراک د (خپلواکي په جګړي ) کي .

 د( ټل په فتح ) کي په کال 1919
------------------
د مرحوم خداي بخلي صديق الله رشتين او محترم نيک محمد پکتاني له خوا ( مرکه ) د غازي عجب خان اپريدي او دهغه د ورور غازي شهزاده اپريدي سره په کال1334 ه ش په کابل افغانستان کـــي
د هغه قلمي نسخي د ليکل ښوي کتاب په استناد چه زه داود شاه اپريدي محترمو لوستونو ته يي وړاندي کوم عجب خان اپريدي د خپلو نورو جنګي عملياتو ترڅنګ دپيرنګيانو په خلاف د ټل د جګړي په هکله داسي وايي
---------
▪پـــه (1919م ) 1298 ه ښ کال کښي دلوي افقانستان د منګلو سيمي جـــنوبي تـــــه زه ( عجب خان ) او ورور مي شهــزاده دتجارت د پاره تللي ؤ ▪د خپل تجارتي مال د پلورلو له پاره په مــــنګلو کي پاتي ښؤ ▪ پـــه همدغه ښپو او ورځو کي د افغانستان دخــلواکي غږ پورته ښؤ د افغانستان زلميانو د هري خوا پـه عــــزم او فداکاري راپاڅيدل ملا ئي وټړلي او د ګــــــران وطن آزادولو ته ئي ځانونه چمتو کړل ▪ اعليحضرت محمد نادر شاه له مرګز نه د پکتیا پـــــــه لوري په اعلا قومنداني مقرر ؤ خوست ته راغي▪د منګلو او د ټولي قهرماني پکتیا قومونه په غزاکښي د شامليدو او د متجاوزو د ځواب ورکولو د پاره پــه خــوست کښي اعليحضرت ته ورتلل ▪ مونږ هم چه د ( منګلو ) سره ښه بلد ؤ لــــه ځانه سره ئې خوست ته بوتلو▪اعليحضرت د ( ټــــــل ) د ناڅاپي نيولو او د تياري ښوي قوي د پاره د منګلو څخه ئي يــوزړه ور او سرتيره ځلمي وغوښت چــه د دي چپوي قـــوي لارښودنه وکړي▪ منکلو د رهنمائي په هـکله د مونږ سره مذاکره وکړه▪ په آخر کښي ، زه او ورور مي شهـــزاده يي لهﻻسه ونيولو اعليحضرت ته ئې معرفي کړو. او زمونږ يي دومره ستاينه ورتـــه وکړه چه زه د هغو شکران هيخ کله نښم ادا کــــــولي ▪نو اعليحضرت د چپاوي قوي سرلشکر وټاکلو▪مونږ هم له دي قوي سره د ( ټـــــل ) د خواته د ښپي حرکت وکړ ▪سحر د سپيده چاو په وخت مو د( ټـــل ) په شار موحمله وکړه ▪شار مو د انګريزانو څخه ونيوو ▪ په ټــــل کښي يوازي دوه مرکزه ؤ▪ يو د شار د ننه جنګي کــلا ▪ او بل د شار د باندي ريل ستيشن ؤ هغه مو محاصره کړل▪په د غه ورځ په لسو بجو اعليحضرت نادرشاه هم د خپل لوي لښکرسره ( ټـــل ) ته راورسيده ▪د شار په مرکز کښي د افغانستان بيرغ په رپيد و ښــــؤ ▪ او د لشکر سپينو خيمو د ټـل خاوره یی ونيوله ▪هـــر کله چه د مجاهيدونو لشکر د ټــــل کـلا وي محاصره کړي▪دي دوؤ محاصره ښويو کلاوؤ د ښپي او ورځي له غازيانو سره ديړ سخت مقاومت وکړ ▪په جنګي کــلا کښي د انګريزانو په عسکرو کي اپريدي هم وؤ ▪ اعليحضرت ما له وويل چـــــهد جنګي کــلا محاصره ښوي عسکر ستا قومي دي ته ﻻړ ښه هغوي ته ووايه چه ، دوي هـــــم مسلمانان او پښتانه دي که دوي د مونړ لشکر ته راځي عــلاوه پر کافي معاش او عزت د افغانستان لشکر کښي به يو خاص امتياز هم ورکړم او که وطن ته ځي سر اومال او وسله به يي په خاص امان کي وي ، وسله دي وطن ته دي له ځانه سره يوسي او د سفر خرڅ لپاره بـــه يي هم څــه پيسي ورکړم ▪ ما هم د جنګي کــلا قــــوماندان تــه مي ځان ورساوه او ځان مي ور معرفي کړ وروسته لـــــــه ډ يړي مذاکري نــــه د جنګي کـلاقومندان چـــه د ميجري رتبه ئې لرله او اپريدي ؤ دا موافقه يې راسره وکړه کـلا به مونږ درته تسليم کـــړو مګر مونـــږ وطن تــــه د وسلي سره ورسوه▪ما دا قوماندان له ځانه سره د اعليحضرت حضور تـــه راووست ، لــــه ډ يړ نوازش څخه وروسته یی ( ١
۳٠) طلا ئي هم ورکړي ▪او مونږ له ئي دا وظيفه راکړه چه خپل عزيزان موله وسلي سره ، تيرا ته ورسؤو ▪ مونږ هم د ښپي له تياري څخه استفاده وکړه ▪پس له دري ښپو ورځو څخه چه د ښپي به مونږمنزل کاوه او د ورځي به په غره کښي د مه کوله بل اخره تيرا ته ورسيد و ▪بيا مونـــږ له تـــيرا څخه د ادم خيلو دري ، خپل کورته وﻻړو▪کله چه مونږ خپل کور ته ورسيد لو هغه ؤ چه زما ورورشهزاده خان په کواټ کي چه کوم فو ځيان ؤ د هغوي سره يي په پټه تماس ونيول او ورته يي ويلي ؤ چه مونږ په چوني حمله کؤوهغوي ورسره منلي ؤ او دا عهد يي ورسره کړي ؤچه بــــي جګړي به کــــــلا تاسو ته تسليم کړو ▪هغه ؤ چه ما او ورور مي د کوات په چوني حمله وکړه ، او څلور ګوره مو هم مردار کړل ▪هغه وخت چه په ( ټـل ) کښي د اعليحضرت څخه رخصت کيد لومونږ ته يي ويلي ؤ چه هر کله چه تــــــيرا ته ﻻړو قـــــوم تشويق کړو چه په جګړو او حملو پيل وکړي او دشمن ته خطرپيدا کړي ▪مونږد غزا او جګړي تر تيبات نيول دا وخت خبرراورسيد چه اعلحضرت له ( ټـــــــل ) څخه خوست ته ﻻړ▪خـــو خوست ته د اعليحضرت تګ مــــونږ يي مشوش کړ▪او داسي تصميم مو ونيوه چه خوست ته ﻻړښو ▪ هغه ؤ چه دواړه خوست ته ﻻړو د اعليحضرت سره مو وليدل او هغه مونږ ته وفرمايل چه:▪انګريزانو د افعانستان خپلواکي ومنله اوس هم مذاکره دوام لري ▪مګر افغانستان نه يوازي خپل استقـلال غواړي بلکه د محکومو پښتنوﺁزادي هم غواړي ▪ تاسو خپلو مجاهدو او فداکاريو ته دوام ورکړي ▪زمونړدوهم ځل اقدامات به هم د انګريزانو په مقابل کي نږدي شروع ښي ▪ او تاسو فورأ بيرته ﻻړ ښي ما محمود آخوندزاده ته ډ يره وسله ، جبه خانه ، پيسي ، غله ، ليږلي ده چه غازيان تقويه او مرسته ورسره وکړي▪ او ورپسي به زمونږ نوي مرستي هم ورورسيږي▪مونــــږ د اعليحضت څخه رخصت واخيست دري ته ﻻړو
د ټـــــل فتح
اي د ټـــــل د فتــــح قــهرمانــه
د شمن تـــه تنـــــد ر د ﺁسما نه
فخر د افغان غــــــازي عجب خانه
وطن به هيره نه کړي ستا مـيړانه

================

عجب خان چه ټـــل فتح کوي
د لويي امپراطوري مـلا ماته وي
پيرنګيان پـــــــــه ګونډو کـــوي
داوده په ټول جهان يي شرموي
================
ضمناا چون ما د عجب خان اپريدي په هکله کله نا کله په خپلو شعرونو کي يادونه کړي ده نو ما لا زمه وګنله چه د عجب خان اپريدي د جنګي عملياتو يا د ژوند د کارنامو په هکله د انګليسي ژبي دګتاب په استناد ، کوم معلومات مي چه تر لاسه کړي دي هم محترم لوستوکو ته يي په لنډ ډول يي وړاندي کړم اميد دي چه محترمو لوستونکو ته خسته کن نه وي
------------

 

 بازگشت به بالای صفحه